پۀ یوه ژبه کې د فونیټکي الفبا اړتیا

لیکوال: تمهيد سیلانی

0 993

موږ ولې پۀ خپله ژبه کې فونيټکي اېبېڅې يا الفبا کارو؟ ددې او دې ته ورته نورو پوښتنو پۀ ځواب کې باید ووايو، چې پۀ نړۍ کې ټولې ژبې حتی نړيوالې ژبې پۀخپل ژبني ليکدود او ژبني قواعدو کې بشپړې نه دي، بلکې لۀنورو ژبو مستعار توري، غږونه او کلمې خپلوي. ددې ترڅنګ د نړۍ ټولې ژبې پۀ ليکني سيستم کې خپلې ستونزې لري او داسې يو بشپړ ليکدود نه لري چې د هر غږ ځانګړی آواز او قواعد منعکس کړي..

کۀ راشو خپلو ژبو ته؛ موږ پۀ پښتو او دري ژبه کې هم يادې ستونزې لرو، او د يادو ژبو زده کوونکو ته د ښه پوهاوي او عروضي سيستتم د پوهاوي لۀپاره داسې يو ليکدود ته اړتيا لرو چې پۀ هغۀ هر غږ پۀ کره توګه لوستونکو ته ور وپېژندل شي، خو برعکس پښتو او دري ژبه پۀ ځينو برخو کې دا ستونزه لري، چې د کلماتو پۀ پيل، منځ او پای کې يې ځينې توري ځانګړې نښې نه لري، نو ددې تشې د ډکولو لۀ پاره فونيټکي اېبېڅې ته اړتیا تر سره کيږي. بله خبر داده چې فونيټکي الفبا د نړۍ پۀ کچه د ژبپوهانو لۀخوا د يو بشپړ معياري او ټول منلي ليکدود پۀ توګه رامنځته شوی، چې پۀ هره ژبه کې د تطبيق او کارونې وړ ده.

زده کوونکي د ژبو د زده کړې پۀ برخه کې پۀ ډېر اسانۍ سره کولی شي، د ياد ليکدود پۀ واسطه د هماغې ژبې د غږونو تر منځ توپير او تفکيک وکړي.

نو فونیتکي الفبا ته پۀ يوه ژبه کې اړتيا پۀ لاندې برخو کې ترسترګو کيږي:

1. پۀ ځينو ژبو کې کېداشي يو غږ پۀ څو نښو سره وليکل شي، د بېلګې پۀ توګه د دري او پښتو ژبو پۀ الفبا کې د (Z) غږ پۀ « ز، ذ، ض او ظ » سره ليکل کيږي. د بېلګې پۀ توګه: ظاهر، زاهد، ذبیح، ضمیر… که چېرې پۀ دغو تورو لیکل شوي نومونه نورو ژبو کې وليکل شي، نو پۀ يوۀ توري ( z) سره لیکل کیږي. يا هم ( S) غږ چې پۀ « س، ث او ص » سره ليکل کيږي.لکه : ثواب، صابر او سارنوال… همدارنګه پۀ انګليسي ژبه کې د ( I ) غږ د « ee,I,ea,eo,ie, e» پۀ بڼو ليکل کيږي، لکه : د « pete,field,sea,see, people, machine» … کلمو کې…

2. په ځينو ژبو کې کېداشي څو غږونه پۀ يوې نښې سره ولیکل شي، لکۀ : د پښتو او دري ژبو پۀ الفبا کې د « v,u,o » غږونه پۀ يوۀ ( و ) سره ليکل کيږي، لکۀ : د کور، ماڼو، لو، رانګو… او سوار، سود، تو… همدارنګه پۀانګليسي ژبه کې د « sاو k » غږونه د ( c) توري پۀ واسطه لیکل کیږي، لکه : Cate او receive ….

3. ځينې وخت پۀ ځينو ژبو کې د دوو غږونو ترکيب دیوه غږ لۀ پاره کارول کيږي، لکۀ : پۀانګليسي ژبه کې د « c او h » توري چې د « چ » غږ لۀ پاره کارلو کيږي… لکه : teacher, chaire, chart…

4. پۀځينو ژبو کې د متوالي يا پرلپسې غږونو کې د دوو غږونو لۀ پاره يوه نښه کارول کيږي. لکۀ: پۀانګليسي ژبه کې د « k او s » پرلپسې غږونو لۀ پاره يو توری « x » توری کارول کيږي. لکۀ : د « Box » پۀ کلمه کې…

5. کله هم پۀځينو ژبو کې ځينې غږونه د ځانګړي ګرافيم پۀ نه درلودلو سره د کلمو پۀمنځ کې ځانګړې نښې نه لري، بېلګې يې پۀ دري او پښتو ژبه کې موندلی شو، لکۀ: د « a,e,o او زورکی » د مهر، سر، پر او مېرمن پۀکلمو کې…

6. کله هم پۀ ځينو ژبو کې ځينې نښې او توري د هېڅ غږ استازيتوب نشي کولی، د بېلګې پۀتوګه پۀ انګليسي ژبه کې د « gh » او « k » توري چې د « thought » او « know » کلمو کې …

7. ځينې وخت پۀ يوه ژبه کې يو غږ پۀ بېلابېلو ځايونو کې د بېلابېلو نښو سره هماغه يو غږ توليدوي، لکۀ : پۀانګليسي ژبه کې د « ف يا f » توری چې د « fine, Enough,photo,» پۀکلمو کې د « ف » توری د بېلابېلو تورو يا نښو پۀ واسطه وړاندې کيږي.

8. ځينې وخت پۀ ژبو کې يو توری دبل توري غږ وړاندې کوي لکۀ پۀانګليسي د « q » توری چې د « k » غږ وړاندې کوي. لکۀ د quite,unique,quick پۀکلمو کې چې د ک غږ وړاندې کوي…

د پورته يادو شويو او نورو ليکني ستونزو په درلودلو سره موږ فونيټکي الفبا په خپله ژبه کې کارو…

اخذ ليکونه :

1. نګاهی به زبان فارسي( يک برسی ربانشناختی)، نویسنده: جورج یول، ترجمه نسرين حیدری، چاپ تهران، ۱۳۷۴

2. مقدمات زبانشناسی، تالیف: داکتر مهری باقری. چاپ : ۱۳۷۴

3. مقدمه ای بر آواشناسی اګوستیک، نویسنده: دی. بی. فرای. مترجم دکتر نادر جهانګیری. چاپ : شهر پور ۱۳۶۹

4. زبانشناسی وزبان، نویسنده جولیا اس. فالک، مترجم خسرو غلامعلی زاده. چاپ: ایران: ۱۳۷۲

5. آواشناسی، نویسنده علی محمد حق شناس،چاپ: فاووس ایران، ۱۳۹۰

6. Phonetics and phonology,writers: mike davenport and s.j. hannahs, university of durham and university of Newcastle upon tyne

7. آوا شناسی، نویسنده: دکترګلناز مدرسی قوامی. تاریخ انتشار : ۱۳۹۸

8. زبان شناسی عمومی دوره. نویسنده: فردینان دوسوسور، مترجم: کورش صفوی. چاپ: ۱۳۸۲ تهران

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply