نړیوالې ورځې

ژباړه او ترتیب : امین ستانکزی

0 705

سرچینې: د ملګرو ملتونو او یونیسکو رسمي ویب سایټ او نورې معلوماتي پاڼې

افغانان لکه د نورو برخو په څیر په دې هم سر نه خوږوي چې په دې نړۍ کې نړيوالې ورځې کومې دي خو چې چا هم په فیسبوک کې ولیکل چې نن د پلانکي څیز نړیواله ورځ ده بس ټول یې نور ولیکي چې نن د دې نړیواله ورځ ده.

 دا چاره په افغانستان کې هېڅ ادارې نه ده تنظیم کړې چې موږ ته معلومات راکړل شي چې زموږ د خاورین جهان نړیوالې ورځې کومې دي او زموږ ملي ورځې کومې دي دا ځکه چې ډیر خلک لا هم د ملي او نړیوالو ورځو توپیر نه شي کولای چې یو ښه مثال یې د خبریالانو نړیواله او ملي ورځ ده چې دواړه په ډیر کم تفاوت په لنډه موده کې راځي چې زموږ اګاه قشر هم ترې خبر نه وي دا چاره څه موده د مخه هم ترسره شوه چې ټول فیسبوک د پلار نړیوالې ورځې په مناسبت له عکسونو، دعاګانو، پيغامون او ماشاءالله ګانو څخه ډک و.

په دې برخه کې د ملګرو ملتونو اداره د نورو هېوادونو او نړیوالو منل شوو ادارو  په وړانديز شويو ورځو بحث کوي چې تر منلو وروسته یې د نړیوالې ورځې په توګه تصویبوي چې  یونسکو او یونسیف پدې اړه کار کوي.

  دلته به نړالې ورځې د میلادي کال د میاشتو سره سم درته ذکر کړم:

نړیواله ورځ   / تفصیل نیټه د میاشتې نوم ګڼه
د بریل نړواله ورځ:

فرانسوي مخترع لویس بریل ته منسوب ده، برېل د نابينايانو ځانګړي خط ته ويل کېږي.

4 جنوري ۱
د زده کړو نړیواله ورځ 24 جنوري ۲
د هولوکاسټ قربانیانو په یاد کې نړیواله ورځ 27 جنوري ۳
د ښځینه جنسي الې  په وړاندې د زغم نړیواله ورځ 6 فبروري ۴
د نبض نړیواله ورځ 10 فبروري ۵
د ښځينه ساينس پوهانو نړيواله ورځ 11 فبروري ۶
د راډیو نړیواله ورځ 13 فبروري ۷
د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ 20 فبروري ۸
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ 21 فبروري ۹
د تبعیض پر وړاندې مبارزې نړیواله ورځ 1 مارچ ۱۰
د ځنګلي ژويو د ساتنې نړیواله ورځ 3 مارچ ۱۱
د ښځو نړیواله ورځ 8 مارچ ۱۲
د خوشحالۍ نړیواله ورځ 20 مارچ ۱۳
د فرانسوي ژبې نړیواله ورځ 20 مارچ ۱۴
د نژادي تبعیض د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 21 مارچ ۱۵
د شعر  نړیواله ورځ 21 مارچ ۱۶
د نوروز نړیواله ورځ 21 مارچ ۱۷
د ځمکې ښکتني سنډروم نړیواله ورځ 21 مارچ ۱۸
د ځنګلونو د ساتنې نړیواله ورځ 21 مارچ ۱۹
د اوبو نړیواله ورځ 22 مارچ ۲۰
د هوا  پېژندنې نړیواله ورځ 23 مارچ ۲۱
د توبرکلوز نړیواله ورځ 24 مارچ ۲۲
د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو نړیواله ورځ 24 مارچ ۲۳
د غلامانو د خرڅلاو نړیواله ورځ 25 مارچ ۲۴
د توقیف شويو او ورک شويو کارګرانو  سره د پیوستون نړیواله ورځ 25 مارچ ۲۵
د اټوزیم د پوهاوي  نړیواله ورځ ( دا یو ډول ناروغي ده ) 2 اپریل ۲۶
دماین پاکۍ په اړه د خبرتیا او همکارۍ نړیواله ورځ 4 اپریل ۲۷
د وجدان نړیواله ورځ 5 اپریل ۲۸
د پرمختګ او سولې لپاره د سپورټ نړیواله ورځ 6 اپریل ۲۹
په روانډا کې د نسل وژنې پر وړاندې د اعتراض نړیواله ورځ 7 اپریل ۳۰
د روغتیا نړیواله ورځ 7 اپریل ۳۱
فضاء ته د انسان د ورتګ نړیواله ورځ 12 اپریل ۳۲
د چګاس ناروغۍ نړیواله ورځ 14 اپریل ۳۳
د چينايي ژبې نړیواله ورځ 20 اپریل ۳۴
د نوښت او ایجاد نړیواله ورځ 21 اپریل ۳۵
د مور نړیواله ورځ 22 اپریل ۳۶
د کتاب او چاپ حق نړیواله ورځ 23 اپریل ۳۷
د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ 23 اپریل ۳۸
د هسپانوي ژبې نړیواله ورځ 23 اپریل ۳۹
په اړیکو او اطلاعاتو کې د انجونو ورځ ( اړيکو او اطلاعاتو ته د انجونو د لاسرسي نړيواله ورځ) 23 اپریل ۴۰
د سولې لپاره دیپلوماسۍ نړیواله ورځ 24 اپریل ۴۱
د استازي یا پلاوي نړیواله ورځ 25 اپریل ۴۲
ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ 25 اپریل ۴۳
د چرنوبل ناورین یاد نړیواله ورځ 26 اپریل ۴۴
د فکري مالیکیت نړیواله ورځ 26 اپریل ۴۵
په کار کې د خوندیتوب او روغتیا نړیواله ورځ 28 اپریل ۴۶
د جاز موسیقي نړیواله ورځ 30 اپریل ۴۷
ټونا  ساتنې نړیواله ورځ ( د ماهیانو یو نسل دی ) 2 مۍ ۴۸
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ 3 مۍ ۴۹
د ویساک څوارلسمې سپوږمۍ نړیواله ورځ 7 مۍ ۵۰
د دویمې نړیوالې جګړې د قربانیانو یاد نړیواله ورځ 9  ـــ   8 مۍ ۵۱
د مهاجرو مرغیو نړیواله ورځ 9 مۍ ۵۲
د کورنۍ نړیواله ورځ 15 مۍ ۵۳
په سوله کې د ژوند کولو نړیواله ورځ 16 مۍ ۵۴
د نور ( رڼا ) نړیواله ورځ 16 مۍ ۵۵
مخابراتو او معلوماتو نړیواله ورځ 17 مۍ ۵۶
د شاتو مچیو نړیواله ورځ 20 مۍ ۵۷
د چای نړیواله ورځ 21 مۍ ۵۸
د خبرو اترو د پوهېدو لپاره فرهنګي نوښت نړیواله ورځ 21 مۍ ۵۹
د بیولوژيکي نوښت نړیواله ورځ 22 مۍ ۶۰
د عصبي فسټولا د پای ته رسولو نړیواله ورځ 23 مۍ ۶۱
د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو نړیواله ورځ 29 مۍ ۶۲
له تنباکو څخه د پاکې نړۍ نړیواله ورځ 31 مۍ ۶۳
د والدینو نړیواله ورځ 1 جون ۶۴
د بایسکل نړیواله ورځ 3 جون ۶۵
د بې ګناه قرباني  شوو ماشومانو  نړیواله ورځ 4 جون ۶۶
د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ 5 جون ۶۷
د غیري قانوني کب نیونې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 5 جون ۶۸
د روسي ژبې نړیواله ورځ 6 جون ۶۹
د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ 7 جون ۷۰
د سمندرونو نړیواله ورځ 8 جون ۷۱
د کارګرو ماشومانو نړیواله ورځ 12 جون ۷۲
د البونیزم د پوهاوي نړیواله ورځ ( یو ډول ناروغي ده ) 13 جون ۷۳
د وینې ورکوونکو نړیواله ورځ 14 جون ۷۴
د لوړ عمر کسانو څخه د ناوړه ګټې نه اخیستنې پوهاوي نړیواله ورځ 15 جون ۷۵
د کورنۍ د تادیاتو نړیواله ورځ 16 جون ۷۶
د وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ 17 جون ۷۷
د ښو خوړو  د فن نړیواله ورځ 18 جون ۷۸
په شخړو کې د جنسي تیریو د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 19 جون ۷۹
د مجبوره شويو کډوالو   نړیواله ورځ 20 جون ۸۰
د یوګا نړیواله ورځ 21 جون ۸۱
د سالسټیس لمانځلو نړیواله ورځ ( هغه وخت چې لمر له استوا کرښې څخه زیاته فاصله لري  ) 21 جون ۸۲
د ملګرو ملتونو د عامه خدماتو نړیواله ورځ 23 جون ۸۳
د کونډو نړیواله ورځ 23 جون ۸۴
ماڼو او  سمندري ګرځندویانو نړیواله ورځ 25 جون ۸۵
د مخدره توکو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 26 جون ۸۶
په شکنجه کې د قرباني شويو په ملاتړ د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ 26 جون ۸۷
د وړو او غټو کاروبارونو نړیواله ورځ 27 جون ۸۸
د تودو سیمو نړیواله ورځ 29 جون ۸۹
د اسماني تیږې نړیواله ورځ 30 جون ۹۰
د پارلمانیزم نړیواله ورځ 30 جون ۹۱
د همکاریو نړیواله ورځ 4 جولایي ۹۲
د نړۍ د نفوسو نړیواله ورځ 11 جولایي ۹۳
د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ 15 جولایي ۹۴
د نیلسن منډیلا نړیواله ورځ 18 جولایي ۹۵
د شطرنج نړیواله ورځ 20 جولایي ۹۶
د هیپاټیټس (تور زیړي)  نړیواله ورځ 28 جولایي ۹۷
د ملګرتیا نړیواله ورځ 30 جولایي ۹۸
د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 30 جولایي ۹۹
د نړۍ د اتلو کسانو نړیواله ورځ 9 اګسټ ۱۰۰
د ځوانانو نړیواله ورځ 12 اګسټ ۱۰۱
د بشرپالنې نړیواله ورځ 19 اګسټ ۱۰۲
د تروریزم قربانیانو د درناوي یاد نړیواله ورځ 21 اګسټ ۱۰۳
د مذهب پربنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ياد نړیواله ورځ 22 اګسټ ۱۰۴
د غلامانو د خرڅلاو د نابودۍ نړیواله ورځ 23 اګسټ ۱۰۵
د اټومي ازموینو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 29 اګسټ ۱۰۶
د ورکو شويو قربانیانو د یاد نړیواله ورځ 30 اګسټ ۱۰۷
د خیریه چارو نړیواله ورځ 5 سپټمبر ۱۰۸
د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیواله ورځ 7 سپټمبر ۱۰۹
د سواد نړیواله ورځ 8 سپټمبر ۱۱۰
له جګړو څخه د پوهنې د خوندي کولو نړیواله ورځ 9 سپټمبر ۱۱۱
د جنوبي هېوادونو همکاریو نړیواله ورځ 12 سپټمبر ۱۱۲
د دیموکراسۍ نړیواله ورځ 15 سپټمبر ۱۱۳
د اوزون طبقې ساتنې نړیواله ورځ 16 سپټمبر ۱۱۴
د ناروغ د خوندیتوب نړیواله ورځ 17 سپټمبر ۱۱۵
د مساوي تادیې نړیواله ورځ 18 سپټمبر ۱۱۶
د سولې نړیواله ورځ 21 سپټمبر ۱۱۷
د ګوګيانو لپاره د اشاروي ژبې نړیواله ورځ 23 سپټمبر ۱۱۸
د سمندري تجارت یا دریانوردۍ نړیواله ورځ 24 سپټمبر ۱۱۹
د اتومي وسلو د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 26 سپټمبر ۱۲۰
د ګرځندوی نړیواله ورځ 27 سپټمبر ۱۲۱
معلوماتو ته  د لاسرسي نړیواله ورځ 28 سپټمبر ۱۲۲
د خوړو د بې ځایه استعمال او ضایع کیدو پوهاوی نړیواله ورځ 29 سپټمبر ۱۲۳
د ژباړې نړیواله ورځ 30 سپټمبر ۱۲۴
د زړو کسانو نړیواله ورځ 1 اکتوبر ۱۲۵
د عدم تشدد نړیواله ورځ 2 اکتوبر ۱۲۶
د ښوونکو نړیواله ورځ 5 اکتوبر ۱۲۷
د زرغونتیا نړیواله ورځ 5 اکتوبر ۱۲۸
د پوست او پوسته خانې نړیواله ورځ 9 اکتوبر ۱۲۹
د رواني روغتیا نړیواله ورځ 10 اکتوبر ۱۳۰
د کمکیو انجونو نړیواله ورځ 11 اکتوبر ۱۳۱
د ناورین د خطر کمولو نړیواله ورځ 13 اکتوبر ۱۳۲
د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ 15 اکتوبر ۱۳۳
د خوړو نړیواله ورځ 16 اکتوبر ۱۳۴
د فقر د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 17 اکتوبر ۱۳۵
د احصایې نړیواله ورځ 20 اکتوبر ۱۳۶
د ملګرو ملیتونو نړیواله ورځ 24 اکتوبر ۱۳۷
د پراختیا او معلوماتو نړیواله ورځ 24 اکتوبر ۱۳۸
د ریکارډ شويو او ثبت شويو اوازونو د خطراتو ساتنې نړیواله ورځ 27 اکتوبر ۱۳۹
د ښارونو نړیواله ورځ 31 اکتوبر ۱۴۰
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت نړیواله ورځ 2 نومبر ۱۴۱
د سونامي د پوهاوي نړیواله ورځ 5 نومبر ۱۴۲
په جګړه کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ 6 نومبر ۱۴۳
د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس نړیواله ورځ 10 نومبر ۱۴۴
د شکرې نړیواله ورځ 14 نومبر ۱۴۵
په سرک باندې د ترافیکي پیښې د قرباني شويو نړیواله ورځ 15 نومبر ۱۴۶
د زغم نړیواله ورځ 16 نومبر ۱۴۷
د تشناب نړیواله ورځ 19 نومبر ۱۴۸
د فلسفې نړیواله ورځ 19 نومبر ۱۴۹
د افریقا د صنعتي کیدو نړیواله ورځ 20 نومبر ۱۵۰
د ماشومانو نړیواله ورځ 20 نومبر ۱۵۱
د تلویزیون نړیواله ورځ 21 نومبر ۱۵۲
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 25 نومبر ۱۵۳
د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ 29 نومبر ۱۵۴
په  کیمیاوي وسلو د قرباني شويو کسانو د یاد نړیواله ورځ 30 نومبر ۱۵۵
د ایډز نړیواله ورځ 1 ډسمبر ۱۵۶
د مریې توب ختمولو نړیواله ورځ 2 ډسمبر ۱۵۷
د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ 3 ډسمبر ۱۵۸
د بانکونو نړیواله ورځ 4 ډسمبر ۱۵۹
د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د رضاکارانو نړیواله ورځ 5 ډسمبر ۱۶۰
د خاورې نړیواله ورځ 5 ډسمبر ۱۶۱
د ملکي هوایي چلند نړیواله ورځ 7 ډسمبر ۱۶۲
د نسل وژنې څخه د مخنیوي او د دې قرباني شويو یاد نړیواله ورځ 9 ډسمبر ۱۶۳
فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ 9 ډسمبر ۱۶۴
د بشر د حقونو نړیواله ورځ 10 ډسمبر ۱۶۵
د غرونو نړیواله ورځ 11 ډسمبر ۱۶۶
د بې پرې توب او مساوات  نړیواله ورځ 12 ډسمبر ۱۶۷
د نړیوال پوښښ نړیواله ورځ 12 ډسمبر ۱۶۸
په خپله خوښه کډوال شويو نړیواله ورځ 18 ډسمبر ۱۶۹
د عربي ژبې نړیواله ورځ 18 ډسمبر ۱۷۰
د بشري پیوستون نړیواله ورځ 20 ډسمبر ۱۷۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply