ملي ورځې د یوه هېواد د ټولو پرګنو منل شوې او رسمي ورځې دي چې د وګړو د مذهبي، تاریخي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزې برخې سره ریښه ولري.
ملي ورځې د یوه هېواد د ملي هویت ښکارندوی دي ، د نړۍ نور ملتونه یې د درناوي په پار یادونه کوي او په میشت هېواد کې د خپلو سیاسي نماینده ګیو او ادارو رخصتي هم د همدې ورځو د درناوي لپاره ټاکي.
د افغانستان ملي ورځې هم د اهمیت وړ او په هېواد کې د ټولو قشرونو د یووالي او مینې سمبول دی چې له نیکه مرغه پدې برخه کې ټول اقوام په یوه خوله د دې ورځو ستاینه او نمانځله کوي.
زموږ د ګران هېواد ملي ورځې په لاندې ډول دي.
د وري لومړۍ نیټه : د نوروز جشن نمانځنو ورځ
د وري ۲مه : د بزګر مېله (دهقان جشن)
د وري دويمه اوونۍ : د افغانستان د جیولوجیستانو اوونۍ
د غويي ۷مه : د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند کودتا (ثور انقلاب)
د غويي ۸مه : د افغانستان د خلکو د جهاد بریا ورځ (د مجاهدينو د بري ورځ)
د غويي وروستۍ اوونۍ : د کتاب لوستنې اوونۍ
د غبرګولي له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې : د چاپیریال ساتنې اوونۍ
د زمري ۷مه : د ملي بيرغ نمانځنې ورځ
د زمري ۱۱مې څخه تر ۱۷مې : د مور له شیدو څخه د تغذیې اوونۍ
د زمري ۲۸مه : د افغانستان د خپلواکۍ ساتلو ورځ
د وږي ۹مه : د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ
د وږي ۱۸مه : د احمد شاه مسعود د ترور ورځ ( د شهیدانو اونۍ هم په همدې نیټه پیلیږي )
د تلې ۲۴مه : د افغاني سرې میاشتې سره د مرستې اوونۍ پیل
د لړم ۱۵مه : د ملي وحدت او ولسي جرګې د وکیلانو د ترور ورځ
د مرغومي ۶مه : پر هېواد د شوروي لښکرو د یرغل ورځ
د مرغومي له ۱۴مې څخه تر ۲۱مې: د هېواد د اساسي قانون د نمانځنې ملي اوونۍ
د سلواغې ۲مه : د انفجار او تعبیه شوو موادو پر وړاندې د مبارزې ملي ورځ
د سلواغې ۲۶مه : له افغانستانه د شوروي پوځیانو د وتلو ورځ
د کب ۳مه : د شوروي لښکرو پر وړاندې د کابل د خلکو پاڅون ورځ
د کب ۹مه : د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځ
د کب ۲۰مه : د نیالګیو د کرلو او ساتلو ملي ورځ
د کب ۲۰مه : د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې ملي ورځ
د کب ۲۴مه : د خلقي او پرچمي حکومت پر وړاندې د هرات ښار د اوسیدونکو پاڅون ورځ
د کب ۲۷ مه : د خبریالانو ملي ورځ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320