د افغانستان او پښتنو د تاريخ نوم وركي مورخين – څلورمه برخه

پوهاند عبدالحى حبيبی

0 1,545

٥١. اسرار الافاغنه

              دا كتاب په پښتو ژبه صابر د خضر زوى كښلى و، چي دغه خضر د شاه قاسم سلیمان مريد و، مسټر ډير سټارټ د ايشيا ټك ريسرچز د دوهم ټوك په ٧٠ مخ كي ليكي چي دغه كتاب بيا له پښتو څخه خير الدين نومي ليكوال په فارسي ژبه خلاصه كى. (تاريخ افاغنه ٢/٨٩)

په لوړ بيان كي خضر د شاه قاسم مريد و، لكه چي د دغه رسالی په دریيم عنوان كي ويل سوي دي دغه شیخ قاسم سلیماني د شیخ قدم زوى او د شیخ متى له علمي او روحاني كورنۍ څخه و. چي په ٩٥٦ ق زیږیدلى او په ١٠١٦ ق د هند په چنارګړه كي مړ سوى دى، نو كه د اسرار الافاغنه مؤلف خضر د ده معاصر او مريد وي نو د كتاب د تاليف وخت د ١٠٠٠ ق كال شاوخوا اټكل كولاى سو. خو د دغه كتاب پښتو يا فارسي نسخه ماته نه ده معلومه.

٥٢. خواجو ملیرزی د تواریخ افاغنه لیکوال

              دا كتاب د ١٠٣١ ق او ١٠٣٣ ق تر منځ په پښتو ژبه د خواجو ملیزي په قلم تاليف سوى و، چي دى د يوسفزو د لوى مشر خان كجو له مصاحبينو څخه يوسفزى ليكوال و، او په خپل تواريخ افاغنه كي يی له ٨٨٠ تر ٩٩٤ ق پوري د پښتنو قبيلو هجرتونه او جنګي او اجتماعي پيښي د خان كجو تر مرګه ليكلي وی.

              د دی كتاپ يوه نسخه د ١١٨٠ ق په شاوخوا كي د هندوستان د شهاجهان پور د پښتانه نواب بهادرخان داود زي په كتابخانه كي وه. او هغه يی د روهيل كهنډ مشهور حافظ خان بړیڅ ته واستوله، كله چي دغه پښتون حكمران دغه نسخه وليدله نو يی د خپل دربار يوه پښتون ليكوال پير معظم شاه ته وويل چي دا نسخه واخله په ساده ژبه يی د عامو خلكو د كتلو لپاره ترتيب او تهذيب كړه. نو معظم شاه هم دغه كار په ګډه وډه پښتو او فارسي تر سره كى چي د تواريخ رحمت خاني تر غنوان لاندي ښودل سوى دى (نمبر ٥٣)

              متاسفانه د خواجو اصل كتاب تواريخ افاغنه اوس نسته خو د دوهم مؤلف پير معظم شاه سره را اوډلى او سم كړى كتاب د تواريخ رحمت خاني په نامه چاپ سوى دى.

              خواجو خورا پوخ او سترګه ور سپیڅلى مؤرخ دى چي معظم شاه يی (مؤرخ محقق قاصى اين قصص) بولي او په كتاب كي يی داسي مشران او واقعی ښودلي سوي دي چي بل ځاى يی نه مومو، او داسي ښكاري چي خواجو د پښتو ژبي شاعر هم و، چي د ده د يوه نظم نمونه هم په تواريخ رحمت خاني كي راغلی ده. (ص ٤) خواجو په خپل تواريخ كي د خان كجو د مرګ يادونه هم كوي، نو ځكه ويلاى سو چي د كتاب په ټولونه او ليكنه به د كجوخان تر مرګ وروسته پيل سوى وي. خداى دي خافظ رحمت خان او معظم وبخښي، چي د خواجو ورك سوى تواريخ يی موږ ته په تواريخ رحمت خاني كي را خوندي كړى دى.

٥٣. د پیر معظم شاه تاریخ رحمت خانی

              په دی كتاب كي د پښتنو قومونو د هغه هجرت وقايع راغلي دي چي د هجري نهم قرن په دوهمه نيمايي كي يوسفزي د كندهار او ارغسان له سيمو څخه د كابل له لاري ننګرهار او د پیښور سيمو ته تر اباسين او سواته پوري خپاره سوي وو.

              د كتاب مؤلف د پیښور د پير سباك كلي پير معظم شاه ولد پير محمد فاضل دى، چي د حافظ رحمت خان بړیڅ په غوښتنه يی په ١١٨١ ق كال په هندوستان كي په روانه او خوږه پښتو كښلى دى، او دغه اوه مقامه لري :

١. د ښخي او غوري قومونو اصلي وطن

٢. د يوسفزو رارسیدل پیښور ته او دوابه او يا جوړ نيول.

٣. يوسفزي سوات ته ځي او بابر پاچا دلته راځي.

٤. ككياڼى دوابی ته راځي.

٥. د ككياڼو او د لازاكو جنګ.

٦. شیخ ملي دغه نوي نيولي سيمي سره ويشي.

٧. يوسفزي تر لنډي اوړي او د غورياخيلو سره جنګ كوي.

        په دغو اوو برخو كي د ٨٨٠ هجري قمري كاله تر ٩٩٤ ق (١٤٧٥ – ١٥٨٥م) پوري تاريخي پيښي بيان سوي دي.

              د دی كتاب اصلي ماخذ يو كتاب تواريخ افاغنه و، د ډهلي د پښتانه مشر نواب بهادرخان داودزي له كتابخانی څخه حافظ رحمت خان ته را استول سوى و. (په دغه رساله كي نمبر ٥٢) او پير معظم شاه د ده په امر هغه كتاب نوى تحرير او ترتيب كى او نوم يی تواريخ رحمت خاني پر كښیښود. دا كتاب په ١٩٧١ م كال د پیښور پښتو اكاډيمۍ د ښاغلي روشن خان په همت په ١٨٨ مخه كي چاپ كى، چي په پښتو او فارسي دواړو ژبو ګډ ليكل سوى دى، او په تاريخي لحاظ يو خورا دروند او ګټه ور كتاب ګڼل كيږي. (د تفصيل لپاره وګورئ د دی رسالی ٥٢ عنوان خواجو ملیزى)

              دا هم زياتوم چي د تواريخ حافظ رحمت خاني په نامه يوه غټه اردو ترجمه هم د پیښور اكاډيمۍ په ١٩٧٦ م په ٧٠٠ مخو كي چاپ كړیده چي د كتاب د متن ترجمه له نورو خورا مفصلو تعليقاتو سره د ښاغلي روشن خان يوسفزي په قلم ده، او ډيري ګټوري خبري او شجری پكښي زياتي كړي دي. چي د تاريخ څیگړونكو ته په كار ورځي. (جزاء الله خيراً)

٥٤. سعادت نامۀ افغانی

              دا په پښتو ژبه د پښتنو تاريخ دى، چي مؤلف يی سعادت خان د هدايت الله زوى و او ښايي چي د پیښور د خليلوگ په تپه كي تيار سوى وي. دا كتاب سل كاله دمخه په پیښور كي چاپ سوى دى چي په آخر كي يی داسي كښلي دي : “سعادت نامۀ افغانى مطبوعه ١٨٦٦ مطابق ١٢٩٠ هـ. دا كتاب د پیښور د جیل چاپ خانه كي د مير اكبر د اروغه په انتظام د مسټر هنرى بكټ قايم مقام انسپكټر مدارس صوبه سرحد په اجازت چاپ شو”

              ښاغلى روشن خان د يوسفزو يو سترګه ور ليكوال چى دغه نسخه يی ليدلی ده داسي ليكلي چي : دا كتاب د تواريخ رحمت خاني د لفظ لفظ تاييد كوي،او د تاليف وخت يی تر تواريخ رحمت خاني وړاندي ښكاري، د يوسفزو حالات په تفصيل ليكي په كاټلنګ كي  د يوسفزو او د لازاكو جنګونه شوي دي، دا كتاب يی په تفصيل بيانوي، او پښتو يی د خليلو د تپی له محاوری سره برابره ده.

              دلته د نمونی په توګه دغه څو كرښي را اخيستلي كيږي : “پیښور ته راغلي پښتانه ټول دری كوره دي، او بعضي قبيلی د دی دريو قبيلو سره يو ځاى اوسي، چي دوى ورته حصه لكه د ورور وركړی ده، خو دغه همسايه دي، دا لويي كورونه دری دا دي :

              اول   :- خيښي

              دوهم :- غوري

              دريیم :- كرلاڼي

                                           (پښتو مجله – اكتوبر ١٩٧٩م – د پیگښور چاپ)

٥٥. محمد امین سرپیریکړی د جګړه د محمود افغان نیول د اصفهان

              دغه مؤلف او مؤرخ محمد امين نوميږي، چي په قوم مراڼى كوچى او د مرغی د غونډان و، دى د خپل عمر په ٣٦ كال په ١١٣٥ ق د هوتك شاه محمود په لښكرو كي د ارسلا خان ناصر تر بيرغ لاندي اصفهان ته ولاړ، او د ایران د فتح جنګونه يی ګرده په خپلو سترګو وليدل، او يو كتاب يی په پښتو وكيښ.

              د دی كتاب نسخه ما نه ده ليدلی، خو د ده زوى حافظ نورمحمد يوه قصه د (بریښنا او خدۍ) په نامه په ١٢٠٤ ق كښلی وه، چي خطي نسخه يی سته. د دغي قصی په سريزه كي نورمحمد داسي كاږي : “چي زما پلار د اصفهان په جګړه كي په ٣٥ كلنۍ برخه اخيستی وه، او كله چي بيرته راغى نو ده مبارك چي حال د دی جګړی په خپله ليدلى و، نو يی يو وړوكى كتاب په ژبه خوږه د پښتو كي په حال د دی جګړی كي ليكلى و، او نوم د دی كتاب “جګړه د محمود افغان نيول د اصفهان” دى. خو حق دا دى چي ډیر ښه او رښتينى بيان دى، او دا كتاب په زڼيو د پښتنو له جهته د بدلو د قومو قيمتي دى، او نر و ښځي او كم و لوى يی خواهښتي دي.”

                                                                                  (د بریښنا د قصی سريزه)

              ځكه چي د اصفهان د فتح په كال ١١٣٥ ق محمد امين د ٣٦ كالو و، نو يی د تولد كال ١٠٠٩ ق ټاكلاى سواى، چي وفات يی د نورمحمد په قول ١١٧٤ ق كال په ٧٥ كلنۍ كي دى.

              د محمدامين زوى نورمحمد د ده له خولی وايي : “زه په دی غزا د اصفهان فتح كي ٣٦ كلنى وم د جنګ په فنونو او فتورونو كي ګړندى وم”.

              علاوه پر نثر او وقايع ليكنو باندي محمدامين ځيني پښتو شعرونه هم درلودل چي نموني يی تر اوسه پاته دي.

 (وګورئ تاريخي پلټني ١٦ د حبيب الله رفيع مقاله د كابل چاپ ١٣٥٧ ش)

٥٦. عبدالغفار هوتک د کورنۍ د حالاتو لیکوال

              دا ليكوال او د پښتو شاعر د حاجي ميرويس هوتك د كورنۍ يو وروستنى سړى دى، چي پلار يی عبدالجبار خان د حاجي انګو زوى و، او حاجي انګو د ميرويس نيكه وراره و، چي د ژوند وخت يی په ١٢٠٠ ق كال شاوخوا اټكلولاى سو.

              عبدالغفار د پښتو دیوان او د پنج داستان (مثنوى) او د سوداګر بچه قصه لري، خو تر ټولو ارزښتمن كتاب يی د خپلي “كورنۍ حالات” دي چي په دی كتاب كي دى د خپلي كورنۍ حالات د ګرګين خان ګرجي له ظلمونو څخه را شروع كوي او د هوتكو د دوری وقايع ليكي، چي د ده له كتابه اوس فقط ١٥ مخه سته، او د پاى خوا يی پری سوی ده. په موجوده وروستۍ پاڼه كي د شاه اشرف هوتك (١١٣٧ _ ١١٤٢ ق) او عثماني سپه سالار احمدپاشا د جنګ قصه راغلی ده چي دا جنګ په ١١٤٠ ق پیښ سوى و. عبدالغفار په خپلو اشعارو كي هم كله كله ځني تاريخي وقايع او د خپل عصر مشاهير يادوي، چي د تاريخ د څیړونكو په كار ورځي.

              د كورنۍ حالات يوه ناقصه نسخه په سيوري كي د دغي كورنۍ له لمسو سره وه. (د تفصيل لپاره وګورئ : د پوهاند رشاد مقاله په تاريخ پلټنو كي تر ١١٥ مخ وروسته د كابل چاپ ١٣٥٧ ش)

٥٧. د باروزو جنګنامه

              د باروزو قبيله د پښتنو غرغښتو ته رسيږي چي د پني له څانګي څخه ده، پخپله بارو د حسين لسمى او د پني له پښتنه څخه دى.

              وايي چي د پني قبيله اصلاً د كسي له غره څخه د درۀ بولان له لاري د سانګان سيمي ته راغلی، چي د يوځايي او سيوۍ تر منځ يو ځاى دى. له دوى څخه باروزئى تر اوسه هم پښتو وايي او ځانونه كاكړان بولي او دغه سيمه ګرده د باروزويو په نامه مشهور ده، د سدوزيو پاچهانو په وخت كي د سيوۍ حاكمان هم دوى وو او احمدشاه بابا د دوى يو لوى مشر عيسى خان د ښكارپور په حكومت ټاكلى و.د دغه كتاب مؤلف قاضي ملا شیخ محمد دى. چي د باروزيو اميرانو مسري خان او بخيتار خان په نامه د نونسم قرن په لومړيو كلو كي تاليف سوى دى ځيني برخي يی منظومي دي، او د باروزيو د خاندان شجره هم لري، د جنيد خان احوال بيانوي، چي د شاه جهان معاصر ؤ د (١٠٥٠ ق حدود) بيا نو د مندراخان او احمدخان او بختيار خان احوالي او د دوى جنګونه د كلات د احمدزو، بلوڅو سره ليكي، او كله چي ډومر كاكړان پر سانګان باندي ورخيژي او باروزى رشيد خان يی مخي ته دريږي دغه شخړي هم په تفصيل ليكي.

              د دغه كتاب يوه خطي نسخه په دري ژبه د سيوۍ د كرك د كلي د سردار احمد خان سره وه چي مرحوم سلطان محمد پني ځني ليدلی وه.

٥٨. تذکیر البار (حالات بارزوائی)

              دا كتاب د باروز پښتنو پر تاريخ باندي د ملا محمود جسكاني بلوڅ په قلم د ١٣٠٠ ق په شاوخوا كي تاليف او كښل سوى دى. چي يوه نسخه يی د سيوۍ پولټكل ايجنټ ميكانګى ته په لاس ورغلی وه او دى وايي چي له ١٤٧٠ م كاله څخه د باروزو تاريخي واقعی لري، مګر بله خطي نسخه يی تر اوسه نه ده معلومه.

٥٩. منظومه جنګنامه

              ناظم يی په دري ژبه نورمحمد كلهوړه د قلات د مير نصيرخان د وختو قاضى القضات دى چي د علم او تقوا خاوند و او كله ځان نورمحمد ګنجابى هم بولي چي ګنج آباد د بلوڅي قلات په كچهى كي و، يوه نسخه يی د كلات د لوى خان په كتابخانه او بله يی د سكهر د مولا شيدايي څخه وه، دا كتاب د نظم او نثر برخي لري، چي د احمدشاه بابا په زمانه كي د مير نصير خان لپاره تاليف سوى دى، او كوم جنګونه چي احمدشاه بابا له سكهانو سره كړي او په خپله مؤلف هم پكښي شامل و بيان سوي دي.

              د احمدشاه بابا د وختو تاريخي وقايع ډیر لري او مستند ښكاري چي د اوم هندي لام بيان تر ١٧٦٤ م پوري راغلى دى. دا كتاب ګنډاسنګهـ په انګريزي ترجمه او په امرتسر كي په ١٩٣٩ م چاپ كړى دى.

٦٠. د تذکرة الملوک نومورکی لیکوال

              دا كتاب لومړى پلا هغه وخت وپیژندل سو چي د يوی خطي نسخی له مخي په ١٩٤٣ م د انګریزي ترجمی او ډيرو مفيدو تعليقاتو سره د مشهور روسي مستشرق مينورسكى په همت د انګلستان په كيمبريج كي چاپ او  خپور سو.

              د كتاب د مؤلف نوم چا ته نه دى معلوم، خو دوني ښكاري، چي دغه ګټور كتاب د ١١٤٠ ق په حدودو كي د شاه اشرف هوتك په غوښتنه چا په اصفهان كي كښلى دى.

              موضوع يی د هوتكو د دوری ملكي تشكيلات او د دغه مملكت د ولاياتو عايدات او بودجوي مخارج او مداخل دي. چي د افغانستان د هوتكو شاهانو په تاريخ كي ښه معلومات په لاس راكوي. د دی كتاب فارسي متن په بیل ډول په ١٣٣٢ په تهران كي هم چاپ سو.

٦١. موسی بن جر جیسر د (تاریخ العجم و الفغان( لیکوال

              دا يو عربي مؤلف دى چي د ١١٤٠ ق په شاوخوا كي ژوندى و او په لوړ نامه يی يو كتاب د ایران او افغانستان يو تاريخ وكيښ. چي له ٩٠٦ ق څخه بيا تر خپله وخته پوري وقايع بيانوي او د هوتكو فتوحات په ایران كي ښيي.

              يوه خطي نسخه يی ٢٤٠ مخه د مصر په تيموريه كتابخانه كي خوندي ده او چاپ سوى نه دى.

              (دكتور لطفى _ فهرس المخطوطات المصوره طبع قاهره ١٩٥٧ م)

٦٢. د قاسم علی افریدی تاریخ

              د كليات افريدي په پيل كي د قاسم علي افريدي كښلى تاريخ موجود دى، دغه تاريخ په پارسي ژبه كښل سوى، ټول بابونه يی ٢٢ دي او د كليات په لومړيو ١٠٩ پاڼو كي خطاطي سوي دي.

              د كليات افريدي يوه خطي نسخه د پیښور د اسلاميه كالج په كتابخانه كي خوندي ده. او د دغي كتابخانی په كتابونو كي يی نومره ١٩١٠ ده.

              د تاريخ په پيل كي دا بيانونه سته : نواب محمد خان بنګښ، ذكر اولاد فتح خان و ميرخان و جهانهان.

              باب چهارم _ در ذكر اولاد جهان خان.

              باب پنجم _ در ذكر نيكنام خان افريدى.

              بابا ششم _ در ذكر وفات جد بزرګوار و احوالات ديګر سرګذشت پدر بزرګوار خود، كه در شهر فن آباد چند مدت سكونت نموده، باز در كوهسار سكونت فرمودند و نيز وفات اينجا يافتند. و ديګر ذكر نواب احمد خان بهادر غالب  جنګ و نواب مظفر جنګ.

              باب هفتم : در ذكر يتيم شدن و سبب پرورش يافتن خود مدح راست و درست محمد سعيد خان و عبدالرحمن بهادران قندهارى.

              باب هشتم _ در ذكر تفرقه افتادن دفعه اول در رسالۀ محمد سعيد خان بهادر قندهارى و رفتن در رسالۀ مرزا عطابیګ خان و باز آمد در رسالۀ خان موصوف و آمدن عبدالرحمن خان.

              باب نهم _ در ذكر امدن متعلقان من در شهر فرح آباد و سكونت ورزيدن در شهر مذكور.

              باب دهم _ در ذكر ملك متعلقه موضع اخور ګويا كه مسكن پدر جد بزرګوار من بود و موجبات امدن از ملك ولايت در ممالك هندوستان و سكونت ورزیدن اينجا.

              باب يازدهم _ در ذكر نشستن نواب سعادتخان بر مسند وزارت و استعفاء كردن من از نوكرى، سركار موصوف و رفتن باطراف ملك جنوب تا به سوات بندر.

              باب دوازدهم _ در ذكر حالات شهر برهانپور.

              باب سيزدهم _ ذكر رسيدن من در لشكر مهاراجه جسونت.

              باب پانزدهم _ در ذكر اوقات اسيرى افواج نواب امير خان بهادر و سرګذشت ابتداء خان غفرالله و سبب مشتهر شدن به لقب نواب امير الدوله محمد امير خان بهادر دلاور  جنګ.

              باب شانزدهم _ حالات مقابله جنګ فرنګ و هولكر و هزيمت يافتن افواج فرنګ.

              باب هفدهم _ در ذكر سفر كردن بجانب ملك مالوه.

              باب هجدهم _ در ذكر نواب امير خان كه عبور از درياى جمن و ګنګ نموده.

              باب نوزدهم _ در ذكر مصالحت و موافقت فيما بين مهاراجه جسونت سنګ و هولكر بهادر مهاراجه دولت را و سندهـ.

              باب بيستم _ در ذكر نوكرى ملازم بودن براى چند در سركار ميرجعفر.

              باب بيست و يكم _ در ذكر ابناى روزګار  و شكايت مفارقت برادران.

              باب بيست و دوم _ در ذكر معاش و حالات وفات برادر حقيقى و عقايد و ايقان معاد اهل تصوف.

٦٣. محمد امین ګلستانی د (مجمل التواریخ) لیکوال

              ابوالحسن محمد امين د مجمل التواريخ بعد نادريه مؤلف دى د دولسمى سدۍ په منځ كي د پارس اوسیدونكى و، چي د نادر شاه افشار د سلطنت او وروستيو واقعو بيان يی په مجمل كي كښلى او دا كتاب لومړى پلا په ليډن كي په ١٨٩١ م كال چاپ سو، چي په فارسي ژبه و ان سكارمن چاپ كى، او بيا د دغي طبع له رويه په تهران كي په ١٣٢٠ ش د مفيدو تعليقاتو سره چاپ سو. دغه كتاب د هوتكيانو او سدوزو او نادر افشار او زنديه شاهانو پر احوال باندي مفصل معلومات لري، او محمدامين د دی عهد يو مؤرخ ګاڼه سي.

٦٤. د حقیقت بناء و عروج فرقۀ سکهان لیکوال

              د دی كتاب ليكوال نه دى معلوم، خو د تیمورشاه معاصر ښكاري، او د خپل وخت ديرلسمي سدۍ د لومړيو برخو حال يی تر هغه وخته كښلى دى چي تیمورشاه بيرته ملتان ونيو. د دی كتاب يوه انګریزي ترجمه بنرجي په ١٩٤٢ م كال له كلكتی څخه خپره كړه خو د لندن رايل سوسايټى د كتابخانی په فهرست كي د دغه كتاب مؤلف په غلطه تیمورشاه ګڼل سوى دى او خطي نسخی يی ډيري دي. د احمدشاه او تیمورشاه په وختو كي چي څه له سكهانو سره پیښ سوي دي يو معتبر ماخذ يی دغه كتاب دى.

٦٥.  حسین علی د (زیب تاریخها) لیکوال

              دا تاریخ د اتلسمي سدۍ په نيمايي كي ليكل سوى دى، او له ١١٦٠ ق ١٧٤٧ م او د احمدشاه له جلوسه څخه بيا د شاه زمان تر سقوط ١٨٥١ م پوري يی واقعات راوړي دي چي تش يوه خطي نسخه يی اوس د ازبكستان د تاشكند د علومو د اكاډيمى په كتابخانه كي سته (١٦٢٦ نمبر) او داسي ښكاري چي مؤلف به د شهزاده همايون سدوزي له نزدیكانو څخه وي، چي خپل تاريخ يی د ١٢١٨ ق د صفري په مياشت (جون ١٨٠٣ م) كښلى دى، او دا كتاب ځكه چي تاريخ حسين شاهى (نمبر ٦٩) ته ډیر ورته دى نو ښايي چي مؤلف به له دی كتابه اخيستنه كړی وي.

٦٦. محمود حسینی د (تاریخ احمد شاهی) لیکوال

              دغه منشي چي محمود د ابراهيم جامي زوى نوميږي، او د نادر افشار د منشي ميرزا مهدي خان شاګرد و په ١١٦٧ ق كال په مشهد كي د محمد تقي خان شیرازي له خوا د احمدشاه بابا حضور ته معرفي سو، چي د “مجلس نويس” په كار مقرر سي، دى حسينى سيد او د جام له اوسیدونكو څخه و چي د احمدشاه د خپل دربار په منشي ګري او وقايع ليكلو وټاكه، او ده تاريخ احمدشاهي د دی پاچا له جلوسه ١١٦٠ ق بيا تر مرګه ١١٨٦ ق وكيښ چي د هر كال وقايع بیل بیل لري، او يوه خطي خوشخطه نسخه يی اوس د ليننګراد د شرقي څیړنو په مؤسسه كي سته (ډ ٩٣) چي په ١٩٧٤ م كال په دوه ټوكه ١٣٩٥ مخه كي د اتحاد شوروي د علومو اكاډيمى عكسي چاپ كړه.

              دا كتاب غالباً دوه تحريره لري ځكه يوه خطي نسخه يی د تهران د دانشګاه په كتابخانه كي هم سته، چي د دواړو نسخو محتويات لږ سره بیل دي، او داسي ښكاري چي د لينن ګراد نسخه د مؤلف وروستنى مكمل تحرير وي، ځكه چي دغه نسخه په پاى كي د مؤلف د زوى محمداسماعيل يوه مرثيه هم لري چي د احمدشاه بابا پر مرګ يی ويلی ده.

              يوه بله نسخه هم د برتانيا په موزيم كي وه (او _ آر ١٩٦) چي د ١١٧١ ق پر واقعو باندي ختمیده او تر ١٠٢ پاڼي وروسته ناقصه وه. (وګورئ د ريو فهرست ١/ ٢١٣ د لندن چاپ ١٨٧٩ م)

              دا كتاب په فارسي ژبه حسين شیرازي كربلاى د عبدالرحمن له تاريخ احمدشاهي څخه ترجمه كړى دى، چي خطي نسخه يی په برټش موزيم كي سته خو دا نده معلومه چي عبدالرحمن خپل تاريخ احمدشاهي درانى په څه ژبه كښلى دى؟

٦٨. شیخ حسین الله د فتح نامی ناظم

              دغه مثنوي د احمدشاه بابا د لومړي هندي لام پر احوال باندي په اتلسمه سدۍ كي نظم سوى، او احمدشاهي فتح يی ستايلی ده، خطي نسخه يی د پاريس په ملي كتابخانه كي سته.

٦٩. امام الدین حسینی چشتی د (تاریخ حسین شاهی) لیکوال

              دا سړى اصلاً د افغانستان د چست له اوسیدونكو څخه و، چي په هند كي يی ژوند كاوه، او له افغانانو سره محشور و، ده خپل كتاب چي مرقع شاهان درانيه هم بلل سوى دى، په ١٢١٣ ق كال تمام كى، چي له احمدشاهه تر زمانخان پوري د افغانستان احوال ښيي، د شاهانو او د دربار د مشرانو معرفي په ښه ډول كوي، د ډهلي له درباره سره د افغاني دربارونو روابط ښيي، د سفيرانو نومونه او كارونه كاږي، ځيني رسمي درباري خطونه هم كټ مټ ليكي، د مشهورو ځايو او لارو فواصل ښيي او د دی وختو لپاره يو عمده او باوري ماخذ دى.

              يوه خطي نسخه يی د كابل په ملي ارشيف كي او نوري خطي نسخی يی د بانكي پور د خدابخش او د كلكتی د ايشياټك سوسايټي او د برټيش موزيم په كتابخانو كي سته.

٧٠. تاریخ محاربۀ کابل یا ظفر نامۀ اکبری

              دا كتاب ابوالقاسم دهلوي په دري ژبه نظم كړى دى، چي نسخه يی د حيدر اباد دكن په اصفيه كتابخانه كي وه، د دغه كتاب په سريزه كي ابوالقاسم وايي چي زه د سندهـ د انګریزي ريزيډنټ په حكم د بلوڅو د قلات نصير خان  ولد محراب خان ته واستول سوم، چي دى د كابل د پادشاه ورور ته غاړه كښیږدي او شورش بند كى نصير خان خو دا خبره ومنله، مګر د انګریزي حكمران مطلب خو دا و چي نصير خان په يوه چم ځانته راولي او بيا يی نو ونيسي، له دی جهته يی ابوالقاسم وتراټه.

              تر دی وروسته ابوالقاسم له سندهـ بيرته ډهلي ته ځي او دغه خپل كتاب نظم كوي او داسي ښكاري چي د انګریز او افغان په لومړي جنګ كي ده په خپله ټولي واقعی په خپلو سترګو ليدلي وی او ځيني رسمي سندونه يی هم كتلي وو. (د مولوى سيد محمد حسين اغلب موهاني نيرنګ افغان – ٥٤ د لكهنو چاپ -١٩٠٤ م)

              د هندي مؤرخانو په اصطلاح محاربۀ كابل د افغانستان د خلكو او انګریزانو لومړى جنګ دى، چي له ١٨٣٩ تر ١٨٤٢ م پوري د انګریزانو د هندوستان امپراتوري د افغانستان د خلكو پر اوږو راوځپاوه او خپل ټول لښكر او اعتبار يی دلی بايلوول، دا كتاب ظفرنامۀ اكبري ځكه بلل سوى دى چي په لومړي جنګ كي وزير اكبرخان د امير دوست محمد خان زوى هم د خلكو ملګرى و، ظفرنامه په اردو ژبه هم شیخ ذوالفقار سجونپوري ترجمه كړی وه. (وګورئ: نمبر ١٢٣)

٧١. فدا حسین د تاریخ افغانستان لیکوال

              د دی كتاب ليكوال سيد فدا حسين تركسواز بخاري نوميږي چي د افغانستان په لومړي جنګ كي شامل و، او د خپلو سترګو ليدلى حال يی وكيښ، وروسته دى د امير دوست محمد خان سره لودهيانی ته ولاړ او تر تقاعد وروسته په ډهلي كي اوسیدى، او خپل كتاب يی په ډهلي كي چاپ كى.دغه كتاب د پيسه اخبار د خپروونكي محبوب عالم په لاس كي و او د تذكرۀ اصول امير دوست محمد خان په ليكلو كي يی ډيري خبري ځني را اخيستي دي. (د نيرنګ افغان ٦٤ مخ)

٧٢. کاشی راج پنډت د (احوال جنگ بهاو و احمد شاه درانی) لیکوال

              دا سړى د جنوبي هند ؤ چي د نواب صفدر جنګ او د ده د زوى نواب شجاع الدوله نوكر ؤ، چي دغه شجاع الدوله د پاني پټ په جنګ كي د احمدشاه ملګرى و، ځكه چي كاشي راج د اودهـ په دربار كي څلویښت كاله منشي و، او رسمي سندونه يی هم كتلاى سواى، نو د ده (بهاونامه) ثقه تاريخ كتاب ګاڼه سي. او خطي نسخی يی د هند په كتابخانه كي سته، چي جيس براون په ١٧٩١ په كلكته كي په انګریزي ترجمه او چاپ كى، او بيا په اكسفورد كي په ١٩١٦ م كال هم چاپ سو، او دوهمه ترجمه يی سرجادونا ته سركار په ١٩٣٤ م خپره كړه.

٧٣. غلام حسین ثمین د (حالات آمدن احمد شاه درانی در هندوستان در سنه ١١٦٩ﮬ) لیکوال

              د دی كتاب فارسي خطي نسخه د هند د رامپور په كتابخانه او د لندن په شاهي سوسايټي كي سته.

              كله چي احمدشاه په خپل څلورم لام كي د اګری او متهوري پر ډګر جنګ كاوه ثمين هلته حاضر و، او خپل ليدلى حال يی وكيښ. دى د فرح آباد نواب عماد الملك (١٧٥٦ _ ١٧٥٧ م) ته نژدی سړى و چي كتاب يی وليم ايروين هندي لرغون څیړونكي په ١٩٠٧ په انګریزي نشر كى.

٧٤. عبدالکریم کشمیری د (باین واقع) مؤلف

              دا مؤرخ چي په ١١٦٦ ق يی خپل كتاب كښلى دى، د احمدشاه بابا لومړى عسكري سفر هند ته بيانوي، چي خطي نسخه يی هم په دغه كال كښلی سوی ده او څو نوري نسخی يی هم ميندلي كيږي. په خپل موضع كي مفيد كتاب دى. (احمدشاه درانى ٤٢٦)

              يادونه : دغه كشميرى عبدالكريم له علوي او بخاري عبدالكريم سره مه ګډوئ. كله چي نادر افشار له هندوستانه بيرته تى، كشميرى ورسره ملګرى و. او دغه احوال يی د هندوستان له تاريخه سره (له ١٧٣٩ م څخه تر ١٧٨٨ م پوري) وكیښ چي انګریزي ترجمی يی په ١٧٨٨ م په كلكته كي خپری سوي دي. (وګورئ عبدالكريم ٩٥ عبدالكريم علوي ٣٤)

٧٥. محمود الموسوی د (کتاب اقوام و فرقه های افغان) لیکوال

              دا كتاب (احوال اقوام  چهارګانۀ افغان) هم بلل سوى دى، چي د پښتنو د څلورو قبيلو ابدالي يا دراني، غلجي، بردراني يا روهيلي او سور او يوسفزو بيان دى، او د هري قبيلی څانګي او مشهور خلك هم د درانو له عروجه د شاه شجاع تر مرګه ښيي. دغه مؤلف ظاهراً د سدوزو د دربار د منشيانو له مشهوري موسوي كورنۍ څخه ښكاري. ځكه چي دغه كورنۍ خو د ميرزا هادي عشرت د احمدشاه منشي له وخته په دربار كي وه، دغه كتاب په ١٢٢٣ ق تاليف سوى او يوه نسخه يی په ١٨٥٠ م كښلی سوی ده چي په برټش موزيم كي سته.

٧٦. محمد علی انصاری د (تاریخ مظفری) لیکوال

              د ١٨١٢ م ليكلی خطي نسخه يی د پاريس په ملي كتابخانه او د حيدرآباد په آصفيه لايبريري كي سته. د هندوستان عمومي تاريخ دى چي د احمدشاه لامونه پر هندوستان بيانوي او خورا ګټه ور معلومات لري او پر دغه موضوع  يی بل كتاب بحر المواج هم كښلى دى چي نسخی يی په برټش موزيم او د پاريس په ملي كتابخانه كي سته. په دی كتاب كي تر ١٢١١ ق پوري وقايع ليكل سوي دي. دغه انصاري ته يو بل كتاب هم د تاريخ احمدشاهي په نامه منسوب دى چي په ١١٩٦ ق يی كښلى و او خطي نسخی يی په برټش موزيم او انډيا آفس كي سته.

٧٧. محمد اسلم د (فرحت الناظرین) لیکونکی

              دغه كتاب په ١١٨٤ ق د هند پر عمومي تاريخ باندي كښل سوى او د احمدشاه پر هندي لامونو باندي خورا مفيد مواد لري، خطي نسخه يی د هند د كپور تلي په حكومتي كتابخانه كي سته.

٧٨. محمد یوسف سدوزی د (کلیات ریاض) لیکوال

              محمد يوسف د محمدحسن خان سدوزي زوى متخلص په رياض د هرات د حكمرانو سدوزو له كورنۍ څخه دى كليات يی بحرالفوايد هم نوميږي، په ٥٧٢ مخو كي په ١٣٢٤ ق په مشهد كي چاپ سو او دوولس برخي دى :

١. بيان الواقعه  ٢. ضياء المعرفه  ٣. عين الوقايع. ٤. دفتر دانش. ٥. پاسخ و پرسش. ٦. فيض روحانى. ٧. منبع البكاء. ٨. تخميسات. ٩. رباعيات. ١٠. پريشان. ١١. اوضاع البلاد. ١٢. خاتمه

        په دی كتاب كي تاريخي وقايع او په هرات كي د سدوزو سوابق او اوضاع او د درانو د وختو ډيري واقعی ضبط سوي او مؤلف يی په تاريخ خبر دى د خپل عصر يو فعال او په اوسنۍ دنيا مطلع سړى و، چي د نونسمي سدۍ په پاى كي يی په خراسان كي ډیر شهرت موندلى و، او كله چي په لومړي جنګ كي تزاري لښكر مشهد ته راغله دى په جنګ كي ووژل سو، كتاب يی د ادبياتو او واقعه نويسۍ او تاريخ ليكلو يوه ګډه وډه نمونه ده او ډیر اطلاعات يی سره راټول كړي او په عين الوقايع كي يی د افغانتسان د ١٢ جنګو بيان كښلى دى.

٧٩. د اکماس کردی جنگ نامه

              دا كتاب په كردي ژبه په ١١٧٤ ق كال اكماس كرد په ایران كي كښلى او د سلطان حسين صفوي او محمود او اشرف افغان او نادر افشار حال يی بيان كړى دى. د دی كتاب يوه خطي نسخه د ایران د سنا په كتابخانه كي ١٧٩ مخه نمبر ١٣٦ سته چي په ١٨ صفر ١٢٧٧ ق ملا فرح الله بن عزيز الله كښلى دى. “وګورئ نسخه هاى خطى، كتابخانه مجلس سنا ٤٥٠ دفتر ٦ تهران چاپ ١٣٤٨ ش.

٨٠. محمد جعفر شاملو د (منازل الفتوح) لیکوال

دا سړى اصلاً د صفويانو نوكر و، چي د احمدشاه  سره په  هندي لامونو كي ملګرى و، ده له كندهاره د غزني او كابل او پیښور له لاري تر ډهلي پوري د ټولو پړاوونو او د پاني پت د جنګ احوال په منازل الفتوح كي كښلى دى، چي دى په دغه جنګنامه كي په خپله حاضر و، د دغه كتاب خطي نسخی په برټش موزيم او د امرتسر په خالصه كالج كي سته.

٨١. شیوپر شاد د (تاریخ فیض بخش) لیکوال

              د هندوستان په كاتهر كي چي كوم روهيله افغانان اوسي دا د دوى تاريخ دى، چي خطي نسخه يی په ١٧٧٦ م كښلى سوی ده او په برټش موزيم او اشياټك سوسايټى، لندن او د كلكتی په قومي كتابخانه كي سته.

٨٢. عروج و خروج احمد شاه درانی

              دا كتاب د ١٧٨٠ م په شاوخوا كي يوه نامعلوم مولف كښلى دى چي يوه نسخه يی د جان ريلنډ په كتابخانه مانچسټر كي وه، او د احمدشاه لامونه پر هندوستان بيانوي.

٨٣. سوهن لال سوری د (عمدة التواریخ) لیکوال

              سوهن لال پلار منشي كنپت راى او نيكه يی لاله حكومت راى سوري د احمدشاه درانى او د مهاراجه رنجيت سنګ د اسلافو معاصرين وو، چي دوى د خپل عصر معلومات سره راټول كړي او سوهن لال ته يی پریښى وو، دغه ليكوال هغه ډول ياد داشتونه په پنځه ټوكه كي سره راغونډ كړل، چي كتاب يی ډیر تاريخي ارزښت لري او په لومړي دوو ټوكو كي د احمدشاه لامونه پر پنجاب باندي بيانوي، چي په لاهور كي په ١٨٨٥ م كال چاپ سوي دي.

٨٤. تماس نامه د تهماس خان لیکنه

              دا سړى د احمدشاه بابا په وختو كي د معين الملك او د ده د ماينی مغلائى بیګم او ضابطه خان روهيله خدمتګار ؤ او خپل حال يی په خپله كښلى دى چي په هغه كي يی د پاني پت جنګ او د احمدشاه د هندوستان د لامونو په سترګو ليدلي حالات بيان كړي دي، ١١٩٣ ق. د امرتسر د خالصه كالج په كتابخانه كي چي يی خطي نسخه سته هغه په ١٤٢٨ كښلی سوی ده، په برټش موزيم كي يی هم نسخه سته.

٨٥. تاریخ احمد شاهی

              د دی كتاب د ليكوال نوم نه دى معلوم خو په ١١٦٧ ق يی د احمدشاه رنګيلا احوال كښلى او د احمدشاه دراني د هند د جنګي سفرونو مفيد معلومات يی سره راغونډ كړي دي. خطي نسخی يی په برټش موزيم او د امرتسر په خالصه كالج كي سته، يو لنډون يی سرجادونات سركار په انګریزي هم چاپ كړى دى.

٨٦. مراسلات احمد شاه

              دا يوه مجموعه فرامين او خطونه دي چي احمدشاه د ډهلي د پادشاه دوهم عالمګير او نورو روهيلي افغاني مشرانو په نامه كښلى دى، د راجپوتو خانانو په نامه هم خطونه سته چي له ١١٧٣ ق څخه تر ١١٧٦ ق پوري په واقعاتو اړه لري او خطي نسخه يی د امرتسر د خالصه كالج په كتابخانه كي وه.

٨٧. شاهنامۀ احمدیه د نطام الدین عشرت مثنوی

              دا شاعر د احمدشاه معاصر و، چي شاهنامه يی د احمدشاه په نامه نظم كړه او د پاني پت لام يی پكښي بيان كى. دا مثنوي چي عشرت سيالكوټي نظم كړى دى تقريباً ٥٠٠ بيته لري چي ١١٧٤ ق ويلي سوي دي لومړى عنوان يی پسله حمد و نعمته له بدقولي وزير هند و آرايش لشكر څخه شرو كيږي. څو احمدشاه په پیښور كي د ميا عمر څمكني څخه د غزا اجازت اخلي او بيا په سرهند كي د شیخ احمد سرهندي زيارت كوي ډهلي نيسي او شاهزاده والا ګهر پر تخت كښینوي، د دی كتاب يوه نسخه ما د پیښور د بالاماڼۍ په كتابخانه كي ليدلی وه په برټش موزيم او د حيدر آباد په آصفيه كتابخانه كي هم سته.

٨٨. د قدرت الله صدیق جام جهان نما

              د مغولو د پاچهۍ تاريخ دى، چي د ١١٩١ ق تر ١١٩٩ ق پوري وقايع ليكي، په دی كتاب كي يی د روهيلو او نورو افغانانو احوال په تفصيل كښلي دي، چي خطي نسخی يی د لندن د ايشياټك سوسايټي په كتابخانه او د هند د پتيالی په آرشيف كي وي.

٨٩. د شیر محمد خان زبدة التواریخ

              دا كتاب وقايع ملتان هم نوميږي چي د ملتان پر تاريخ يی كښلى او مخصوصاً يی د دغه ولايت پر افغانانو حكمرانانو باندي ښه معلومات سره راټول كړي دي، خطي نسخی يی د لندن د شاهي ټولني په كتابخانه او د امرتسر په خالصه كالج كي وي.

٩٠. تاریخ بلوچستان

              دا د اخوند ملا محمدصديق تاليف دى، چي د ملا فتح محمد زوى او د فتح محمد پلار ملا حيات د ملا شهداد زوى و، چي دغه ملا شهداد له خپل ورور سره د اتلسم قرن په اولو وختو كي د بلوڅو قلات ته راغى او په مهري كي اوسیدى.

              ځكه چي دغه دواړه وروڼه د فضيلت خاوندان وو، نو يی د قلات د خانانو دربار ته لار وموندله او د خان قلات مير احمدخان تر وفات وروسته له دغي كورنۍ څخه صالح محمد وزير ؤ، بيا نو د مير نصير خان په وختو كي ملا حيات د ملا شهداد زوى او بيا فتح محمد وزيران وو، د دوهم مير نصير خان تر وختو او ١٨٤٥ م پوري وزيران له دغي كورنۍ څخه وو.

              اخوند محمدصديق په مستونګ كي زوكړى او خپل تاريخ يی په ١١ رمضان ١٢٧٦ ق ختم كړ، چي سل مخه لري او يوه خطي نسخه يی د كوټي د سيد عبدالمجيد شاه سره او بله نسخه يی د بلوڅو د كلات په كتابخانه كي ده.

              هيتورام په خپل كتاب تاريخ بلوچستان كي له دغه كتابه نقل كوي چي د بلوڅو د قبيلو خپل داخلي جنګونه بيانوي او بيا د هوتك شاه حسين حملی پر شال او مستونګ او قلات باندي ښيي، او د مير محبت خان او نصير خان احوال تر مير محراب خان او ١٨٤٥ م كاله په دري ژبه ليكي.

٩١. د میرزا احمد علی کتابچه

              دا هم يو خطي كتابګوټى دى چي يوه نسخه يی د قلات په كتابخانه كي وه مؤلف يی احمدعلي د خداداد خان د وختو د شاغاسي ولي محمد د مخ سړى دى. (١٨٥٧ _ ١٨٩٣م) دغه كتابچه له ١٨١٧ تر ١٨٩٣ پوري د كلات د خانانو محراب خان او دوهم مير نصير خان او خداداد خان احوال لري، مؤلف يی په سندهـ كي ملازم و، په فارسي يی شعر هم وايه خطي دیوان لري. دا كتاب د قلات د بلوڅو خانانو روابط له افغانستانه سره هم نيسي.

٩٢. انند رام د (بدایع وقایع) لیکوال

              دا سړى چي مخلص يی شعري تخلص دى، د احمدشاه په وختو كي د هند د لاهور اوسیدونكى و، او د بدايع وقايع په نامه يی د خپل عصر واقعات په فارسي وكښل. چي په هغو كي اكثر د احمدشاه بابا د هند د جنګي سفرونو بيان راغلى دى، او يوه برخه يی په ١٩٥٠ م د لاهور په اورينټل كالج ميګزين كي چاپ سوی ده.

              مخلص د ډهلي او لاهور په دربارو كي محشور سړى و. وقايع يی تر ١٧٤٨ م پوري كښلي دي او په ١٧٥١ م په ډهلي كي مړ دى. د ده كتاب د احمدشاه پر لومړي هندي لام باندي مفيد ماخذ دى.

٩٣. هانوی جونسن د (انقلاب پارس) لیکوال

              هانوي جونس يو انګریز سياح دى. چي د اتلسم قرن په نيمايي كي هغه وخت په ایران كي و چي اصفهان د پښتنو هوتكو شاهانو په لاس كي و.

              ده په انقلاب ایران كي چي څلور ټوكه دى د افغانانو د حملو او جنګو حال په تفصيل په ١٧٥٣ كال كښلى دى او بيا يی خپله دوه ټوكه د ایران سياحت نامه په ١٧٥٤ وليكله، چي دغه دواړه د افغانستان د تاريخ ښه منابع دي.

                                           (وګورئ: ببلوګرافي پرشيا ص ٩١ د لندن چاپ)

٩٤. د محمد حسن مستوفی زبدة التواریخ

              دا كتاب يی په ١١٥٤ ق كښلى دى چي خطي نسخه يی د برتانيا په موزيم كي په نمبر ٣٤٩٨ (او _ آر) سته له ١٩٦ پاڼي څخه يی د ميرويس او شاه محمود حال شروع كړى دى.

                                           (وګورئ : د ريو تكمله ٢٤ لوړ نمبر)

٩٥. میر عبدالکریم ندیم د (افغان او بخارا) مؤرخ

              دا ليكوال د ديرلسم هجري قرن له مؤرخانو څخه دى، چي د اسماعيل افغان زوى او اصلاً د كابل د شاه محمود سدوزي د دربار سړى و په خپله وايي (از بلاد كابلم در خدمت محمود شاه).

              دى په ١٢١٩ ق كال د بخارا په دربار كي و او د بخارا د سفير امير علاء الدين سره يو ځاى روس ته وليږل سو، نه مياشتي په پترسبورګ او مسكو كي او بيا اته مياشتي په استرخان كي و.

              كله چي شاه محمود سدوزي لومړۍ پلار له كابله بخارا ته وتښتیدى نو دى له شاه محمود سره يو ځاى و او د بخارا په دربار كي يی د قراول بيګۍ منصب هم درلود.

              په ١٢١٢ ق ١٨٠٧ م عبدالكريم د بخارا د يوه بل سفيره سره د روس له لاري استانبول ته ولاړ او هلته يی يوه تركه ماينه وكړه، تر ١٢٣٣ ق ١٨١٨ پوري هلته د بخارا د سفارت منشي و او د ګانكوفسكي په قول په ١٨٣٠ م كال په استانبول كي مړ سو (د درانو امپراتوري ١٣ مقدمه د كابل چاپ ١٣٥٧ ش)

              د عبدالكريم له خپلو ليكنو څخه ښكاري چي دى ١٨ كلن كشمير ته تللى او دوهـمه پلا يی بيا كشمير ليدلى و په فارسي يی شعر هم وايه.

              د نديم مهم كتاب په اوزبكي ژبه (افغان و كابل د بخارا و خيوق و خوقند خانګرينګ احوال و حكايات) دى چي له ١١٥٣ ق څخه بيا تر ١٢٢٣ ق پوري چي د كتاب د تكميل كال دى، د دغو هيوادو تاريخي واقعی او ګټه ور اطلاعات پكښي ليكل سوي دي چي يوه د ١٢٦٤ ق كال مخطوطه يی د استانبول د عارف باى په كتابخانه كي وه او اوزبكي متن يی په ١٢٤٢ ق په استانبول كي چاپ سوى و. داسي ښكاري چي د دغه كتاب فارسي متن هم په خپله مؤلف كښلى و چي لومړى ټوك يی د مصر په بولاق كي په ١٨٧٣ م كال چاپ سو، بيا يی فرانسوي ترجمه د تعليقاتو سره چارلس شيفر په پاريس كي په ١٨٧٦ كال نشر كړه (ګنډاسنګ ، احمدشاه درانى ٤٢٦).

              يادونه : دغه بخاري عبدالكريم (نديم يا نادم) له علوي عبدالكريم (نمبر ٣٤) او كشميري عبدالكريم (نمبر ٧٤) سره مگه ګډوئ

٩٦. محمد رحیم بخش د (دولت درانیه) لیکوال

              دا كتاب په اردو ژبه ١٤٤ مخه د ډهلي په قومي پريس كي په ١٣٢١ ق چاپ سو، چي مؤلف يی مولوي محمدرحيم بخش و. او د احمدشاه دراني احوال يی تر شاه زمانه (١١٦٠ _ ١٢١٣ ق) پوري كښلي دي. دغه وقايع دمخه لا د ډهلي په قومي اخبار رفيق كي له ٢٥ اكتوبر څخه تر ٢٥ نومبر  ١٩٠٣ م نشر سوي وو، چي د رفيق اخبار د سيد ظهور الحسن په مديريت خپریدى.

٩٧. د میر محمد باقر یاداښتونه

              دا مؤلف هغه وخت په اصفهان كي و چي په ١١٣٥ ق هوتكو پښتنو پر دی ښار حمله وكړه د صفويانو د سقوط حال يی په سترګو وليد او هغه يی په خپلو ياد داښتونو كي بيان كى، چي د افغانستان د هوتكو د دوری يو ښه منبع ګڼل كيږي. (يغما شماره ٣ كال ٧)

٩٨. محمد طاهر وحید قزوینی د (عباس نامی) مؤلف

              ده خپل كتاب د دوهم شاه عباس صفوي په نامه كښلى دى او د صفويانو په وروستيو كي د هرات او كندهار ځيني تاريخي واقعی ښيي. د ایران په اراك كي په ١٣٢٩ ق يی نسخه كښل سوی ده.

٩٩. د محمد علی حزین تذکره

              دا سړى د شاه محمود هوتك د حملی پر وخت ١١٣٥ ق په اصفهان كي و او له دغه ځايه هند ته وتښتیدى او د سترګو ليدلي واقعی يی په خپله تذكره كي وكښلی. چي د هوتكي دوری لپاره يو ماخذ ګاڼه سي. دا كتاب څو واره چاپ سوى دى آخرنۍ طبع يی د تهران ده، په ١٣٣٤ شمسي كال.

١٠٠. د بصیرت نامی لیکوال

              دا كتاب عبرتنامه هم بللى سي. يوه اروپايي ګرزندوى د هوتكو د فتح په كال په اصفهان كي وكښلى او خپل د سترګو ليدلي احوال يی پكښي تصوير كړي دي.

              دا كتاب ابراهيم په تركي او عبدالرزاق په فارسي ترجمه كړى دى. چي خطي نسخی يی په ایران كي سته او د يغما مجلی د ٧ كال په ٤ مه شماره كي له دی كتابه احوال افغان رانقل سوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply