د افغانستان او پښتنو د تاريخ نوم وركي مورخين – پنځمه برخه

پوهاند عبدالحى حبيبی

0 1,232

د افغانستان او پښتنو د تاريخ نوم وركي مورخين

پنځمه برخه او وروستۍ برخه

١٠١. عبدالنبی بهبهانی د (بدایع الاخبار) لیکوال

              دا كتاب په دوولسم قرن كي په فارسي تاليف سوى او موضوع يی د افغانانو حمله پر ایران ده چي د هوتكو پښتنو په دوره اړه لري. خطي نسخه يی په برټش موزيم كي سته.

١٠٢. تاریخ خاندان سدو میر افغان

              دا كتاب په فارسي ژبه د سدوزو د كورنۍ پر تاريخ باندي كښل سوى او مؤلف يی معلوم نه دى. خطي نسخه يی د لندن په انډيا آفس كي سته.

١٠٣. عبدالله د (تاریخ داودی) لیکوال

              دا سړى د ١٠١٠ ق په شاوخوا كي د جانګير په وختو كي ژوندى و او دغه كتاب يی د لوديانو او سوريانو پر تاريخ باندي د سلطان بهلول لودي څخه تر (٩٨٣ ق) پوري كښلى دى، چي په كلكته كي د بنګال ايشياټك سوسايټي چاپ كى، خطي نسخی يی په برټش موزيم او بانكي پور كي سته.

١٠٤. ملا اختر د تاریخ لیکوال

              دا سړى له كومه بله ځايه هيڅ ما نه دى پیژندلى خو بيليو انګریزي طبيب چي په ١٨٥٧ م كال د سياسي فد سره كندهار ته راغلى و داسي ليكي : چي ماته د كندهار حكمران سردار غلام حيدر خان د امير دوست محمد زوى اوه ټوكه تاريخي كتابونه راكړل او په هغو كي يو د ملا اختر تاريخ و چي په ١١٦٣ ق ١٧٤١ م كال تاليف سوى دى، او په دی كتاب كي داسي كښلي دي چي تر قيس دمخه دری وروڼه وه: بلو (د بلوڅو پلار) ازبك او افغنه.

              بيليو خو د پښتنو پر نژاد او قبيله شناسي باندي ډیر مطالب لري خو د نورو هغو كتابو نومونه يی نه دي كښلي، كوم چي سردار غلام حيدر ده ته بخښلي وو. (وګورئ د ١٨٥٧ م د سياسي وفد رويداد په افغانستان كي د لندن چاپ ١٨٦٢ م)

١٠٥. محمد کاظم مروی د (نامۀ عالم آرا) لیکوال

              دا سړى اصلاً د مرو وزير و، او نامۀ عالم آرا نادري يی د نادر افشار لپاره وكښله چي په هغه كي يی د هوتكانو د پاچهۍ احوال د ميرويس خان له غورځنګه بيا د شاه محمود او شاه اشرف احوال د نادر افشار تر جلوسه كښلي دي. لومړى ټوك يی په عكسي ډول په ١٩٦٠ م كال له مسكوه څخه طبع او خپور سو.

١٠٦. احمد علی خان وزیری د (تاریخ کرمان) لیکوال

              دا سړى د قاجاري دوری د ١٣٠٠ ق كال د كرمان اوسیدونكى و چي د كرمان تاريخ يی كښلى او په ١٣٤٠ ش په تهران كي چاپ سوى دى.

              په دی كتاب كي د افغانانو د جنګو او د دوى د كورنيو احوال د شاه محمود هوتك له وخته تر ١١٣٥ ق څخه بيا د قاجاري دوری تر آخرو وختو پوري راغلي دي او د افغانانو داسي كورنۍ او اشخاص يی هم ذكر كړي دي، چي تر هوتكيانو وروسته يی د زنديانو او قاجاريانو په وختو كي د كرمان او پارس پر سيمو سرداري كوله.

١٠٧. د ایران او اروپا روابط د صفویانو په وختو کی

              دا كتاب له اروپايي ژبي څخه د (تاريخ ايران و اروپا در عهد صفويه) په نامه عباس پرويز ترجمه كړى او په ١٣١٧ ش كال يی په تهران كي چاپ كړى دى، چي په ایران كي د هوتكيانو د وختو ډیر سياسي واقعات بيانوي.

١٠٨. ظفر نامۀ خسروی

              په دی نامه يوه خطي نسخه د تاجكستان د ختيځ پوهني په څانګه كي سته، چي مؤلف يی معلوم نه دى خو ښايي چي د بخارا امير نصرالله خان د دربار يو منشي وي، چي د (١٨٢٦ تر ١٨٦٠ م) كاله يی وقايع كښلي او د دغه امير دربار يی په مفصله توګه ښوولى دى، دا كار د بل چا له لاسه نه و پوره، مګر د داسي چا چي په دربار كي به محشور و، په دی كتاب كي د بخارا او افغانستان سياسي روابط او د شمالي افغانستان ځيني اوضاع ښوول سوي دي.

                        (د نظراوف د بخارا او افغانستان روابط د تاجكستان چاپ)

١٠٩. خانیکوف د بخارا د خانۍ او علمی تحقیقاتو لیکوال

              ن . و خانيكوف د روس د تزاري دوری يو مشهور عالم او سياح دى چي په ١٨٤١ م كال د بوتينيف له سفارتي ډلي سره بخارا ته راغى او د بخارا د خانۍ هيواد پراحوال يی خپل مشهور كتاب وكيښ.بيا په ١٨٥٧ م كال دى د افغانستان پر خوا د يوی علمي ډلي مشر و، چي امير دوست محمد خان دوى كابل او كندهار ته نه پریښوول او دی ډلي خپل علمي سفر په هرات كي ختم كى.د دی سفر مشاهدات هم ګرده په علمي ډول ترتيب سوي او په هغو وختو كي په روسي ژبه خپاره سوي دي، او د افغانستان د هغه وخت ځني اوضاع ښه راښيي.

١١٠. نور محمد د (تاریخ سلیمانی) لیکوال

مولف يی د پنجاب د ميانوالى له پښتنو څخه حاجي نورمحمد سلیماني دي چي د تولد تاريخ يی ٢٦ رمضان ١٢٥٠ ق و، دى ځيني نور تاليفونه هم لري. ارشاد نوري يی د تصوف او طريقت بيان كوي او زاده الاعوان يی تاريخ دى.

              دى په تاريخ سلیماني كي د افغان اولياوو احوال ليكي، چي له هغو څخه د خواجه سلیمان او مكي خان او ابراهيم او موسى او ملا يوسف احوال شهاب الدين خان په خپل تاريخ كي راوړي دي.

                                                                                  (تاريخ افاغنه ٢ _ ٩٠)

              داسي ښكاري چي تاريخ سلیمان د پښتنو د تاريخ يو كتاب و، ځكه چي اكثر عرب او عجم پښتانه سلیماني بولي.

١١١. شاه محمد د (تاریخ خاندان سدوزائی) لیکوال

              دا كتابګوټى شاهزاده شاه محمد سدوزايي د سندهـ په ټهلى كي په دري ژبه تاليف كړى او په ٣٠ نومبر ١٩١٣ م غره محرم ١٣٣٣ ق يی پاى ته رسولى دى. په خپله دغه مولف ولد جان محمد بن خدادا بن تاج محمد بن پيرمحمد بن ايوب شاه بن تیمور شاه بن احمدشاه و. چي په لومړي فصل كي د ايوب شاه په دوهم فصل كي د ايوب شاه زامن په دریيم فصل كي د شهزاده پيرمحمد سفر شكارپور ته په څلورم فصل كي د دغه شهزاده مرګ په ١٨٨٤ م كي ښيي. په پنځم فصل كي د پيرمحمد زامنو او شپږم فصل د شهزاده شاه محمد د ميری بيان او اووم فصل د شاه محمد تكاليف اتم فصل د نورجهان او نهم فصل د شاهزاده دين محمد يادوني دي.

              د دغه كتاب خطي نسخه ما د شكارپور ګړي ياسين د دراني بدر عالم په كتابخانه كي ليدلی وه، او د سدوزو د كورنۍ د ايوب شاه د ټبر شجرۀ نسب په دی دوو سوو كلو كي ځني معلوميږي.

١١٢. محمد حسن خان مراغی د (مطلع الشمس) لیکوال

              دا سړى د ایران د قاجاري دربار يو مهم ركن و، چي د صنيع الدوله او اعتماد السلطنه لقب يی درلود (متوفي ١٣١٣ ق) او خپل كتاب يی د مطلع الشمس يعني خراسان په نامه دری ټوكه كښلى دى. چي دوهم ټوك يی د دی سيمي تاريخ له ١٠٣٦ څخه تر ١٨٨٥ م پوري بيانوي او ځيني واقعات يی په سترګو هم ليدلي دي.

              دا كتاب د افغانستان د درانو شاهانو روابط د خراسان له يوی قديمي برخي طوس او نشاپور سره بيانوي او د احمدشاه فوجي لامونه پر دی سيمه په تفصيلي ډول ليكي. (د تهران چاپ ١٣٠١ ق)

              د ده بل تاريخي كتاب منتظم تاريخ ناصري دوه ټوكه په تهران كي چاپ سوى و، چي په دی كتاب كي هم د درانو شاهانو د وختو واقعات په هرات او غربي افغانستان كي بيان سوي او په دوهم ټوك كي د صفويانو د سقوط احوال او پر اصفهان د افغانانو قبضه بيانوي، چي د هوتكو د وختو لپاره ښه منبع كیداى سي، كله كله ځيني رسمي اسناد او فرامين هم رانقل كوي.

١١٣. فریه فرانسوی گرزندوی د افغانانو د تاریخ لیکوال

              دا سړى يو فرانسوى سياح او پلټونكى ليكوال دى، چي د نونسمي پیړۍ په لومړۍ برخه كي په افغانستان كي ګرزیدلى، او مخصوصاً يی هرات او د افغانستان غربي سيمي ليدلي دي. د ده (تاريخ افغانان) له لندنه په ١٨٥٨ م كي خپور سو، چي هم تاريخي مواد هم د عمومي بشر پیژندني او جغرافيا او جامعه شناسۍ ښه ذخيره لري.

١١٤. فارسی اخبارات او مراسلات

              د شرقي هند كمپنۍ چي د اتلسمي سدۍ څخه بيا تر نونسمي سدۍ پوري د خپلو استعماري غرضو لپاره په افغانستان كي كوم جاسوسان يا خبريالان مقرر كړي وو او هغو به د دی ځاى د رسمي او اقتصادي او اجتماعي احوالو رپورټونه خپلو مركزونو ته وركول داسي مواد خورا ډیر دي چي د دی سيمي د تاريخي واقعو هنداري دي.

              د ډهلي په ملي ارشيف كي چي څه مواد سته له هغو څخه ٢٣١ هغه خطونه دي چي له ١٧٧٦ څخه تر ١٨٠٣ م پوري د كمپنۍ او د هندوستان او افغانستان په روابطو پوري اړه لري. او دغه مجموعه ډاكتر پرماتماشرن په ١٩٦٦ م كال له ډهلي يونيورسټي څخه خپره كړه چي فارسي متن يی ٥٢٢ مخه او مقدمه او فهرستونه يی ١٠٤ مخه دى، نقشی او تصاوير هم لري.

              په دغو سندنو كي د افغانستان د تیمورشاه او شاه زمان د وختو ډیر پاخه اطلاعات سته چي زموږ تاريخ ښه را روښانه كوي او د دی عصر پر سياسي اوضاعو باندي كافي رڼا اچوي.

١١٥. د فارسی ژبی د اطلاعاتو کالنۍ

              دا هم يوه د خطونو او مراسلاتو مجموعه ده چي د كمپنۍ د مامورانو او هندوستانيو حكمرانانو او نوابانو تر منځ مخابره سوي دي، او د درانو د سلطنت واقعات ښه روښانه كوي. د دغسي خطونو يوه مجموعه په نه ټوكه كي له ١٩١١ څخه تر ١٩١٣ م پوري له كلكتی او ډهلي څخه نشر سوی ده.

١١٦. بګدان اسلانوف د (افغانی راپور) لیکوال

              دا سړى په ١٧٦٤ م كال عسكري كپتان و، او د روسي حكومت له خوا افغانستان ته راواستول سو چي د احمدشاه بابا د سلطنت روابط د روس د پترسبورګ له سلطنته سره ونښلوي، دا وغواړي چي د كندهار دربار دي خپل يو سفير پترسبورګ ته واستوي. خو په دغه وخت كي چي اسلانوف راځي احمدشاه په هندوستان كي و، او ده نه وكړاى سواى چي له احمدشاه سره وګوري.

              بګدان اسلانوف د دی سفر راپور خپل حكومت ته وړاندي كړى دى. چي اوس د روسيی د خارجي سياست په آرشيف كي (اوغاني كارونه ١٧٦٣ _ ١٧٦٦م) خوندي دي.

              دى د احمدشاهي دولت د خراساني توابعو او ځينو نورو سياسي اوضاعو ښه معلومات وركوي، چي ځيني ګزارشات يی ګانكوفسكي د شوروي د ختيځ پوهني په مجله ٨٢ ګڼه ١٩٥٨ م كي نشر كړي دي.

١١٧. د یفریموف یاداشتونه په روسی ژبه

              ف . س . يفريموف يو روسي درباري مشاور د خپل سفر ياد داشتونه په ١٧٨٤ _ ١٧٩٦ _ ١٨١١ م كلو كي خپاره كړل دی درباري مشاور د بخارا او خيوا له لاري فارس او هند ته سفرونه وكړه چي له دی ځايه بيا انګلستان او خپل وطن ته ولاړ. د ف . يفريموف نه كلن سفر په نامه يو كتاب چي دغه سيمه د احمدشاهي امپراتورۍ يوه وړوكی برخه وه نو د يفريموف معلومات د دغي دوری د سياسي او اقتصادي اوضاعو د روښانولو لپاره ګټه ور دي.

١١٨. د جان فاسټر د سفیر یاداښتونه

              دا سړى د شرقي هند د كمپنۍ يو منصبدار و، چي د معلوماتو لپاره په ١٧٨٣ م د درانو پاچهانو په وختو كي د ګرجي سوداګرانو په لباس له كلكتی څخه د كشمير پر لار پیښور، كابل، كندهار او هرات ته راغى او دلته يی پر سياسي واقعاتو او د ښارونو پر حال او تجارت او كسبونو او مالياتو او ګمركي محصولاتو او د ولايتونو پر حاكمانو او مركزي حكومت او د تیمورشاه پر عسكري قواوو باندي مفصل معلومات ټول كړل او په دوه ټوكه كي يی په لندن كي په ١٧٩٨ كال چاپ كړل. چي الماني ترجمه يی په ١٧٩٩ م او فرانسوي په ١٨٠٨ م له پاريسه خپره سوه.

١١٩. راورتی د پښتو او افغان پیژندنی ستر لیکوال

              دا سپاهي او افغان پیژندونكى انګریز مؤلف په ١٨٢٥ م د انګلستان د پالموت د پيټر راورټي په كور كي وزیږیدى او تر زده كړو وروسته په عسكري ضابطاتو كي هند ته راغى.

چي په ١٨٤٣ م د بمبي په پياده لښكرو كي و. او په ١٨٤٨ م يی د ملتان په محاصره كي برخه درلوده. په ١٨٥٠ م د سوات په جنګو كي شامل و. بيا له ١٨٥٢ څخه تر ١٨٥٩ م پوري په پنجاب كي د كمشنر معاون و. څو يی په ١٨٦٣ م د ميجرۍ په رتبه متقاعد سو. ده د هندوستان ډيري ژبي زده كړي وی. پر پښتو او فارسي ژبو باندي هم حاوي و، د هندوستاني اصطلاحاتو لوى قاموس يی په ١٨٥٩ م خپور كى، او ډیر كتابونه يی كښلي دي.

چي دلته يی تش هغه كتابونه ښيو چي په افغان پیژندني پوري اړه لري. وفات يی په لندن كي په (٢٠) اكتوبر ١٩٠٦ ميلادي دى.

(١) پر افغانستان او د بلوچستان پر يوه برخه باندي يادداشتونه :

              دا كتاب د جغرافيا او بشر پیژندني او تاريخ يو غټ كتاب دى چي راورټي د افغاني او تاجيكو مؤرخانو او جغرافيا ليكونكو او شجره پوهانو د ناپیژندلو ليكونو په حواله سره راټول كړى دى، چي د افغانستان د خلكو د پیژندني لپاره يو غټ تحقيقي كتاب ګاڼه سي او په ١٨٨٠ م لومړى پلا له لندنه خپور سوى دى.

(٢) د پښتو ګرامر دری واره بشپړ سوى او چاپ سوى دى. او د پښتو او پښتنو پر تاريخ يوه مفصله او ګټه وره مقدمه لري. دریيم چاپ ١٨٦٧ م.

(٣) پښتو ډكشنري په انګریزي. دوهم چاپ ١٨٦٧ م.

              (٤) ګلشن روه _ د پښتو ادب غورچاڼ ٢١٢ مخه لومړى چاپ هرتفورډ ١٨٦٠ م، دریيم چاپ كابل ١٣٥٦ ش.

              (٥) د افغان شاعرانو له كلامه منتخبات چي له ١٦ تر ١٩ سدۍ پوري شاعران پكښي شامل دي. د انګليسي ترجمی سره د لندن چاپ ١٨٦٤ م.

              (٦) د منهاج سراج جوزجاني د طبقات ناصري دوه ټوكه په انګریزي ترجمه د تعليقاتو سره د ١٨٨١ م چاپ.

              (٧) د هرات تاريخ له قديمه تر اوسه چي چاپ سوى نه دى او نسخه يی په انډيا آفس كي ده.

              (٨) د افغانانو تاريخ او د دوى هيواد _ چي له ډیرو خطي منابعو څخه راټول سوى و او د ده د مرګ پر وخت يی قلمي نسخه وه.

١٢٠. پاتر کروسینسکی د (انقلاب ایران) لیکوال

              دغه سړى يو نصراني كشيش و، چي  د هوتكو په وختو كي د اصفهان اوسیدونكى و او د شاه محمود او اشرف د عصر واقعی يی په سترګو ليدلي او كښلي دي.

              انګریز مشهور ختيز پوهاند براون وايي چي د ده كتاب انقلاب ايران په انګریزي هم ترجمه او نشر سوى و. (د عباس نامی مقدمه . ز)

١٢١. مرزا محمد خلیل صفوی د (مجمع التواریخ) لیکوال

              دا مؤرخ په خپله صفوي او د ایران يو بصير مؤرخ دى چي د صفويانو د وروستنيو وختو احوال او د افغانانو فتوحات او واقعی په خپل كتاب مجمع التواريخ كي تر ١٢٠٧  ق پوري بيانوي. دا كتاب په ١٣٢٤ ش په تهران كي چاپ سو، او د هوتكو د دوری يو مستند ماخذ دى. د مولف وفات ١٣٢٠ ق كال دى.

١٢٢. میر احمد شاه رضوانی د (تحفة الاولیاء) لیکوال

              دغه مؤلف د پښتو ژبي يو تكړه ليكوال او د پیښور د اكبر پوری اوسیدونكى و، چي د څورلسم هجري قرن په لومړيو وختو كي ژوندى او د شمس العلماء لقب يی هم ګټلى و. (١٢٧٩ _ ١٣٥٣ ش) د پښتو ګرامر وافيه او شكرستان افغاني، بهارستان افغاني د ده چاپ سوي آثار دي.

              د ده يو بل كتاب تحفه الاولياء هم په لاهور كي په ١٣٢١ ق چاپ سوى دى، چي د خټكو د شیخ رحمكار د كورنۍ او د هغو سيمو د نورو وليانو احوال لري او د يوسفزو او خليلو او مومندو د تپو ځيني تاريخي واقعی يی هم راوړي دي.

١٢٣. تاریخ افغانستان

              د دی كتاب مرتب او چاپوونكى په اردو ژبه مير اشرف علي د مجمع الاخبار موسس دى چي د بمبئى د افضل الدين په چاپخانه كي په ١٢٦١ ق ١٨٤٥ م كال ٣٤٠ مخه چاپ سو. په دی كتاب كي له لومړي مخه تر ٩٠ مخه د سيد فدا حسين تركسوار بخاري حيدري له كتابه چي په ډهلي كي چاپ او خپور سوى و (وګورئ : ٧١) را اخيستل سوي مطالب دي. له ٩٢ تر ١٤٠ د انګریز او افغان د لومړي جنګ او اكبرخان د وختو واقعی بيان سوي دي، چي دغه برخه هم د شیخ ذوالفقار الدين سجونپوري له اردو تاريخ افغانستانه اقتباس ښكاري. له ٣٢٠ تر ٣٣١ مخه پوري تر لومړي جنګ را وروسته د افغانستان او سند واقعی بياني سوي دي، چي په خپله مير اشرف علي سره راټولي كړي دي.

              داسي ښكاري چي همدغه كتاب به د ميرزا عطامحمد ښكارپوري په لاس كي و چي د نواى معارك په ليكلو كي به يی ګټه ځني اخيستی وي.

                                                                                           (وګورئ : ٤٣)

              توضيح : لكه د دی رسالی تر نمبر (٧١) عنوان لاندي چي وليكل سوه “سيد فدا حسين عرف نبى بخش بخاري حيدري د تراكسوارانو جمعهدار په ١٨٣٩ م كال د انګریزانو د متجاوز لښكرو سره افغانستان ته راغلى و ده خپل مشاهدات په ١٨٤٢ م په ډهلي كي چاپ كړل چي د مير اشرف علي د كتاب د لومړۍ برخي ماخذ و.

              تر دی علاوه د ابوالقاسم دهلوي ظفرنامه (د دی رسالی نمره ٧٠) چي په فارسي منظومه تاريخچه وه شيخ ذوالفقار الدين سجونپوري په اردو ترجمه كړی وه، چي دغه هم د مير اشرف علي د تاريخ افغانستان په دوهمه برخه كي له ٩٢ تر ١٤٠ مخه ځاى سوی ده.

              (د تفصيل لپاره وګورئ : نواى معارك د حبيبي چاپ د ٣٦٦ _ ٣٦٧ مخ لمنليك)

١٢٤. احمد نبی خان د (ملتان د سدوزو د تاریخ) لیکوال

              تر احمدشاه بابا دمخه لا د سدوزو يوه څانګه چي د مودود خان او بهادر خان او زعفران خان كهولونه وو په ملتان كي اوسیدل او د هغه ځاى مقامي مشران وو.

              په دغو سدوزو باندي يو كتاب په لوړ عنوان په انګریزي ژبه د دغو سدوزو يوه كړوسي احمدنبي خان كښلى او په ١٩٧٧ م كال په لاهور كي چاپ سوى دى چي عكسونه او شجره هم لري.

١٢٥. علی قلی مرزا د (تاریخ وقایع و سوانح) مؤلف

              دا سړى د قاجاري شهزادګانو څخه و چي په اعتضاد السلطنه ملقب  او د پوهني وزير و، په لوړ نامه يی د افغانستان يو تاريخ ليكلى دى، چي په ١٨٥٦ م په تهران كي پر ډبره چاپ سوى دى.

١٢٦. بهاری لال د (احوال نجیب الدوله و علی محمد ودوندی خان) لیکوال

              دا سړى د بدري داس زوى او د نجيب الدوله منشي و، چي په ١٢٠١ ق  يی دغه كتاب كښلى او د پښتنو سردارانو نجيب الدوله او على محمد خان او دوندي خان احوال پكښي ليكلي دي په دی كتاب كي د نجيب الدوله روابط د احمدشاه بابا سره په تفصيل راغلي دي او خطي نسخه يی د حيدرآباد د نواب سالار جنګ په كتابخانه كي وه، چي يو نقل يی د امرتسر خالصه كالج په كتابخانه كي خوندي دى.

١٢٧. فقیر محمد د (جامع التواریخ) لیکوال

              دا د اسلام يو عمومي تاريخ دى چي يو باب يی د احمدشاه د هندوستان پر لامونو باندي كښل سوى دى، د كلكتی چاپ ١٨٣٦ م د كانپور چاپ ١٨٧٤ م.

١٢٨. عبدالقادر خان کابلی د (اویماق مغل) لیکوال

              ميرزا محمد عبدالقادر خان چي په شاه محمدخان كابلي مشهور و د ده نيكه له كابله ولاړ، او د هند په ګواليار كي اوسیدى، او عبدالقادر په ١٨٥٧ م هلته وزیږیدى، ده يو غټ كتاب په فارسي ژبه په ١٩٠٠ م د مغولو د قبيلو پر احوال باندي وكيښ چي په ١٣١٩ ق يی په امرتسر كي چاپ كړى دى.

              دا كتاب د افغانستان د سدزو او محمدزو پر وختو باندي ډیر تاريخي ګټه ور مطالب لري او د هزاره او اوزبكو قبيلو نومونه او څانګي راښيي.

١٢٩. محمود بن امیر ولی د (بحر الاسرار) مؤلف

              دا سړى د بخارا د خانانو كتابدار مؤرخ او واقعه نګار و، چي تر ١٠٣٤ ق وروسته يی په افغانستان او هند كي سفرونه وكړل او يو غټ كتاب يی د بحر الاسرار في مناقب الاخبار په نامه وكښى، چي بخارا د خانۍ حال يی له ١٠٠٦ ق څخه تر ١٠٥٠ ق پوري په تفصيل كښلى دى.

              په دی كتاب كي د افغانستان تاريخ او جغرافيا او بشر پیژندني او اجتماعي احوال مفصل معلومات سته چي خطي نسخی يی د تاشكند او پاريس په كتابخانو كي سته.

١٣٠. میرزا سنګ محمد بدخشی د (تاریخ بدخشان) مؤلف

              دا مؤلف د بدخشان و چي په لوړ تاريخ كي يی د بدخشان تاريخي واقعی له ١٠٦٨ ق څخه تر خپله وخته ١٣٢٣ ق پوري كښلي دي، يوه تكمله هم لري چي ملا فضل بیګ روشاني په شلم قرن كي پوري نښلولی ده. عكسي نسخی يی په ماوراء النهر كي وی چي يوه نسخه يی عكسي هم چاپ سوی ده.

١٣١. هتو رام د (تاریخ بلوچستان) مؤلف

              دا سړى د شلم قرن په ابتداء كي د انګريزي بلوچستان يو مامور و.

              چي د بلوچستان يو تاريخ يی په اردو په كوټه كي وكيښ. چي ١٩٠٧ م كال په لكنهو كي چاپ سو.

              دا كتاب د افغانستان او بلوڅو روابط او تاريخي واقعی د بلوڅو د شجرو او انسابو سره ښه راښيي. كله جغرافي او رجالي برخي هم لري.

١٣٢. تاریخ قندهار در عصر درانی

              په لوړ نامه يو فارسي كتاب د لندن په انډيا آفس نمبر ٣٧٦٩ سته چي د مؤلف نوم يی نه دى معلوم.

١٣٣. رای چنرمن د (چهار گلشن) مؤلف

              دا سړى په هند كي اوسیدى په ١١٧٣ ق كال يی خپل كتاب تاليف كي چي بيا نو د ده لمسي راى بهان منشي په ١٣٠٤ ق تكميل كړى دى. خطي نسخی يی د هند په علي ګړ او بانكي پور او برټش موزيم كي سته او خورا ګټه ور كتاب دى چي د هند د پښتنو شاهانو تاريخي معلومات لري او د افغاني درانو د وختو دولتي عايدات هم په شرقي ولاياتو، لكه لاهور او ملتان كي ښيي.

١٣٤. عصمت الدین د (خلاصة الخبار) خاوند

              دا سړى د محمداسماعيل زوى او د مير محمد لمسى و چي د امير دوست محمد خان لنډ احوال يی تر ١٢٥٤ ق پوري په فارسي كښلى و او دوی خطي نسخی يی د بنګال په ايشياټك سوسايټي كي وي. چي په نهم قرن كي ليكل سوي وی.

١٣٥. سید محمد طباطبائی اصفهانی د (نسب نامۀ افاغنه) مؤلف

              دا مؤلف په ديرلسم قرن كي د ایران اوسیدونكى و چي د انګريزانو د سفير هنري ايليس په خواهش يی په ١٢٢٤ ق يو كتابګوټى د (نسب نامۀ افاغنه و كيفيت حكومت آنها) په نامه وكيښ، چي د افغانانو لنډ تاريخ او د دوى حكومت پر پاريس باندي بيانوي او د افغانستان د ښارو او اقوامو او قبيلو شرح لري، چي يوه خطي نسخه يی د بنګال د ايشيايي ټولني په كتابخانه كي وه، د ١٢٢٤ ق كال ليك.

١٣٦. ثاقب د (تاریخ افاغنه) لیکوال

              مؤلف يی محمد شهاب الدين خان ثاقب دى، چي د ١٩٠٠ م په شاوخوا كي د هند له پښتني كورنيو څخه يو ليكوال و او دا كتاب يی په دوه ټوكه كي په اردو ژبه د لاهور په حميديه پريس كي په ١٣٢٣ ق كال چاپ كى. لومړى ټوك – ١٢٤ مخه، دوهم ټوك – ٢١٤ مخه.

              دغه كتاب هم د افغانانو د اسرائليت عنعنوي داستانونه لري خو ډيري داسي خبري هم پكښي سته، چي تاريخي اړخ يی ټينګ ښكاري او د افغانانو د اولياوو احوال يی د نعمت الله له مخزن افغاني څخه را اخيستي دي.

١٣٧. احمد د (معدن اخبار احمدی) لیکوال

              احمد بن بهبل د جانګير په وختو د ١٠٢٨ ق په حدودو كي دغه كتاب په دوه ټوكه كي كښلى او د شرق عمومي تاريخ دى، چي د هند د افغاني شاهي كورنيو لوديانو او سوريانو احوال هم پكښي سته، د كابل په ارشيف كي يی هم يوه خطي نسخه سته، د برټش موزيم او انډيا آفس نسخی يی هم معلومي دي.

              دا كتاب د درانو د سلطنت تاريخ دى، له احمدشاهه د شاه شجاع تر قتله ١٢٥٧ ق پوري چي د افغان او انګریز لومړى جنګ لا جاري و. د هند په كانپور كي چاپ سوى دى او د طبع تاريخ نه لري.

 

پای

لومړۍ برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply