په تېرو ۱۹ کلونو کې تېره اونۍ تر ټولو ډېره خونړۍ وه

0 485

طالبانو تېره اونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ تروریستي فعالیتونه کړي، چې په نتیجه کې یې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱  افغان ځواکونه وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي. دغه راز تېره اونۍ ۱۴۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې توګه، دا په تېرو ۱۹ کلونو کې د تاوتریخوالي له اړخه تر ټولو خونړۍ اونۍ وه. د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي دغه اونۍ داسې مهال تر ټولو خونړۍ بلل کېږي چې دوی د سولې خبرو په جریان کې د تاوتریخوالي د کموالي ژمنه هم کړې ده، خو له امریکایي او بهرنیو سرتېرو پرته یې ملکیانو او نظامیانو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

تاوتریخوالی او د افغان وژنې دوام کور په کور د طالب دښمني را ژوندۍ کړې او د ملي پخلاینې پروسه یې ستونزمنه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply