طالبانو خپل هغه جنګیالي زنداني کړل چې په امریکایانو يې ډزې کړې وې

0 573

وسله والو طالبانو د وردګ ولایت شنېز سیمه کې خپل هغه جنګیالي بندیان کړي دي چې تېره ورځ یې د امریکايي ځواکونو په ټانکونو د کلاشنیکوف ډزې کړې وې.

یوې موثقې سرچینې سیحون ته وویل، د طالبانو دا جنګیالي اوس مهال سید اباد ولسوالۍ کې بندیان دي او څېړنې ترې روانې دي.

د سرچینې په خبره، امریکايي ځواکونه له درېیو ورځو راهیسې د میدان وردګ ولایت مختلفو ولسوالیو کې ګرځي او تم کېږي.

د مالوماتو پر اساس، هغو طالب جنګیالیو چې په امریکايي ځواکونو يې ډزې کړې دي، شمېر یې ۱۱ کسانو ته رسېږي، چې ددې ګروپ مشر هم بې وسلې شوی دی.

طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې په بهرنیو ځواکونو بریدونه ودروئ، ځکه د قطر هوکړه لیک نقض کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سر منشي هم تازه ویلي، د سولې هوکړه کې ښه پرمختګ دا دی چې طالبان پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply