آیا دا د تاریخ تکرار دی که څنګه؟

نوید احمد څرک

0 521

د سولې روانو هڅو نه ښکاري چې وسله وال طالبان تاریخ نه زده کړه نه کوي او د مجاهدینو د څو لسیزو مخکې تېروتنې تکراروي .

دا وېره په څو دلایلو او مشابهتونو رامنځته شوې ده :

– د شوروي لښکرو په مقابل کې هم جهادي تنظیمونه پاکستان او ایران رامنځته کړي وو او د ناټو او امریکایي ځواکونو په ضد هم طالبان د سره همدغو هیوادونو بیا رامنځته او وجنګول .

– د پخوانیو مجاهدینو اصلې واګې هم تر زیاته بریده پاکستان سره په لاس کې وې او د وسله والو طالبانو هم دي .

– پاکستان او ایران هغه مهال جهادي تنظیمونه هم په ګڼو ډلو وېشلي وو او اوس یې وسله وال طالبان هم سره وېشلي دي .

– د سولې خبرو او نړیواله سطحه باندې د مجاهدینو استازیتوب هم پاکستان کاوه د وسله والو طالبانو هم کوي .

– پاکستان او ایران جهادي تنظیمونو ته هم د افغانستان د نظام او پوځ د ړنګولو انګیزه ورکړې وه او وسله والو طالبانو ته یې هم ورکړې ده .

– جهادي تنظیمونو هم فکر کاوه چې د بهرنیو مراجعو تشویق سره سم به دوی پخپله اصطلاح کابل (فتحه) کړي او وسله وال طالبان هم همداسې غلط فکر کوي .

– جهادي تنظیمونو هم په دې خاطر چې په ولس باندې د سولې خبرو په جریان کې خپله وېره کینوي د علماوو او نورو خلکو وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو ړنګولو ته زور ورکړی و او طالبانو هم دغه کار ته پښه بنده کړې ده .

– جهادي تنظیمونو هم واحده رهبري نه لرله او پاکستان د سولې په وخت کې تفرقې ته اچول اوس یې طالبان هم د حقاني شبکې، فدایانو محاذ، امارتیانو، حزب ولایت او نورو نومونو باندې تقسیم کړي دي .

– پخواني جهادي تنظیمونه شوروي ته د افغان حکومت په نسبت زیات مات او لیواله وو، طالبان بیا امریکا ته زیات لیواله او ورسره متحد شوي دي .

– جهادي تنظیمونو هم د ملي ګټو، ارزښتونو، ملي هویت ، ملي واکمنۍ او نورو مسایلو په اړه بې تفاوتي ښودله او د طالبانو په دریځونو او د سولې مسایلو کې هم دغه اصطلاحات نه اوریدل کیږي .

– د جهادي تنظیمونو په لیکو کې هم بهرني جنګیالي لکه: عربان، چیچنایان او نور لیدل کیدل او دوی ته د افغان مجاهدینو په نسبت زیات په درنه سترګه کیدل، د طالبانو په لیکوکې هم د القاعدې عربان، د لشکر طیبه او نورو پاکستاني تروریستي ډلو کسان ، چیچنایان، ازبکان او د مختلفو ملتونو تروریستان د افغان طالبانو په نسبت درانه حسابیږي .

څه به کیږي ؟

پورتنیو مشابهتونو ته په کتلو سره د سولې د روانو یو اړخیزو او پر امریکا او پاکستان د متکي هڅو پایلې خطرناکې معلومیږي .

داسې ښکاریږي چې دغو هېوادونو د خپلمنځي معاملې د مخې د افغانستان په یو تر ټولو مهم ضرورت( سوله) باندې بده لوبه شروع کړې ده .

دوی په دغه لوبه کې خپله نوې جنګي پروژه( داعش) میدان ته کول غواړي او هغه طالبان چې نوې لوبې سره ځي او بې جنګه ژوند خوند نه ورکوي د داعش تور بیرغ لاندې سبا د هغو طالبانو خلاف هم جنګوي چې دوی به د یوې شرمناکې سولې برخه جوړ شوي وي .

د سولې پيل شوی ګیم چې د افغانې سولې په نوم مسما دی خو نور تر اوسه مطلق امریکایی او پاکستانی ښکاري ، د افغانستان نظام او ملت ته د زیاتو تاوانونو ترڅنګ پکې د طالبانو د تباهۍ پلان هم دی .

دغه پلان به طالب مشران هم د جهادي تنظیمونو د مشرانو په برخلیک اخته کړي .

دوی نه به جنګیالي داسې پخپله مخه ځي لکه جهادي تنظیمونو نه چې لاړل او په چور چپاول، غلا، وطن ورانولو، کباړلو او ناموس لوټلو چې اخته شول .

طالبانو ته لازمه ده چې د تاریخ د دغه تازه سبق او په سترګو لیدل شوې بدې لوبې نه عبرت واخلي .

دوی باید سوله د افغاني اجنډا د مخې وکړي نه د امریکایي او پاکستاني اجنډا د مخې .

طالبان د افغانستان د بچیانو په حیث باید له یاده ونه باسي چې وطن یې د جرګو او مرکو نوم لري ، د هرې ستونزې حل ته یې لاره او چوکاټ شته او که دغه چوکاټ ته دوی غاړه کیږدي په ډیر عزت به هم سوله وشي او هم به دوی د افغانستان د راتلونکي سیاست یو فعال او ټولنې ته منل شوی طرف اوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply