مېډل اېسټ انسټیټوټ افغانستان کې د ایران د نفوذ په اړه خپل خپاره شوي اوږده مطلب کې لیکلي، طالبان د ایران د ملاتړ خپلولو او د هغوی په غوښتنه خپلو لیکو کې هزاره ـ شعیه مشران او جنګیالي ګوماري.
مطلب کې ویل شوي، له دې کار ایران څو اهدافه لري چې مهم هغه يې له سعودي عربستان سره د طالبانو د اړیکو پرې کول دي.
مطلب کاږي، که څه هم ایران له طالبانو سره تاریخ کې تضاد لري، خو هڅه کوي چې له سعودی سره د دغې ډلې د اړیکو پرې کولو لپاره دغه کار وکړي.
د راپور له مخې، که څه هم ایران له افغان شعیه ګانو سره چندان خواخوږي نلري خو له دې امله چې دوی بیا دا خلک د خپلو موخو لپاره نورو هېوادونو کې ترهګریزو جګړو ته واستوي نو ورسره خواخوږي ښیي او له طالبانو یې هم د شعیه لږکیو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده.
راپور کې دا هم ویل شوي چې د ایران له دې غوښتنې سره سم، طالبانو شمال کې یو هزاره چې مولوي مهدي نومېږي، د یوې ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکلی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320