د ننګرهار د کانال ریاست ۴۷۰۰ جریبه ځمکه غاصبینو نیولې

0 624

د جلال اباد ښار ثمرخېلو سپین جومات سیمه کې د کانال ریاست اړوند هغه سل جریبه کرنيزه ځمکه، چې نږدې دوه نيمې لسيزې وړاندې د يادې سيمې يوه اوسیدونکي په غير قانوني توګه د کر او کښت لپاره کاروله بېرته ترې ترلاسه شوه.

د غصب شوې ځمکې د خلاصيدو په مراسمو کې د ننګرهار د کانال رئيس ښاغلي انجنير عبدالقهار حيدري وويل: اوس مهال د کانال رياست اړوند په زرګونو جريبه ځمکه د غاصبينو په ولکه کې ده او پرته له قانوني مراحلو او اجارې د دې کرنيزو ځمکو حاصلات ترلاسه کوي.

ویل کیږي تر دې دمه نږدې ۴۷۰۰ جريبه ځمکه د غیرې مسئولو کسانو تر کنټرول لاندې ده چې د ننګرهار کانال رياست هڅه کوي ياده ځمکه د نامسئولو کسانو له ولکې څخه بهر او د طرز العمل او لايحې له مخې يې د ننګرهار درنو ولسونو خدمت ته چمتو کړي.

دې ریاست نه دي ویلي، چې د دغې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو لپاره کوم میکانېزم لري او کنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply