افغان حکومت د امریکا د هغه راپور هرکلی وکړ چې وایي پاکستان ترهګر پالي

0 834

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، د افغانستان حکومت د امریکا د هغه وروستي راپور هرکلی کوي، چې وایي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دی او له هغه ځایه پر افغانستان او هند باندې بریدونه کوي او د راپور په وینا، اسلام اباد د دغو ډلو پر وړاندې پوره اقدام نه کوي.

صدیق صدیقي ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور دقیق دی او باید نړیواله ټولنه د هماغه پر اساس ترهګرۍ ضد مبارزه کې اقدام وکړي….

صدیقي صدیقي دغه راز ویلي: «افغان حکومت د نړیوالې ټولنې هغه لومړنی غړی دی چې له سویلي تر منځنۍ اسیا پورې یې داعش ترهګرې ډلې ته ماتې ورکړې ده.»

په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په ترهګرۍ ضد مبارزې باندې متمرکز دی ویل شوي، چې په ځانګړې توګه پاکستان د افغان طالبانو او لشکر طبیه ملاتړ کوي او اجازه یې ورکړې چې د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ترهګرې ډلې د دې هېواد له خاورې څخه پر هند بریدونه وکړي.

په راپور کې راغلي: “پاکستان سمدستي د ټولو ترهګرو سازمانونو د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. اسلام آباد د جیش محمد د ډلې د مشر مسعود اظهر او ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د برید د اصلي طراح ساجد میر، پر ضد هېڅ اقدام نه دی کړی او داسې راپورونه شته چې دغه دوه ترهګر د دولت تر ملاتړ لاندې په پاکستان کې ژوند کوي.”

خو دا پوښتنه په کې نه ده ځواب شوې چې د امریکا له دې ټول پوهاوي او ثبوتونو سره، سره دغه هېواد بیا هم ولې له پاکستان سره خپلې مالي او پوځي مرستې نه دي ځنډولي او سره له دې چې پوهېږی پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، خو بیا هم جدي چلند ورسره نه کوي او تل یې د موږک او پیشو لوبه پرمخ وړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply