قریشي: ټول موانع لرې شوي او ژر به بین الافغاني مذاکرات پیل شي

0 940

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د بندیانو د تبادلې په ګډون د سولې ټول موانع او خنډونه لرې شوي او تمه شته چې ډېر ژر د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا: «زما په نظر موږ له وړاندې هلته یوو. د پرمختګ لپاره یو عمومي هوکړه شوې ده اوز ه هیله لرم چې ټول څه ژر پیل شي.»

نوموړي زیاته کړې ده، پاکستان د امریکا او طالبانو او دغه راز د طالبانو ډلې او د افغانستان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې د اسانچاري په ډول مهم او کلیدي رول لوبولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د سولې په خبرو کې د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې خو یې د مهمو طالب بندیانو پر سر له امریکا سره پټې معاملې هم کړي او په بدل کې یې امتیازات ترلاسه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply