که اسامه شهید وي؛ ولې یې د پاکستان پوځ په وژلو له امریکا په میلیونو ډالر واخیستل!؟

لیکوال: سید عبدالله پاچا

0 691

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو عجیبه لوبه روانه کړې ده، له یوې خوا ترهګر روزي، پنا ورکوي او د مجاهدینو نوم ورکوي، له بلې خوا همدا خلک په امریکا د ترهګرو په نوم پلوري او بدل کې یې پيسې اخلي.

بیا څه موده وروسته همدې خلکو ته د شهید خطاب کوي، عوام هم نه پوهیږي چې پاکستان اوس د ترهګرو پالونکی او رزونکی دی، که د ترهګرو مخالف، خو په یو څه چې پوهیږي، هغه دا چې پاکستان د ترهګرو کاروباري دی.

دوه  کاله وړاندې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم کوم تحریک پیل شو، دې غورځنګ د پاکستان حکومت، پوځ او استخباراتو اصلي څېره عوامو او په ځانګړي ډول پښتنو ته وښودله.

پاکستان پوځ او استخباراتو کلونه د ترهګرو پروژه باندې پيسې واخیستې او ددې جګړې لپاره یې پښتانه قرباني کړل، و یې وژل، بندیان یې کړل، نادرکه یې کړل، معیوبه یې کړل، بې ځایه یې کړل او در به دره یې کړل.

خو له هغې ورځې چې دا غورځنګ راپورته شوی، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پروژې له ناکامۍ سره مخ دي او هر ځل چې پوځ او استخبارات غواړي د ترهګرو پروژه مخکې یوسي او پيسې پرې واخلي دا غورځنګ یې مخه نیسي.

اوس نږدې ټول پښتانه د ریاست د ترهګریزو پالیسو په تړاو مالومات لري او ټولو جرات پيدا کړی چې د پوځ او استخباراتو پالیسې نقد کړي، که څه هم زیاتو پښتنو ته په دې خبرو او بیانونو کې خطر شته، خو دا خطر یې د خپل قام د ازادۍ لپاره په ځان منلی او دوه کلونو کې د پښتون غورځنګ زیات فعالان شهیدان شول، زندانیان شول او نادرکه شول.

اوس تازه د پاکستان لومړي وزیر د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کړی دی، د عمران خان دا دریځ د پاکستاني او پښتنو فعالانو له سخت غبرګون سره مخ دی او له عمران خان یې پوښتنې کړي چي:

که اسامه شهید و، نو د ترهګرۍ پرضد د پاکستان پوځ قرباني په کوم نوم یادیږي، ایا د پوځ په لیکو کې وژل شوي، شهیدان دي او که مردار.

که اسامه ترهګر نه و، نو پاکستان حکومت، په ځانګړي ډول پوځ او استخباراتو ولې هغه په امریکايي ځواکونو ووآژه او بدل کې یې ترې ډیرې پيسې ترلاسه کړې.

که اسامه شهید دی، نو بیا ولې پاکستان پوځ د ترهګرۍ په پلمه د پشتنو سیمو کې څو کاله عملیات وکړل، د خلکو کورونه، مارکیټونه او نورو عامه ځایونه یې ویجاړ کړل.

که اسامه سم مجاهد و، نو بیا ولې د پاکستان پوځ په امریکایانو وواژه، خو پوځ او استخبارات بیا په ښکاره د مجاهدینو خلاف دی او د جهاد پر سر معامله کوي.

دا هغه پوښتنې دي چې د عمران خان له څرګندونو وروسته خلکو له ریاست کړي دي.

په دې ډول څرګندونو سره یو ځل بیا د پاکستان ریاست دریځ د ترهګرۍ په تړاو خلکو ته ډاګیز شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply