د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، پاکستان له هند سره د کرتاپور لارې د خلاصولو لپاره بار، بار غوښتنې کوي، خو په مقابل کې يې په ډيورنډ کرښه ټولې لارې تړلې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي: «شاه محمود قريشي هند ته بار، بار د کرتاپور لارې د خلاصولو وړانديز وکړ او بالاخره دغه لار پرون خلاصه شوه، خو په چمن کې چې د پښتنو د ژوند د کاروبار یوازینۍ لاره ده، پاکستان دغه لارې تړلې دي.
منظور پشتين زياتوي، پاکستان د چمن د پښتنو د دوامداره احتجاج باوجود هم دغلته ټولې کاروباري لارې تړلې ساتلې دی. څومره واضح تعصب کوي دا رياست.
دغه راز د دې غورځنګ رهبرۍ غړي علي وزير نن د پاکستان پارلمان ته د وينا پر مهال خبرداری ورکړ چې که چېرې پاکستان چمن دروازه د ځايي اوسېدونکو پر وړاندې د کاروبار لپاره خلاصه نه کړي، نو دوی به له اسلام اباد څخه تر چمن پورې لوی لاريون وکړي.
دغلته د ځايي اوسېدونکو له لوري نږدې يوه مياشت کېږي چې د لارو د خلاصون لپاره لاريونونه روان دي او وخت نا وخت د پاکستاني ملېشو له لوري اعتراض کوونکي ګواښل شوي او ډبول شوي هم دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320