په الازهر پوهنتون کې د افغان محصلینو ستونزی او د افغان سفارت بېغوری

امېد شینواری

0 757

په الازهر پوهنتون کې د افغان محصلینو ستونزی او د افغان سفارت بېغوری

په الازهر پوهنتون کې مختلف افغان محصلین اوس مهال په زده کړي بوخت دی چې له دې جملي څخه ځیني یي په دولتي بورس په افغانستان کې د مصر د سفارت لخوا راغلې، ځیني بیا د معارف وزارت لخوا راغلي او ځیني نور داسې دي چې په خپل شخصي مصرف راغلي دي.
مونږ محصلینو ته د افغانستان دولت لخوا د میاشتی اتیا(۸۰) امریکایی ډالر د مدد معاش په حیث ټاکل شوي دي چې دا پیسې مونږ ته هر شپږ(۶) میاشتي وروسته راکول کېږي چې جمله یی ۴۸۰ امریکایي ډالر کېږې، او کله هم یو کال یعنی (۱۲) میاشتي وروسته، خو دا پیسي مونږ هر وخت وروسته له یو لړ مظاهرو، لانجو او سردردۍ د سفارت لخوا تر لاسه کوو.
په دې محصلینو کې ځیني داسې دي چې په خپل شخصي مصرف راغلي وي خو دا چې واسطه او پیسه لري نو دا مدد معاش ترلاسه کوي، حال دا چې ځیني نور بیا د معارف وزارت او سفارت لخوا رالېږل شوي خو کلونه کلونه کېږي چې له دې مدد معاش څخه محرومه دي، ځکه چې نه ځوک پېژني او نه پیسه لري چې چا ته یي د رشوت په توګه ورکړي.
بل سره له دې چې مونږ ۵ میاشتي دلته د الازهر پوهنتون په لیلیه کې قرنطین وو، د افغانستان دولت د هغه محصلینو لپاره چې په هر هیواد کې ایسار وي ۲۴۰ امریکایي ډالر د مرستي په توګه وټاکل او ویي لېږل ورته، خو دلته په مصر کې زمونږ د سفارت لخوا هغه چاته ورکړل شول د چا چې مدد معاش نه وو، دا په هغه صورت کې ده چې په نورو هیوادونو کې بیغیر له کوم تفیک څخه ټولو محصلینو ته توضیع شوي دي. سره له دې هم ځیني محصلین چې مستحقین یي دي بې برخي پاتي دي..
له بله طرفه زمونږ د محصلینو د مدد معاش شپږ میاشتينۍ  ‎ نېټه پوره شویده، ځیني محصلینو چې په سفارت فشار راوست او مظاهري یي وکړي نو سفارت ورته خپل د شپږو میاشو مدد معاش ورکړ، اما نیمايي نور محصلین په داسې حال کې چې د مدد معاش په نېټه یوه نیمه میاشت تیره شوی، تر اوسه له مدد معاشه محروم پاتي دي، او کله چې سفارت ته ولاړ شي تر څو د خپل مدد معاش پوښتنه وکړي نو د سفارت د کارکوونکو او سفیر لخوا ورته د منفک کیدو او او افغانستان ته د بیرته لېږلو ګواښونه ورکول کېږي.
مونږ محصلین دلته د زده کړي لپاره راغلي یو نه د مظاهرو لپاره، همدا مونږ یو چې سبا ته د دې دردېدلي وطن د درد دوا شو.
نو د دولت څخه مو دا درخواست دی چې په دي اړه دي خپل جدي اقدامات وکړي او له سفاررت څخه دي د دوئ د بېغورۍ پوښتنه وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply