وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبرۍ د خپل غورځنګ د ريښو قوي کولو او تشکيلاتي جوړښتونو پراخولو لپاره د پښتونخوا نږدې ټولو سيمو ته سفرونه وکړل، نو پاکستاني استخباراتو د دې غورځنګ د ځپلو لپاره يوه بله وسيله ايجاد کړه.
راپورونه وايي، تازه پاکستاني استخباراتو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو لپاره د تنظيم فدايان اسلام په نوم ډله جوړه کړه او دغه ډله به د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او مهمو اهدافو ځانمرګي بريدونه کوي.
په وزيرستان کې خبريال اسماعيل داوړ وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ تر اوسه د پاکستاني استخباراتو او پوځ هېڅ ډول ګواښ ته نه دی تسليم شوی، نو اوس استخبارات له ځانمرګو څخه په استفادې دغه غورځنګ محوه کول غواړي: «د دغه نوي ايجاد شوي تنظيم شعار دا دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ بې حيايي او بې شرمي خپروي. دا ډېره حساسه موضوع ده، ځکه په پښتنو سيمو کې د دغو مسايلو په اړه جدي غبرګون موجود دی.»
د نوموړي په وينا، په داسې حال کې چې پښتانه د غني فرهنګ او کلتور په لرلو سره د بې حيايۍ هر ډول هڅو پر وړاندې مبارزې کوي، خو اوس غوښتل کېږي په دې نوم پښتون ژغورنې غورځنګ له صحنې واېستل شي: «موږ سره پوښتنه ده، د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو د کاميابۍ دعوه کېږي، نو بيا څنګه له دغو دعوو ورسته هم ترهګرې ډلې د بيا راپورته کېدو ادعاوې کوي؟»
د پاکستاني استخباراتو د وروستيو تبليغاتو او هڅو په اړه تر اوسه پښتون ژغورنې غورځنګ څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو، چې د دوي غورځنګ د خپلو خلکو د برحقو غوښتنو لپاره دی او په دې لاره يې هر ډول قربانيو ته چمتو يوو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320