لمر په دوه ګوتو نه پټیږي

سید عبدالله پاچا

0 660

د تیرو څو لسیزو راپدیخوا ترهګرو ډلو او د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو په ځانګړی توګه طالب ترهګری ډلي افغان ولس ته د درنې مرګ ژوبله تر څنګ ديري ناخوالې او دردونو رسولي دي او دغه لړۍ او غمیزه  ېې د پردیو په لارښوونه او د هغوي د ناوړو او غیر اسلامي او انساني موخو لپاره لا جاري ساتلي ده، او هره ورځ زمونږ مظلوم او بې ګناه هیوادوال شهیدان کیږي، میندي او پلرونه د خپلو بچیانو، تورسري د خپلو خاوندانو او ماشومانو مو د خپلو پلرونه په ویر ناست دي، هاند دا چې دغو ترهګرو ډلو(طالب او داعش) په نویو زیږدلو ماشومانو او حتې د زیږون پر وخت یې زمونږ خویندې په شهادت ورسولي  چې دا په هیڅ کوم دین او مذهب کې توجیح نلري، ځکه چې  د اسلام له نظره د بی ګناه مسلمانانو وینې تویونه حرامه او کبیره ګناه ده.

د طالب ترهګری ډلي تر څنګ داعش هم هغه ترهګره او انسان وژونکي ډله ده چې د اسلام یې د خپلو ناوړو کړنو او اهدافو لپاره وسیله ګرځولي او هغه څه تر سره کوي چې نه په اسلام کې شته او نه هم په انسانیت کې  دا چې په ۲۰۱۳ کال کې داعش ډلي د عرق او سوریي په ځینو سیمو کې خپل حضور راڅرګند کړ، د خپل حضور په څرګندیدو سره سم د عامو خلکو په وژنه، اسلامي مقدساتو ته سپکوی او د تاریخي اثرو له منځ وړلو باندې ېې پیل وکړ، دوی په خپلو کړو جنائتو کې ېې د عرق او سوریه هېوادونو ښارونه ېې وسوزول په زرګونه کسان یې ووژل د کورنۍ ښځې او جینکې ېې جهاد النکاح کړې چې د خپلو بې سارو جنایتونو په پایله کې نړۍ له کلک غبرګون او ماتې سره مخ شول چې وروسته له هغه د دغې ترهګري او اسلام ضد ډلي لمن  د نړۍ نورو هېوادونو ترڅنګ د سیمي او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکو هیوادونو ملاتړ افغانستان ته هم را خپره شوه او حتي تر دې چې په شرقي هیوادونو کې د ځان لپاره پټنځایونه جوړ او خپل ترهګریز فعالیتونه یې شروع کړل او د سیمي خلک یې له ګن شمیر ستونزو سره مخ کړل، هاند دا چې جوماتونه، قبرونه، عامه تاسیسات، د خلکو کورنه حتي انسانان یې په بمونو والوځول، قومي او مذهبي اختلافاتو ته یې لمن ووهله،  چې د وخت په تیریدو سره د افغان میړنو امنیتي ځواکونو لخوا ډیر کلک و ځپل شول او د دوي مراکز او پټنځایونه له منځه یووړل او هاند دا چې د دوي په سلګونو تنه له خپلو کورنیو سره افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

دا چې داعش او طالب ته ورته ترهګري ډلي تل د افغان امنیتي ځواکونو لخوا له سختو ماتو او د ولس له کرکې سره مخ شوي نو بیا د ولس اذهان د مغشوشولو او د خپلو غیر اسلامي او انساني اعمالو د پټولو په موخه بیا د ګواښوونکو شبنامو او اخطاریو په نشرولو سره یو لړ کاذب تبلیغات په لاره اچوي، څنګه چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا داعش ترهګري او انسان وژونکي ډلي د( اسلامي دولت بدناموونکو او مفسدینو ته اخطار) تر نامه لاندې تبلیغاتی پاڼې خپرې کړي چې په یاده پاڼه کې راغلي دي( د اسلامي دولت مجاهدین دا خپل مسوولیت او رسالت ګني چې د عوامو مسلمانانو د سرونو، ناموسونو او مالونو خوندیتوب لپاره مبارزه وکړي، همدا رنګه یې زیاته کړی ده چې ځيني اسلام دښمنه کړۍ هڅه کوي چې د اسلامي دولت مجاهدینو د بدنامولو لپاره له خلکو د آزار او اذیت په موخه له هغوي څخه پیسي غواړي او ….)

حال دا چې د څو کلو په ترڅ کې افغان ولس د دغې ترهګري ډلي جنایتونو په خپلو سترګو سره ولیدل، څرنګه چې پورته مو ور څخه یادوونه وکړه، هاند دا چې دغې ترهګرو او انسان وژونکو ډلو زمونږ په نوي زیږدلي ماشوم او د هغې په مور باندې هم رحم و نکړ، جوماتونه، ښوونځي، سړکونه، پلچګونه، عامه تاسیسات او حتی زمونږ مظلوم او کړیدلي ولس یې په بمونو والوځول چې ښه بیلګه یې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې وه چې د دوي لخوا تر سره شول، په جوماتونو کې په لمونځ کوونکو، په جنازه کې،  په روغتیایی او ښوونیزو مراکزو کې زمونږ پر مظلومو او کړیدلو هیوادوالو بانډې بریدونه، د ښځو او انجو نکاح کولو خپلو جنګیالیو ته او دې ته ورته په لسګونواو حتی په سلګونو نور هغه جنایتونه دي  چې د دغو ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه داعش او طالب لخوا تر سره شوي، نو بیا څنګه دوي د مسلمانانو د سرونو، ناموسونو او مالونو د خوندیتوب ادعا کوي، چې په خپله د اسلام، انسانیت او مسلمانانو دښمنان وي، څنګه چې یو مشهور متل دی وایي( په دوه کوتو لمر نپټیږي) نو دا یو ښکاره حقیقت دی چې نور دغه ترهګري او انسان وژونکي ډلي د ولس په منځ کې ځای نلري او نه به هم څوک نور دوي په درواغجنو او کاذب تبلیغاتو وغولیږي، او په خپلو سیمو کې د سولې او ثبات د ټنګښت او  د دغو مزدورو او جنایتکارو ډلو د لا ځپلو او له منځه وړلو په برخه کې له خپلو امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ او حمایت وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply