امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبانو نږدې ۱۱ زره افغان ځواکونه وژلي

0 832

طالبانو په قطر کې له امریکا سره د سیاسي هوکړې تر لاسلیک وروسته بیا تر ننه پورې ۱۰۷۰۸ تنه افغان ځواکونه وژلي دي.

ولسمشر غني نن د سام نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل، د سولې پر وړاندې اساسي خنډ طالبان دي او دوی د افغان ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی څو برابره زیات کړی دی او دغه وضعیت رامنځته شوی فرصت ضایع کوي: «طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې پالي او تر اوسه یې له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.»

د نوموړي په وینا، ټول افغانان سوله غواړي او موږ هیله لرو چې سولې ته ورسېږو، موږ خپله ژمنتیا او جرئت ښودلی، بندیان مو خوشې کړي، خو طالبانو لا هم تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

د ولسمشر غني په وینا، ډېر ژر به حکومت د طالبانو ټول بندیان خوشې کړي او مخامخ مذاکراتو ته به ورسېږي، خو اساسي شرط دا دی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او مخه یې ونیسي.

افغان ځواکونو ته طالبانو دغه مرګ ژوبله داسې مهال اړولې چې په دې ټوله موده کې یو امریکایي عسکر هم نه دی وژل شوی او ټپي شوی، خو په مقابل کې یې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله څو برابره زیاته شوې ده. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply