خلک: د کابل شمالي ولسوالیو کې د نا امنیو تر شا پټ لاسونه دې رسوا شي

0 737

د کابل په شمالي ولسوالیو چې د بګرام هوایي ډګر لاره او د کابل شمالي دروازه بلل کېږي، ورځ تر بلې د نا امنیو زیاتېدو اندېښنې راپورته کړي.

خو د نورو سیمو له ناامنۍ سره د کابل د شمالي ولسوالیو د نا امنۍ لوی توپیر د یوې مرموزې لوبې د افشا کېدو تلوسه هم زیاته کړې ده.

تازه بېګاه ماښام د کابل قره باغ ولسوالۍ کې د غیر مسوولو وسله والو له لوري په «پیتاوه» کلي کې درې ملکیان وژل شوي دي.

د قره باغ ولسوال محمد حنیف صدیقي هم دغه پېښه تایید کړې خو د وسله والو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د فرزې اوسېدونکي خیال محمد په ټلیفون وویل: «دغه وسله وال طالبان نه دي او د دې سیمې د حکومت له سیاسي مخالفینو او بهرنیو سرچینو څخه په تمویلېدونکو مالي امکاناتو او پخوانیو تجهیزاتو یې نا امني جوړه کړې ده.»

نوموړي نور جزیات ور نه کړل، خو ښایي د دې سیمې له نا امنۍ څخه د کابل د دروازې د بندولو په توګه په استفادې دغه وسله وال په حکومت فشار راوړي او بهرني تمویلونکي بیا د سولې په قضیه کې په حکومت د خپلو غوښتنو عملي کولو لپاره له دې مُهرو استفاده کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply