د ملګرو ملتونو راپور؛ تاوتریخوالی نه دی کم شوی

عبدالمنان توحیدیار

0 707

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازولۍ دفتر یا یوناما د روان میلادي کال د شپږ میاشتو راپور خپور کړی او پکې ښودلی شوي چې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو شپږ میاشتو په پرتله د ۲۰۲۰ کال لومړی شپږ میاشتو کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی .

په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، خو د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام زیات قربانیان ملکیان دي.

راپور ښيي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمایي کې یې د ۳۴۵۸ ملکي وګړو مرګ ژوبله ثبت کړې (۱۲۸۲ وژل شوي او ۲۱۷۶ ټپیان)، چې د تاوتریخوالي کچه کله لوړه او کله هم ټیټه شوې او په افغانستان کې یې ملکیان اغیزمن کړي.

راپور کې د ملکي تلفاتو شمیرې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۱۳ سلنه کمښت ښیي خو دا باید په پام کې ونیول شي، چې د طالبانو لخوا د رامینځته شويو ملکي تلفاتو په کچه کې هیڅ کم والی نه دی راغلی او دا کموالی د داعش له لوري د کمو بریدونو له کبله دی، طالبانو په دې کال کې خپل کار کړی او د تیر کال په پرتله یې زیات ملکیان وژلي دي.

راپور لیکي چې د حکومت مخالف عناصر په دوامداره توګه د ملکي تلفاتود ډیری برخې مسؤل کڼل کیږي، په داسې حال کې چې یوناما طالبانو ته د منسوب شویو تلفاتو په برخه کې د اندیښنې وړ زیاتوالی مستند کړی چې د فشاري تعبیه شویو چاودیدونکو توکو، برمته کولو چې ناوړه چلند پکې شامل وو او له پلټنو پرته سملاسي صحرایي اعدامونو له امله رامنځ ته شوي.

په ټولیز ډول ۵۸ سلنه ملکي مرګ ژوبله د دولت ضد عناصرو له خوا رامنځ ته شوې چې طالبان یې د ۱۴۷۳ (۵۸۰ وژل شوي او ۸۹۳ ټپیان) مسوول دي چې د جنوري له لومړۍ نیټې د جون تر دیرشمې دټولو تلفاتو ۴۳ سلنه جوړوي.

بیا هم ډیرملکي تلفات د ځمکنیو نښتو له کبله رامنځ ته شوي، چې د تلفاتو دوه پردرې اکثریت جوړوي – چې لامل یې غیر مستقیمې ډزې دي، په خاص ډول په ملکي میشتو سیمو کې. په دویمه درجه کې ډیر ملکي تلفات دتعبیه شويو چاودیدونکو توکو (ځان وژونکي او غیرځان وژونکي) دکارولو له کبله رامنځ ته شویدي، ورپسې هدفي وژنې راځي.

یوناما په خاصه توګه په قصدي ډول د ملکیانو د هدف ګرځولو په اړه اندیښمنه ده، چې مذهبي مشران، روغتیايي کارکونکي، د عدلي او قضايي ادارو غړي، د مدني ټولنې فعالین، د غیرحکومتي سازمانونو کارکونکي او خبریالان پکې شامل دي.

ښځې او ماشومان په نامتناسب ډول د مخامخ او غیرمستقیمو وسله والو جګړو د اغیزو له کبله متاثره شویدي، چې د ټولو ملکي تلفاتو څه باندې ۴۰ سلنه جوړوي. د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې له امله ۳۹۷ ښځو ته تلفات رامنځ ته شوي (۱۳۸ وژل شوي او ۲۵۹ ټپیانې شوي)، او ۱۰۶۷ ماشومانو ته تلفات اوښتي دي (۳۴۰ وژل شوي او ۷۲۷ تپیان). رپوټ یادونه کړې، چې ماشومان په افغانستان کې د ښکیلو غاړو لخوا د کویډ ۱۹ وبا پرمهال د جګړې لپاره د استخدام او کاریدلو له اړخه ډیر زیان منونکي دي.

که څه هم طالبان وایي چې تاوتریخوالی یې کم کړی دی، خو د ملګرو ملتونو دې راپور ښودلې چې طالبانو هیڅ ډول تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوي، هغه څه چې پر طالبانو د نړیوال باور لا ډير کمولی شي چې دا ډله د باور وړ نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply