د راپورونو پر اساس، سعودي دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې پاکستاني چارواکو وویل، د سعودي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان یا (OIC) نشي کولی د کشمیر موضوع کې مرسته وکړي.

سعودي تېره اونۍ پر پاکستان فشار راوړ چې د دوی ۱ بیلون ډالر ورکړل شوی پور دې بېرته ورګرځوي او دې وضعیت پاکستان ډېر وارخطا کړی دی.