د نوموړي په وینا، دغه لارې به د سوداګرۍ او د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي او دوی پر یوې طرحې کار پیل کړی چې ټول څه د کرونا ویروس مخکیني حالت ته وګرځي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم د یوې طرحې د جوړېدو اعلان کړی و چې پر اساس به یې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې په عادي ډول پرانېستل شي.

د شنونکو په وینا، پاکستان دغه اقدام ځکه کوي چې له اقتصادي اړخه له خراب وضعیت سره مخ دی او افغانستان د پاکستان لپاره د لومړني او تر ټولو نږدې او مهم مارکېټ په توګه پخوانی مقام له لاسه ورکړی او پاکستان هڅه کوي بېرته هغه پخوانی ځای پیدا کړي، ځکه د اړیکو د ښه کېدو په لټه کې دی.

د تورخم دروازې د بندېدو په غبرګون کې ولسمشر غني هم ویلي و، چې اوس افغانستان په پاکستان خپله تکیه کمه کړې او د دوی له لوري د لارو خلاصېدل او بندېدل زموږ په اقتصاد پام وړ منفي اغېز نه پرېباسي.