ولسمشر غني: اوربند د سولې په خبرو کې لومړی جز دی

0 686

ولسمشر غني غني د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا له لوري جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د وروستیو انکشافاتو په ځانګړي ډول سولې پروسې، د سولې او ثبات لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د موخو او د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، په مشورتي لویه جرګه کې ستره اجماع رامنځته شوه او د افغانستان ستر سیاسي ظرفیت یې نندارې ته وړاندې کړ چې موږ کولای شو ستر تصمیمونه په لږ وخت کې ونیسو. جرګې د افغانستان دولت او مذاکره کوونکي پلاوي ته، تګلاره او حدود مشخص کړل چې له طالبانو سره د کوم سیاسي چوکاټ په اړه خبرې وشي او داسې یوې پایلې ته ورسېږو چې څه ډول اوربند وشي.

ولسمشر غني دغه راز خبرداری و کړی، که طالبان د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ونه مني د جګړې د دوام مسوولیت به یې پر غاړه وي او تاریخ به یې محکوم کړي.

ولسمشر غني د افغان ولس او نړيوالې ټولنې پر اجماع چې د تروریزم له ګواښ څخه خوندي، باثباته، خپلواک او ډیموکراټیک افغانستان یې ستره موخه ده، خبرې وکړې وې ویل: هیله لرم دغه اجماع وکولای شي په افغانستان کې د سولې په تامین او د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړې.

ولسمشر ټینګار کړی، چې طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي. نوموړي د هغو پرمختګونو او هڅو په اړه چې افغانستان د مرکزي اسیا یوه عمده برخه وي، له دغو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، د دهلیزونو او ښو اړیکو پر ایجاد خبرې وکړې.

ولسمشر غني د پاکستان د رول په اړه وویل، موږ له پاکستاني مقاماتو سره ښې خبرې لرلې او دا هیواد کولای شي په سیمه کې مثبت رول ولوبوي. په افغانستان کې ثبات او اقتصادي پراختیا د پاکستان د اقتصادي ثبات او ودې لامل هم ګرځي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، ما د پاکستان لومړي وزیر سره له بېوزلۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او ومې ویل، باثباته افغانستان دا زمینه برابروي چې موږ ټول د بې وزلې پر وړاندې مبارزه وکړو او پاکستان کولای شي په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.

د ولسمشر غني د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پېښو زیاتوالي ته په اشارې وویل، کله چې د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي نو وبه لیدل شي چې طالبان د نوي افغانستان په اړه څه فکر کوي او ایا طالبان کولای شي د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې چې یوه ډیموکراته او ازاده ټولنه ده، جذب کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

له ارګ څخه په خپرې شوې دې خبرپاڼه کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خلاصون ته په اشارې د ولسمشر له قوله ويل شوي، د سولې د ټینګښت لپاره مو لوړه بیه پرې کړې او اوس اصلي اجنډا دا ده چې اوربند وشي او د تاوتریخوالي پای ته رسول د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي له عمده موخو څخه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply