غازي امان الله خان ارمان، یو سیال افغانستان

محمد داود نیازی

0 1,250

خلک په شعوري او غیرې شعوري ډول ليګا دي د خپلواکی ورځې د پیکه کیدو او یا نه نمانځلو په موخه لیکنې کوي ،لومړی خو دا چې دا خپلواکي د افغان ولس ده  ، د هېواد خپلواکي غازي امان الله خان په مشر افغانستان ترلاسه کړې ده ځینې له حکومت سره د عقدې له مخې د دې ورځې د نه نمانځلو  خبرې کوي په همدې موخه یوه لیکنه په فسبکونو کې ښکته پورته کيږي چې زه کټ مټ را اخلم; موږ  ازبکستاني اوړه له هندي وریجو سره په ایراني ګازو او چينايي داش سره په پاکستاني دیګ پخوو او بیا یې په فرانسوي کاسه کې په ترکي قالینو باندې د ترکمنستان د برق رڼا ته وخورو او بیا نو  په جرمني تیلفون کې د امریکايي مارک زوکربرګ په جوړ اپلیکیشن فسبوک کې ولیکو : وطنه مورې یې زموږ ، او د ازادۍ 101 مه کلیزه مو مبارک ،افسوس په موږ ،وژاړو که وخاندو ورته; .

په دقیق ډول د پورتني لیکنې لیکوال نه پيژنم ځکه په هر ځای کې چې ګورم کاپي ورسره لیکل کيږي ،

هر چا چې دا لیکنه کې او  هر هغه څوک یې چې خپروي یا د غازي امان الله خان دورې په اړه معلومات نه لري او یا قصدا دا کار کوي ځکه کوم کارونه چې غازي امان الله خان د هېواد د پرمختګ او ابادې لپاره 101 کاله وړاندې کړل ول اوس هم ځینو هېوادونو ته یو خیال دی او په هغې وخت کې خو حتا ځینې هيوادونه رامینځته شوي هم نه ول ، هغه تر هر څه وړاندې د کورني تولید د تقویې قانون تصویب کړ،په لومړی ځل یې بودجه جوړه تصویب کړه ، بريښنا یې تولید کړه،اوبو بندونه یې جوړ کړل ،افغانۍ قالینو لپاره یې په نړۍ کې بازارونه رامینځته کړل ،بانکونوټونه یې چاپ کړل ، په هېواد کې کورني تولیدات رامینځته کړل ،افغانستان یې له نړۍ سره ونښلو، په افغانستان کې مالي ریفورم رامینځته کړو ،86 ډوله کانونه کې کشف کړل ،سوداګریز شرکتونه یې رامینځته کړل ، صنعت د تشویق قانون یې  تصویب کړ ، په همدې ډول د بدخشان د لاجوردو،د هرات نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخان د کانونو پرختیا د اوسپني،سکرو ډبره، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیرنو قرار دادونه وروستي شوي ول، د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ،په همدې ډول د بدخشان د لاجوردو،د هرات نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخان د کانونو پرختیا د اوسپني،سکرو ډبره، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیرنو قرار دادونه وروستي شوي ول.

غازي امان الله خان دا کړنې 101 کاله وړاندې ترسره کړې او هغه یو داسې افغانستان غوښت چې :

  1. د هر افغان ژوند په کې خوندي وي
  2. د هر افغان عزت په کې خوندي وي
  3. هر افغان هوسا ژوند ولري
  4. هر ماشوم زده کړې وکړي
  5. افغانستان ښکلي سړکونه،هوايي دګرونه ،پلونه ،بريښنا ډیمونه ولري
  6. افغانستان د نړۍ د سیاحت مرکز وي
  7. هر افغان د ارامی ژوند ولري
  8. افغانستان په خپل ځان بسیا وي
  9. افغانستان خپل هویت ولري
  10. او افغانستان د نړۍ له سیالانو سره سیال وي ،افغانان با عزته ملت شي

هغه د همدې وینې د تویدو د مخنیوي لپاره پاچاهي پريښوده ،دا خو زه او ته یو چې هېواد مو پردیو ته پريښود، پردیو هېوادونو ته جاسوسي کوو. هغه یو داسې افغانستان نه غوښت چې :

  1. چې هر ورځ لسګونه افغانان ووژل شي
  2. لسګونه افغانان ټپيان شي
  3. زرګونه ماشومان یتیمان شي
  4. زرګونه ښځې ګونډې شي
  5. میلونونه افغانان ګډوال شي
  6. زرګونه افغانان په سمندرونو کې ډوب شي
  7. میلونونه ماشومان په لوږه ویده شي
  8. میلونونه انسانان بیوزله شي
  9. افغانان د پردیو د جنګ قرباني شي
  10. افغانستان د نړۍ د هېوادونو د جنګ ډګر شي
  11. زرګونه نجونې بې پته شي
  12. افغانستان د نړۍ د ترهګرو ځاله وي
  13. افغانستان کې فساد  وي
  14. افغانستان بل چاته اړ وي
  15. افغانستان د قاچاق مرکز وي
  16. افغانستان له پردیو جاسوسانو ډګ وي

روح يې ښاد او یاد تل ژوندی.

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply