د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي!

عبدالله وردک

0 592

 

 

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکمو رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور پهحوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي،شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم وکرم.

د یادولو وړ ده، چې دغه ۱۵ کاله مې د کور په حوېلۍ کې هیڅ شی نه وو کرلي. نو پدې خاطرمې دغه ټول شیان وکرل، چې حوېلي یو څه شنه پرې ښکاره شي.

په لومړي وخت کې مې خېشاوې (بد بوټو) ته په مناسب وخت کې لازمه توجه ونکړه.

یوه ورځ مې غوښتل چي دغه بد (بې ګټې) بوټي، له ښو (ګټورو بوټو) څخه لېرې کړم. ګورم چېدغه بد بوټي تر اصلي ښو بوټو څو وارې لوی او قوي شوي وو. کله مې چې تصمیم ونیوه، چېدغه بد بوټي له ښو بوټو څخه لېرې کړم، نو ددغه بدو بوټو لېرې کولو، ښو بوټو ته هم ډېر زیانورساوه، او هغه وو، چې د بدو بوټو په لېرې کولو کې مې ډېر ښه ګټور بوټي هم له لاسه ورکړل.

دغه صحني زما طبعیت ډېر خراب کړ، او بیا مې له خپل ځان سره وویل، چې ما باید په مناسبوخت کې دغه بد بوټي، له ښو بوټو څخه بېل کړي وای. یو به یې د ښو بوټو حق نه و خوړلی، اوبل به یې د لېرې کولو په وخت کې، دغه ښه بوټي له بېخه نه اېستل.

دغه د سترګو لیدلي حال، ماته دغه لاندې فکرونه پیدا کړل.

۱په هره ټولنه کې ښه او بد خلک شته دي. که له لومړۍ ورځې څخه له ډېر احتیاط څخه کاروانخستل شي، او دغه بد خلک ددغو ښو خلکو په څنګ کي ډېر نیږدې پرېښودل شي، نو ډېرامکان لري، چې بیا ددغه بدو خلکو لېرې کول، دومره آسانه کار نه وي. که یو څوک وغواړي، چېدغه بد خلک بیا لېرې کړي، نو بیا به دغه بد خلک تر خپل توان پورې کوښښ کوي، چې ښو خلکوته هم، حتمي ډېر زیان ورسوي.

د مثال په توګه، په یوه کورنۍ کې چې کوم اولاد، خدای مکړه بې لارې شي، او پلار او مور یې پهمناسب وخت کې، د هغې په قاطع ډول مخنیوی ونکړي. نو کله چې بیا هغه لوی شي، او هم خپلوبدو کارونو ته ادامه ورکړي، نو ډېر امکان لري، چې هغه د کورنۍ نور غړي هم له ځانه سره ډېرخراب کړي. بیا به د مور او پلار، لاس ټکول، هېڅ په درد ونه خوري.

۲په سیاسي ګوندونو کي هم، که دغه ټکي ته، په مناسب وخت کې کلکه توجه ونشي، نو بیا ډېرامکان لري، چې دغه بد خلک په هغه سیاسي ګوند کې، ډېره تباهي منځ ته راوړي. نو د یوهسیاسي ګوند، د رهبرۍ دپاره لازمه ده، چې په مناسب وخت کې ددغه شانته خلکو مخه ونیسي،او پرې نږدي، چې دغه بد خلک، د ښو خلکو تر څنګ ځای ونیسي. کنه، کېدای شي، ښه خلکددغه بدو خلکو په منځ کې باالکل بې ودې شي، او دغه ښه خلک به د خرابو خلکو، په منځ کې، لهنورو خلکو څخه پټ وساتل شي، او بېروني خلک به هغه لیدلی نه شي، ترڅو خپل شکایت ورتهوړاندې کړي. نو د ښو مشرانو دپاره لازمه ده، چې د خپلو نیږدې مامورینو، کړونو ته ډېر متوجېوي. داسې نه وي، چې هغه له خپل ځانه خبر نه، او دده ارتباط، له خپلو وفادارو غړو سره پرېشوی وي.

۳د یوه ملک ښه ولسمشر هم، باید د خپلو نیږدې ملګرو په هکله ډېر متوجه وي. که چېرې بدخلک، د یوه ولسمشر په اطراف کې ځای ونیسي، نو هغه به هم ډېر ژر د خپل ملک له ښو خلکوڅخه، په خاص مهارت، ددغه بدو خلکو په ذریعه یوازې وساتل شي، او بیا به د ولس، اوولسمشر، ترمنځ نه پخلا کېدونکی واټن منځ ته راشي.

نو د یوه ښه ولسمشر، دپاره لازمه ده، چې بد خلک، پر خپل ځان راټول نکړي.

همدارنګه، په یوه کلي کې هم، که چېرې د بدو خلکو مخه په مناسب وخت کې ونه نیول شي، نوکېدای شي، د هغه کلي ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

نو په هرځای، او په هر کار کې، باید ښه خلک لاس په کار شي، او د بدو خلکو، په ګډه کلکهمخنیوی وکړي. کنه، تر ټولو لومړی به یې همدوی ته زیات تاوان رسیږي.

د یادولو وړ ده، چې دغه خبره باید ټولو ته د لمر په شان واضح شي، چې ښه او بد به د اسلام پهرڼا کې تعین کیږي، او بس.

 

د پام وړ ټکي!

هېره د نه وي، چې په لومړي وخت کې ښه بوټي، او بد بوټي، یوشانته ښکاري، او عادي خلک، دهغو ترمنځ سم فرق نشي کولای. که چېرې له خاصو مهارتونو څخه کار وانخستل شي، نو امکانلري، چې بد بوټي، د ښو بوټو ترڅنګ پاته شي، او هغه د ښې ودې څخه بې برحې کړي، چې دابه د ډېر خفګان وړ حالت وي.

که ښه په غور سره وکتل شي، په افغانستان کې همدغه شانته کار وشو. بدو خلکو، په ډېروحساسو ځایونو کې په خاص مهارت سره، ځایونه ونیول، او بیا یې، خپل شوم هدفونه یو پر بلپسې عملي کړل، او وطن یې له دغه اوسني ناوړه بد حالت سره مخامخ کړ.

الله(ج) د، ددغه وطن په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، ترڅو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاستهراوړي. آمین یارب العالمین

په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کومچې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبولهاومنظوره وي. آمين یارب العالمین.

زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعاکوم، چې الله(ج) د، په افغانستان کې سوچه اسلامی نظام قایم کړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply