د ویاړ څلی   -لومړۍ برخه

توریالی ملیار

0 761

د ارواښاد غلام محمد فرهاد د ژوند، دندو او خدمتونو په اړه را غونډ کړي معلومات په څو برخو کې خپروم، له درنو لوستونکو په درنښت هیله کوم چې که د فرهاد پاپا په اړه معلومات یا هم زما د معلوماتو په اړه نیوکه لري یا هم کومه مشوره راباندې لوروي، هیله ده د همدغې لیکنې د پای کومنټ برخه کې یې را ته ولیکي.

د ویاړ څلی   (لومړۍ برخه)

نن دهغه ښاروال او برېښنا د رییس یاد ته تم شوم چې کابل ښار یې د بېل او کولنګ په مرسته ودان کړ برېښنا یې ورکړه، ښاري خدمات او قوانین یې رامنځ ته کړل، د برېښنا فابریکې یې ورغولې، د برق شبکې یې جوړې کړې، د کابل ښار کوڅې یې په لرګینو ستنو د برېښنا په ګروپونو رڼې کړې، برېښنايي ټرافیکي اشارې یې واټونو کې ولګولې، د موټرو د تګ لوری یې له چپ اړخه ښي اړخ ته واړاوه او لسګونه داسې سختې او ننګونکې پرمختیايي پروژې یې سر ته ورسولې چې لا تر اوسه ترې ګټه پورته کیږي او خلک پرې ښېرازه دي. دغه ښار وال له دومره پرمختګونو سره د ژوند تر اخره په خپل خټین کور کې پاتې شو نه یې بنګله جوړه کړه او نه یې هم د کوم نوي او ښایسته کور د بنسټ ډبره کېښوده، خو د برېښنا جوړول او د ښار آبادي یې پر خپل ځان فرض وګڼل او ټول عمر یې د خپل ولس خدمت کې تېر کړ، د خلکو دغه خادم غلام محمد فرهاد نومېده او هغه وخت په (پاپا) یا پلار مشهور شو چې د کابل ښار په ماشینخانه کې د الکټرو تخنیک څانګې مسوول وګومارل شو، ده هغه مهال اماني (نجات) لیسه کې د فزیک او فرانسوۍ ژبې تدریس ته هم اوږه ورکړې وه او د هغو جرمني متخصصینو او مسلکي استادانو تشه یې په یوازې سر ډکه کړې وه چې د دویمې نړیوالې جګړې له امله بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو، په شنه سهار به یې خپلې مسلکي دندې ته ځان ورساوه، بیا به د تدریس لپاره لیسې ته ورغی او تر تدریس وروسته به بېرته خپلې مسلکي دندې ته لاړ، کاري ماحول کې یې له خپلو مامورینو او کاریګرانو سره رویه دومره له مینې ډکه وه چې خلکو د آمر او رییس  پر ځای (پاپا) باله، یا هم د لیسي زده کوونکو د مهربانه رویي له امله پلار او پاپا ورته ویل. هغه وخت چې د کابل ښار برېښنا له جبل سراجه راتله نو پاپا ته د دغې فابریکې او شبکې چارې هم وسپارل شوې.

کله چې کابل ښار ته د جبل سراج فابریکې برېښنا نه پوره کېده نو پاپا په چک کې د برېښنا فابریکې جوړولو وړاندیز وکړ، د فابریکې ځای مشخص شو او د جرمني زمېنس کمپنۍ سره د یوه تړون له مخې یې د فابریکې جوړولو چارې پيل او په ۱۳۱۹ کال، شپږو کلونو کې د جرمني انجنیرانو په مرسته بشپړې کړې،  د چک فابریکې تر جوړېدو وروسته یې چارې هم دغه خدمتګار انجنیر ته ور دغاړې کړې، چک  فابریکه کې د اوسېدلو مناسب ځای نه و، خو هغه مهال چک کې یو دولتي درې ستوریز هوټل آباد و او فرهاد ته د اوسېدلو لپاره پکې کوټه غوره شوې وه، خو دی کله هم هوټل کې ونه اوسېده او نه یې هم د هوټل د ډول ډول خوراکونو هوس ته زړه ښه کړ ده د برېښنا کوټ له نوکریوالانو سره یو ځای خپله شپه سبا کوله او له هغوی سره یو ځای یې په وچه ډوډۍ او چای ګوزاره کوله، سهار په تیاره به یې د سهار چای خپله تیاراوه، بیا به په موټرسایکل د بند کتلو ته ورغی هغه به یې تر نظر تېر کړ او بېرته به یې خپلې وچې ډوډۍ او چای ته ځان ورساوه، پاپا د برېښنا کوټ اړوندې ځمکې د یوه تفریحي پارک په بڼه ښایسته کړې وې، د اوبو ابشارونه، ډول ډول ونې، رنګارنګ ګلونه، دکښيناستو سوپې او د اوبو حوضونه یې هلته جوړ کړل، پاپا به هر کال د سرکاري باغ شنه واښه څو کلیوالو ته په ارزانه بیه ورکول چې ویې ریبی او خپل مالونه پرې ماړه کړي، مګر ده هغه په نشت حساب پیسې هم د دولت خزانې ته اچولې.

پاپا یوازې د خدمت هوډ لاره له کار او مسلک سره یې مینه وه او د خلکو خدمت یې د سرلوړۍ لاره ګڼلې وه، سرکار د کابل برېښنا رییس وټاکه خو دی بیا هم دفتر کې پاتې نه شو، واټونو او کوڅو کې د برېښنا ترمیم لپاره به یې خپله کار کاوه،  یوه سخت ژمي کې د چک برېښنا مزی په السنګ سیمه کې پرې شوی و، پر ځای د دې چې یوازې خپل کاریګر ور ولېږي له څو کاریګرانو سره خپله هلته ورغی، کله یې چې موټر واورو کې ونښت هغه یې هملته پرېښود او په پښو په سختو واورو او بادرویو کې تر پرې شوي مزي ورسېد، د برېښنا مزي تړلو ته خپله د ستنې سر ته وخوت او مزی یې وصل کړ کله چې بېرته کابل ته ستون شو نو د پښو ګوتې یې واورې وړې وې چې څو میاشتې یې درملنې وخت ونیو، له ده سره د پښو تکلیف او درد د ژوند تر پایه ملګری و چې ډاکترانو یې هم سبب په نا مناسبو شرایطو کې کار په ګوته کړی و، خو ده د پښو درد له کړاو سره سره پر څوکۍ ډډه ونه لګوله او ټوله ورځ به یې سخت کارونه په خپله ترسره کول.

غلام محمد فرهاد له پاچا محمد ظاهرشاه سره د سروبي فابریکې د کارونو کتلو پر مهال

کله چې د کابل ښاري سیمه یو څه پراخه شوه نو د چک برېښنا ورته بسنه نه کوله او د وچکالۍ پر مهال به یې اوړي کې برېښنا کمېدله، نو فرهاد د بلې فابریکې جوړولو لپاره د پلان په جوړولو بوخت شو، دغه بې دبدبې انجنیر له یوه بل جرمني انجنیر سره سروبي ته لاړ پوره (۴۰) ورځې د سروبي او ورېښمین تنګي په هسکو ټیټو کې د یوې خېمې تر سیوري لاندې تېرې کړې د برېښنا فابریکې او بند جوړولو لوری یې وموند، نقشه یې وکښله، د لګښتونو اټکل یې وکړ د برېښنا کوټ جوړولو پیل یې وکړ او په هغو شرایطو کې چې افغانستان نه پرمختللي وسایل لرل، نه ماشینري او نه هم مسلکی بشري ځواک خو پاپا دغه فابریکه په (۶) کلونو کې د برېښنا تولید ته تیاره کړه او هغه فابریکه اوس هم سروبی او ننګرهار ته برېښنا ورکوي.

(نور بیا)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply