ځورېدلی اتل

توریالی ملیار

0 556

د ۶۰مې لېسزې لومړني کالونه وو، چې کلي ته د لومړي، دویم او درېیم ټولیګو درسي کتابونه را ورسېدل، دغه کتابونه معلم محمد نذیر (معین) او معلم محمد سلیم له پېښور څخه راوړي وو، هغه وخت دغسې کارونو ته د لږو خلکو پام وو او بیا له پيښوره تر کلي پر کنډو کپرو او له خطره ډکو لارو د کچرو او خرو په شا د دومره کتابونو را رسول معجزه ګڼل کېده، سرمعلم معین خان کیسه کوله چې د کتابونو را وړلو پر مهال مې د قوماندانانو او سرګروپانو سختې خبرې تېرولې چا به ویل د وسلو په کچرو کتابچې بار دي، چا به ویل موږ له روس سره ګوته په ماشه یو د خان زوی وطن ته کتابونه زغلوي، سر معلم صاحب وې ما به عکس العمل نه ښود ځکه په یوه عکس العمل زموږ ټوله خواري په اوبو لاهو کېدلی شوای.

معلم محمد سلیم خان څو ورځې زموږ له جومات څخه راوړي کتابونه ماشومانو ته ووېشل او د دریو ټولګیو یو بې چته او بې دیواله سیار ښوونځی جوړ شو، موږ تر ونو لاندې لیک او لوست ته کښیناستو خو هغه ښوونکی چې ماشومانو ته یې کتابونه وېشلي وو ښوونځي کې مو ونه لید، کال نیم وروسته معلم سلیم ګل بیا را پیدا شو، ماشومانو ویل دغه سړی هم زموږ نوی استاد دی، هغه وخت مولوي عبد الصبور فرقاني، مدیر منهاج الدین وهاج، مولانا میروخان، معلم رحیم الله خان، ذابت فضل جان او مولوي ترکستاني موږ ته درس را کاوه.

له معلم سلیم ګل سره ورو ورو بلد شوو، دی مو ډېری وخت د تاریخ استاد و، خوږ، په ځان ډاډمن، جدي او مغررو سړی و  په لږ وخت کې ټولو زده کوونکو د یو داسې استاد په توګه وپېژانده چې د ده پر وړاندې مو باید مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي وای، سلیم ګل د مطالعې او افاقي معلوماتو مینه وال و، د کورنۍ مشرانو به چې له پيښور کتابونه او مطبوعاتي توکي راوړل نو د ده برخه پکې معلومه وه، د وخت په تېرېدو سر معلم سلیم ګل ښوونځي کې داسې اداره را منځ ته کړه چې نن په مهمو مرکزي لیسو کې هم لا د هغه ډول نظم او ډسپلین بېلګه نشي تر سترګو کېدای.

د سلیم ګل یوه بله ښیګڼه دا وه چې د ښوونځي له حریم، زده کوونکو او ښوونکو یې په ډېره زوړرتیا او هوښیارۍ دفاع کوله.

کله چې د مجاهدینو سر زوریو د کابل واګي په لاس کې واخیستې او تنظیمونو د زور ښکرې سره اړم کړې وې اسلامي حزب د خپلو لیسو د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو زده کوونکي هم د جګړې ډګر ته ور ټېل وهل، له پيښوره یې د سید جمالدین لیسې زده کوونکي چهارآسیاب کې ځای پر ځای کړل په لسو کسانو یې یو یوولس ډزی ټوپک ورکړی و چې د حزب له اهدافو دفاع وکړي، وردګو کې یوه زورور قوماندان د عمر فاروق لیسې ته راغی د لیسې له ادارې یې وغوښتل چې خپل د لوړو ټولګیو زده کوونکي د جګړې ډګر او تنظیمي دفاع ته حاضر کړي، په لیسه کې پر ښوونکو او زده کوونکو د ډار او وېرې څپه خوره شوه، دغسې یوه ستر قوماندان ته د نفیې ځواب د مرګ جاغې ته لاس اچول وو، په ټولو لاره ورکه وه چې څرنګه له دغه جنجاله د تېښتې لاره ومومي، نېږدې وه چې د هغو زده کوونکو لیست ورکړل شي چې یوولسم او دوولسم ټولګیو کې یې درس وایه. دغه چوپتیا او د وېرې فضا استاد سلیم ګل په خپلو شمېرلو خبرو ماته کړه، معلم سلیم ګل قوماندان ته په زړورتیا وویل چې دا تعلیمی مرکز دی د مجاهدینو پوسته نه ده.

  • تعلیمي مرکز به وي خو د حزب تعلیمی مرکز دی او زه د حزب عمومي قوماندان او د امیر د امر عملی کوونکی یم.
  • د حزب امیر حق نه لري چې د خلکو اولادونه د جګړې اور ته ور ټېله کړي.
  • دا د حق او باطل جګړه ده موږ چې تر اوسه د ښوونځيو ملاتړ کړی ښوونځي ملکف دي چې له حزب دفاع وکړي.
  • دا جنګ د تنظیمونو تر منځ د قدرت جنګ دی هیڅ قانوني جواز نه لري.
  • یو ځل بیا درته وایم چې دا د امیر امر دی او زه د دغې پراخې سیمې مسوول یم موږ د جنګ ډګر ته څوک بوزو؟ همدغه ځوانان زموږ مجاهدین دي!
  • ته به د سیمې مسوول ځان ګڼې خو زه د دغې لیسې مسوول یم هیڅوک د ښوونځي زده کوونکي د جنګ ډګر ته نشي بېولی.

د قوماندان پر وړاندې د سلیم ګل درېدل لویه ګوستاخي بلل کېده او ګومان کېده اوس به د قوماندان تر پښو لاندې شي، قوماندان سور او شین شو ویل یې که له رضا خبره واوړي زور هم کارولی شم، له دې خبرې سره سم سر معلم سلیم ګل د قوماندان مخې ته پر ايښې کلاشنکوف ور ټوپ کړ را پورته یې کړ، ورته کړل یې زه حاضر یم چې ستا د زور مقابل کې خپل زور وازمایم، چې څو زه ژوندی یم زما یو زده کوونکی هم څوک له ښوونځي نشي بېولی. خبره په تاو تریخوالي واوښته د قواماندان باډیګارډانو د ټوپکو ګټونه سره کش را کش کړل، یوه ښوونکي د معلم سلیم ګل له لاسه ټوپک واخیست، ټولو شېبې شمېرلې چې اوس به سلیم ګل لاس تړلی د قوماندان موټر ته وغورځول شي، خو سلیم ګل د پولادي دیوال په شان ولاړ و او د یوه ستر قوماندان مخکې یو بې زوره معلم د خپلې لیسې او خپلو زده کوونکو دفاع ته له خپل ځان هم تېر و. قوماندان چې وضعیت ولید معلم سلیم ګل ته یې دوې درې پټکې وکړې او روان شو. عجیبه صحنه وه او هغه د بلا وه برکت یې نه کیسه مو تر مخ تېره شوه، موږ بېرته ټولګیو ته وخوځېدو سر معلم صاحب غږ وکړ ووړکیو کښينئ هیڅ خبره نشته، کښيناستو درس بېرته پيل شو خو د وېرې خاموشي خوره وه.

فکر کېده چې معلم صاحب به د خپلو اعمالو سزا وویني خو بیا د حزب قوماندان له لیسې څخه د نظامي او جنګې حربې په توګه کار اخیستو ته زړه ښه نه کړ.

د هغو لیسو زده کوونکي چې د تنظیمي دفاع لپاره د جنګ ډګر ته استول شوي وو، ځينې یې په جګړه کې ووژل شول، ځینې ټپیان شول او له ځينو داسې ټوپکمار، پاټکمار او غله جوړ شول چې وحشت ته یې دنیا حیرانه شوه خو زموږ سیمه کې د نوي نسل د بېلارۍ مخه یوه بې دفاع ښوونکي په خپل عزم او اراده ډب کړه هغه ښوونکي چې نه یې د کوم قوماندان ملاتړ لاره او نه پسې د کوم زورور د څپلۍ کښ و. نورو ډېری سیمو زورواکي او ټوپکمار زېږول خو زموږ هغه کې بیا ځوانان له لیسو او پوهنتونونو فارغېدل، ددغه لالهانده ښوونیز سفر لپاره هغوی پخه اراده کړې وه چې په دسترخوان به یې په مړه ګېډه وچه ډوډۍ لا نه موندل کېده، مګر ماشومانو ته لارښوونه یې خپل کاري لومړيتوب ګڼلی و لوږې او تندې یې تېرولې خو د تعلیم د لارې مزل یې په نیمه کې پرې نښود دغه قهرمانان ځينې د همدغه سفر پر مهال د بېوزلۍ په تنګ چاپېریال کې له دنیا وکوچېدل او ځينې لا اوس هم سپېرې ګوتې د تختې مخې ته ولاړ وي او لا یې کلي کور کې د پوهې او د ماشومانو روزنې ماشین تاند ساتلی دی.

د اوسني بدلون په رامنځ ته کېدو کاري چاپېریال ته په ستره کچه د ځوانانو جذب دهمدغو بې وزلو اتلانو د مبارزې نتیجه بلل کېږي، سیمه کې د هغه وخت ماشومان چې اوس ځوانان او پاخه  دي د ښه ژوند څښتنان شول، دندې یې وموندې، شرکتونه یې جوړ کړل، د ښاري ژوند زمینه ورته برابره شوه، د کورونو څښتنان شول، د خپل فن او پوهې په مرسته د نړۍ نورو هېوادونو کې مېشت شول او د یو ناڅاپي اقتصادي بدلون د کاروان لارویان شول.

د تنظیمی جګړو له څپې وروسته د بلې جګړې څپه او د یوې بلې اېډیالوژۍ واک را منځ ته شو هغه مهال دینې مدرسې اصلي او ارزښتناک تعلیمي مرکزونه ګڼل کېدای شوای او د پوهنتون او عصري زده کړو بهیر هغې تنګسې ته ولوېد چې په سختۍ یې سا کښلی شوای خو بیا هم د ښوونیز بهیر اتلان په خپل عزم ولاړ پاتې شول سیمه کې د لیک لوست بهیر تت نه شو مبارزه روانه وه او زموږ یوه بې وسلې اتل بیا هم د ښوونځي دفاع ته خپل ټټر سپر کړی و.

یوه ورځ سیمه کې سرکار غوښتل د جګړې لپاره لاریو ته پر زده کوونکو وسلې بار کړي او بیا یې د جګړې ډګر کې پرې خالي کړي، خو دلته هم د ښوونځي یو ازلي مدافع د دوی مخې ته ودرېد یو بې زوره، بې واکه، بې وسلې سړی د مستو زورورو پر وړاندې را اوچت شو ورته ویې ویل چې زده کوونکي یې خپلو کورنیو د درس لپاره را لیږي د دې لپاره نه چې څوک یې د بارودو او وسلو بارولو ته اړم کړي: ” زده کوونکي له ټولګي او ښوونځي نشئ بېولی کله چې له ښوونځي ووتل له هغه ځایه یې بوزئ، له خپلو کورنو یې بوزئ، دلته زه د دغو زده کوونکو مسوولیت لرم، دا لېسه ده، دلته یوه اداره او یو علمي مرکز دی دا د خپلسریو انګړ نه دی… “ سرمعلم صاحب په زړورتیا زده کوونکي له خطرونو د ډک بیګار له شره خلاص کړل، دی پوهېده چې دغه کار به ده ته په درنه بیه تمام شي خو ده دا هر څه په ځان منلي وو.

لا هسک مازیګر و چې له ولسوالۍ دوه وسله وال د سرمعلم صاحب د کور مخې ته ودرېدل او لاس نیولی یې ورسره بوت، دا چې له سرمعلم صاحب سره څه وشول، سر معلم صاحب ۲۲ کاله وروسته او تر مړینې یې ایله اونۍ وړاندې خپله د مظلومیت کیسه داسې را ته وکړ:

” له کوره یې وایستم تر پینځه شپږ دقیقې مزل وروسته یې د برېښنا فابرېکې پر سړک ور ښکته کړم، هلته پوه شوم چې خبرې نه راسره کوي، یوازې سزا راکولو ته مې بیایي هلته د خلکو د وهلو او بندي کولو لپاره د برېښنا فابرېکې دوې کوټې بېلې شوې وې، کله یې چې هغې کوټې ته بوتلم، کوټه کې دوې توشکې هوارې وې، یوه دنګ ځوان سملاسي تر توشکې لاندې لاس کړ یوه ګېډۍ لښتې او یو کېبل یې را وایستل ما چې څو ځان ښوراوه دوه درې راباندې چنګاو شول پړ مخې یې پر ځمکه وغورځولم یو مې پر ولیو کښیناست بل پر پښو، تر هغه یې ووهلم چې راباندې ستړي شول، خواوشا ساعت به تېر شوی و چې پر ولیو او پښو ناست کسان را څخه پورته شول، زه د ولاړېډو نه وم دومره پوه شوم چې د شا تخته مې له وینو لنده خیشته وه، جامې مې پر وینو او غوښو سرېښ وې، دومره مې ترې واورېدل چې ویل یې د سید قطب زوی د مکتب له کونیانو ملا تړي، زموږ د کېبل زور یې نه دی لیدلی“…. سرمعلم صاحب چې کیسه دغه ځای ته ورسوله ډډه یې تازه کړه په ژړا شو او  زیاته یې کړه: ” له کوره چې تر فابریکې په پینځو شپږو دقیقو کې بېول شوی  وم دغه لاره مې بېرته ایله په یوه ساعت کې ووهله، کور ته ورسېدم د ماښام په خړه کې مې د الله په نامه عریضه ولیکله پکې ومې کښل چې اې خدایه ما له خپل حریم دفاع کړې، له هغو ماشومانو او نویو ځوانانو مې ننګه کړې چې کورنیو یې زموږ په هیله د لیک لوست، ادب او اخلاقو لپاره ښوونځي ته رالېږلي، ما د هغو غریبو له اولادونو دفاع کړې چې په وچه ډوډۍ ماړه نه دي خو  لا یې هم د تعلیم هوډ نه دی بایللی، بیا مې عریضه قر آنکریم کې کېښودله څو ورځې کور کې وم او چې لږ د کښيناستلو شوم نو مې خپلې کورنۍ ته خپل تصمیم ووې چې سر له سبا له کلي وزو، سبا موټر د کور مخې ته ودرېد خپل څړي مو پکې بار کړل او له همغې ورځې مې کلی پرېښود“. استاد سلیم ګل کیسه دغه ځای ته ورسوله بیا یې سخت وژل ویل یې ویاړم چې د بې غیرتۍ کار مې نه دی کړی.

استاد چې ماته دغه کیسه کوله، له څو ناروغیو کړېده، لاسونو او سر یې رېږدېدل، د وینې فشار او شکرې ناروغۍ ځوراوه، خو څېره کې یې بیا هم نا هيلي نه ښکارېده. ورپسې یې د تنظیمونو نارواوو ته اشاره وکړه، د کابل جګړې یې یادې کړې او زیاته یې کړه چې تنظیمي اربابانو خلک څنګه غولولي وو، د دوی مبارزه سپېڅلې نه وه، د ولس له دردونو نه و خبر، د اوسنیو بدبختیو مسوول ټول همدوی دی، په دوی موږ باور کړی و، دوی مو تر ټولو ښه مسلمان ګڼل، خو دوی د همدغه ولس د بدبختیو عاملین ثابت شول، د سر معلم صاحب غږ یو ځل بیا په رېږدېدلو شو، بیا یې اوښکې په سپينه ږیره را تویې شوې، غوښتل یې نور څه هم ووايي خو لکه چې دمه یې کوله لاړې یې په سختۍ تېرې کړې او د دردونو او نا هیلیو ډېرې نورې کیسې یې هم را ته وکړې.

زما او استاد دغه لیدنه تر ډېر ډېر ځنډ وروسته وشوه، فکر کوم خواوشا درې ساعته به مو مجلس سره کړی وي، خو دغو دریو ساعتونو کې هم لا له مجلس ستړی نه و او غوښتل یې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

اونۍ لا نه وه پوره چې انجنیربمبیوال را ته زنګ وواهه:  ”استاد سخت ناروغ او روغتون کې بستر دی“ ما وې ورکه کرونا یې کړې څپه یې را باندې راغلې پوښتنې ته یې که ورشم هسې نه چې په بله نارغۍ به اخته شي، بل سهار یې بیا راته زنګ وواهه په نیولي غږ یې را ته وویل :  ”سرمعلم صاحب زموږ له کاروان لاره بېله کړه“زه د ځان له درده نشوای خوځېدلی د ځواب ویلو توان مې ځان کې ونه لید چوپ پاتې شوم او اړیکه پرې شوه، ماسپښین یې په کړاو جنازې ته ورغلم، هغه د مینې، اخلاص، او ريښتینولی سمبول، هغه د غررو او زړورتیا دنګ غر سپینه ټوټه کې ځای پر ځای شوی و او کفن کې یې د مخ څېره د ګلاب په څېر ښکارېده.

په هر قام کې په ژوندون قدرداني وي

پښتانه چې کله مړه شي قدر دان شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply