!د ځوانانو نړيوالې ورځې په وياړ

لیکنه : شیرمحمد امیني  ستانکزی

0 786

د زمري۲۲ مه چې د اګست دمیاشتې له ۱۲ مې نیټې سره سمون خوري ؛ دځوانانو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو دودیزو جشنو سره لمانځل کیږي، خو افغانستان کې دڅو کلو راپه دېخوا   دځوانانو نړیواله ورځ لمانځنه يې  په ځینو ولایتونو کې  په پيکه  او دنمایشي غونډو په  ترڅ کې ترسره کیږي او  ډیري ځوانان هم له یادې ورځې ناخبره دي .

په هېواد کې کرغيړنې جګړې زموږ ګڼ شمير ځوانان تيت او پرک کړل، څه په اور کې لولپه شول، څه بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول .

همدارنګه دهېواد دښمنانو له مخکې طرحه کړې توطيې او پلانونه زموږ ځوانان يې له سواده محروم، په نيشه يي توکو روږدې، د يو نوم او بل په نوم يې سره خپلو کې په جګړو ښکېل کړل او دهېواد اقتصاد ته يې بې درکه زيانونه واړول، چې دغه لړۍ لا روانه ده .

د اوسنۍ عصر ځوانان او راتلونکي نسلونه دې له تجربو ګټه پورته کړي، چې د بهرنيو استخباراتي کړيو دسيسې دې نورې شنډې کړي، پرې نږدي، چې زموږ په ځوانه هستۍ دبازۍ میدان تود وساتي؛ بلکې د پوهې له مخې دې ورته غاښ ماتونکي ځواب ورکړي .

همدا ځوانان  دي، چې دهیواد په جوړولو او پرمختګ  کې رغنده رول لوبولای شي  او ځوانان دیوه هیواد دملا تیر  حیثیت لري، باید ولس او حکومت  دواړه  دغه قشر ته پاملرنه وکړي .

که په کومه ټولنه کې  ځوان شتون ونه لري، هغه ټولنه به نیمګړې او ورسته پاتې وي، خو داچې ځوانان څومره دهیواد پروړاندې مسؤلیت منونکي دي، باید خپل مسؤلیت ته ځیرنه وکړي، چې ټولنه  د شته ووبدبختیو نه په امن کې کړي .

ځوانان د پوهې، صبر، حوصلې او د نیکو اخلاقو بېلګه ځان په ټولنه کې خلکو ته ثابت کړي، چې همدا اصل د دوی ځانګړتیاوې په ګوته کوي. ځکه  پوه، حوصله لرونکي او د ښو اخلاقو ځوانان د هرڅه  درک کولای  شي او هم دخلکو نظريې، وړاندیزونه او خبرې ښې آوریدلی، زغملی او ورته رسیدنه هم کولی شي .

 که چیرې  ځوانانو کې پورتني اوصاف  شتون ونه لري، نو هېڅکله به خپله ټولنه د سمون لوري ته حرکت ورنه کړي او شته بدمرغۍ به لا پکې زیاتې وي .

ځوانان چې د خپل کور( هېواد)  په وړاندې څومره چې مسؤلیت منونکي دي، نو په جوړونه او پرمختګ کې اوچت او ګړندي قدمونه واخلي او ولس هم همدغو ځوانانو ته سترګي نېولي دي، نو باید ځوان دې خپل مسؤلیت وپیژني او په اداینه کې رښتیني خدمتونه ترسره کړي .

دځوانانو نړیواله ورځ یوازې په دې بسنه  ونه شي، چې یاده ورځ دې  په غونډو او محفلونو ولمانځل شي؛ بلکې  لازمه  ده، چې ټولوځوانانو ته یوشان پام وشي، د دوی استعدادونه او وړتیاوې په  نظر کې ونېول شي او د ولس د چوپړتیا لپاره په ښو دندو وګمارل شي، څو ځوان وکولای شي، چې  د ولس له اوږو دروند بار په خپلو مټو دمقصود تر منزله ورسوي .

پیاوړې او خدمتګار ځوانان باید د دولت له مسؤلینو لخوا په مکافاتو ونازول شي، چې  ځوان په هره برخه کې د نورو خدمتونو د ترسره کولو لپاره روحیه ترلاسه او هېوادوالو ته  د سوکالۍ او آرامۍ آسانتیاوې رامنځته کړي .

ولس چې له ځوانانو  څخه هیلې او غوښتنې لري، دوی دې تر وسه کوښښ وکړي، په خپلو مسؤلیتونو فشار راوړي او په نېکو کړنو کې دې مخکښي غوره کړي .

راځئ ځوانانو! دملي يوالې سمبول واوسو، د هېواد دخاورې دښمن پر مخ درنه څپيړه به مو هلته ورکړې وي، چې د يوالي په شتون، خپل هېواد کې دجګړو پر ځاى بنسټيزې او ښوونيزې چارې پيل او دوام ورکړو. ځواني به هلته ثابته کړو، چې د هر افغان درد خپل درد وګڼو او د ګران افغانستان نه اور مړ او دسوکاله او ښېرازه ژوند نوي فصل پرانيزو.

دغه آرمان ته د رسېدو لار ټينګه اراده او قوي عزم  ته اړتیا ده، چې ټول ځوانان دغه او صاف پرځان ومني، خو که تش په خولې ووايو او عمل ونه کړو، نو د ځوان احساس به موږ کې نه وي او بې پلانه ژوند او وخت به هسې پرموږ تېر وي او دښمن به تر دې زيات خپلو شومو موخو ته په  آسانۍ توګه ځان رسولي وي .

د ټولو ځوانانو یوازینۍ هیله داده، چې د ځوانانو ورځې دې  په  نمایشي غونډې ونه لمانځل شي، کوښښ په دې وشي، چې ځوانانو لپاره کاري غوره چاپیریال   رامنځته او عملي کار  ورته وشي.

 داهم  باید لست  شي، چې زموږ په  هیواد کې څومره کادري او مسلکي ځوانان شتون لري . خو حکومت   ورته  لا هم  په هغه اندازه پام نه دې کړې، کوم چې ورته لازم ګڼل کېږي، ځکه ځوانان خپلې وړتیاوې دولسونو دخدمت کولوقرباني واوسي، نه  دجنګ او جګړو.!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply