زموږ په هېواد کې هر کال خلک د مختلفو طبیعي پېښو له کبله زیات ځاني او مالي تاوانونه ویني. خو موږ ډېر کم له ورته پېښو او زیانونو درسونه زده کوو او د راتلونکي لپاره منظم او غوره پلانونه جوړوو. دا ځکه چې زموږ په هېواد کې تر اوسه د اوږدمهاله پلان او ستراتېژيک فکر په ځای د اور وژنې کړنې باب دي او تر اوسه یوازې له پېښو وروسته عکس العمل ښیو او وار له مخه ورته د تیارۍ نیولو توان مو نه دی موندلی. موږ ته په کار ده چې دې ته پام وکړو او خپلې وړتیاوې زیاتې کړو.
د دې لیکنې موخه داده چې د سیلاوونو، زلزلو، وچکالیو او نورو په وړاندې دې ملي تشې ته د خلکو پام ورواړو او چارواکي هم اړ کړو چې د نورو ملکونو په شان د طبیعي پېښو په وړاندې په علمي توګه پالیسۍ او کړنلاړې رامنځته او پلي کړي. زموږ مسلکي انجمنونه او کارپوهان هم باید خپل دیني، انساني او ملي رسالت درک کړي او په ګډه کار وکړي تر څو دا تکرارېدونکې غمېزې راکمې کړو.
د نړۍ د حوادثو د راپور(WDR, 2003) تر ټولو عامې پېښې په دوو کتګوریو ویشل شوې دي:
پخوا د حوادثو مدیریت عکس العملي بڼه لرله او تمرکز د بحران په مدیریت او تر ناورین او حادثې وروسته د بېړنیو مرستو په رسولو و، چې ورته اړتیا وه. د حوادثو د خطر کمولو لپاره په نن زمانه کې هېوادونه فعال او اوږدمهاله پالیسۍ طرح او پلې کوي. موخه یې داده چې د پېښو لپاره تیار شو او تر ممکنه برېده یې اغیزې کمې کړو. د حوادثو مدیریت په لاندې مسئلو تمرکز کوي:
د خسارو د جبران لپاره د پېښو څخه مخکې د هغو د خطر د راکمولو تدابیر کارول کېږي.
باالقوه خطر (Hazard) – یوه خطرناکه ښکارنده، څیز، انساني کړنه یا شرایط کوم چې ممکن د ژوند ضایع کېدلو، ټپي کېدو یا نورو روغتیايي اغیزو لامل شي، شتمنیو ته زیان پېښ کړي، د خلکو معیشت او د دوی لپاره خدمات له منځه یوسي، ټولنیز او اقتصادي توازن خراب کړي، یا چاپېریال ته ضرر پېښ کړي.
خطر (Risk) – د یوې پېښې او د هغو د منفي اغیزو د احتمال ترکیب دی.
زیانمننه /آسیب پذیري (Vulnerability) – د یوې ټولنې، سیستم یا شتمنیو خواص او حالت چې هغه د باالقوه خطرونو د اغیزو په وړاندې زیانمنونکی وي.
وړتیا/ظرفیت (Capacity) – د ټولو قوتونو ترکیب، په یوه کلي، محله، ټولنه او یا یوه سازمان کې کې ټول شته خاصیتونه او سرچینې، چې د منل شوو موخو (هدفونو) د لاسته راوړو لپاره کارول کېدی شي.
حادثه/فاجعه (Disaster) – د یوه کلي او یا محلې او یا ټولنې د کړنو او فعالیتونو اخلال داسې چې پراخه انساني، مادي، اقتصادي یا چاپیریالي ضایعات رامنځته کړي، کوم چې د اغیزمن شوې سیمې او ټولنې له توانه بهر وي ترڅو ورسره مقابله وکړي.
د هایوګو (Hyogo)چوکاټ د عمل لپاره ۲۰۰۵ – ۲۰۱۵
د ملتونو او ټولنو مقاومت لوړول د پېښو په وړاندې
په کنفرانس کې څه تېر شول
دری ستراتېژیک هدفونه:
اړینه یادونه: د هایوګو لمړیتوبونه د ملګرو ملتونو او نړیوالو دولتونو په مرسته رامنځته شوي او په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او د دې له مخې ملتونه، دولتونه او پراختیايي موسسې د پېښو سره مبارزه کوي.
لمړی لمړیتوب : د پېښو د خطر کمول خپل لمړیتوب وټاکئ – د دې په مرسته ډاډ تر لاسه کړئ چې د پېښو د خطر کمول یو ملي او محلي لمړيتوب دی داسې چې د نهادونو او پلي کولو قوي بنسټ ولري د لاندې تدابیرو په مرسته:
دوهم لمړیتوب: د خطر معلومات او وار له مخه خبر ورکول – د خطرونو د پېژندنې، ارزونې، او نظارت او له پېښې وړاندې خلکو ته خبر ورکولو سیستم تقویه کول د لاندې تدبیرونو له لارې:
دریم لمړیتوب: عامه پوهاوی زیاتول – د پوهې کارولو، د نوښتونو او ښوونې روزنې په مرسته د مصونیت او مقاومت کلتور په ټولو کچو کې رامنځته کول
څلورم لمړیتوب: په مهمو او کلیدي سکتورونو کې د پېښو د خطرونو کمول – د مهمو خطرونو د لاملونو په راکمولو سره لکه:
اړینه یادونه: که ښه ځیر شو، د وروستیو سیلاونو څخه د زیاتو ځاني او مالي زیانونو لامل دادی چې دا پورته دری اصول موږ نه مراعاتوو.
پنځم لمړیتوب: د تیاري نیولو او ځواب ورکولو وړتیا لوړول – د لاندې تدابیرو له لارې:
منبع: کلمې په عمل بدلول، ISDR, 2005
له حوادثو او طبیعي پېښو لکه زلزلو، سیلاوونو او نورو څخه زیات زیانونه په ښاري سیمو کې چې د نفوسو تمرکز پکې زیات وي رامنځته کېږي. نو اړتیا ده چې ښاري سیمې د منظمو پلانونو له مخې چې د ځمکو مناسبه کارونه، دسکتوري اړتیاوو او مشخاصاتو له مخې زون بندي رامنځته او پلې شي، د مثال په توګه، د سیلاوونو سره مخ په ټیټو ځمکو کې، په هغه سیمو کې چې هم د زلزلې له خطر سره مخ دي اوهم هې یې د خاورې جوړښت مناسب نه دی باید د منظمو انجنیري کودونو او مقرراتو په مرسته مخنیوی وشي. دا کودونه او مقررات په کله پلي شي.
د خطر په وړاندې حساسه ښاري پلان کونه
د خطر سره د حساس ښاري پلان کولو بنسټیز قدمونه
دا ټول سره یو ځای کول په هر اړخیزه توګه په لاندې شکل کې:
اړتیا ده چې د چاپېریال اصول د انکشاف شکل او ډول، د ځمکې مهمې کارونې، او د نفوسو تراکم کنترول کړي. اړتیا ده پام وشي تر څو:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320