سپورت رواني ناروغۍ له منځه وړي

محمد طارق صابر

0 728

رواني او عصبي ناروغۍ په نړۍ کې ورځ تر بلې ډېرېږي، څه موده مخکې د ګالوپ څړنيز بنسټ په یوه سروې  کې چې په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې يې ترسره کړې وه؛ اعلان وکړ چې ۸۵ سلنه افغانان، چې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه شمېره ده، له خپل ژونده کړېږي. په دې سروې کې راغلي چې ژوند ته د افغانونو هيله تر ټولو تېټه ده او د ۲۰۱۶ کال په پرتله د افغانانو د خوښۍ کچه ۵۲ سلنه را تيټه شوې ده.

همد راز په پر له پسې ۲ کلونو او  ۲۰۱۸م کال کې هېڅ افغان خپل راتلونکی ژوند چې پکې پرمختګ وي، په مثبت ډول نه دی ګڼلی. په ورته وخت کې د هغو افغانانو شمېر چې ځان يې بېوزله ګڼلی او يا له بېوزلۍ کړېږي، ۸۵ سلنې ته رسېږي. د ګالوپ د راپور پر بنسټ افغانستان په ۲۰۱۳، ۱۴ او  ۱۷ زېږدېز کلونو کې د افغانانو لپاره له کړاونو ‌ډک هېواد و.  همدارنګه د ځوانانو ځانوژنې په بېساري ډول زياتې شوي. د يوې بلې څېړنې له مخې څه کم ۱۰ سلنه افغانان غواړي چې ځانوژنه وکړي. په بهرنيو هېوادونو کې ځان وژنه له ډېرې پخوا مودې دود وه. خو له بده مرغه په افغانستان کې په وروستيو کلونو کې د ډېرېدو په حال کې ده. رواني او عصبي ناروغۍ ګڼ لاملونه لري لکه: فقر، بېکاري، جګړې، بهرنيو هېوادونو ته ګډوالي، د سالم چاپېريال نه شتون، د نېشه یې توکو کرکيله، توليد، ګټنه او داسې نور…

مخکې مو د سپورت په ارزښت ډېرې خبرې کړې چې نه يوازې انسان په جسمي لحاظ روغ رمټ ساتي بلکې رواني او عصبي ګټې هم لري. که چېرته خلک سپورت ته مخه کړي تر يوې کچې يې پورته او نورې صحي ستونزې کمېږي؛ ځکه سپورت په مغز مستقيم اثر لري او په مغز کې د تمرکز برخه پياوړې کوي. کله چې مغز او د تمرکز اړونده برخه پیاوړې شي؛ انسان ته د هر راز ستونزو په وړاندې مثبته او ځواکمنه انرژي ورکوي.  دغه راز سپورت په مغز کې په طبيعي ډول د اندروفين هورمون جوړوي، چې ياد هورمون ‌‌ذهن او بدن ته تسکين ورکوي. همدارنګه انسان ته خوښي وربږي؛ خوشحاله او مثبت فکره انسانان هېڅکله ځان وژنه نه کوي او ستونزو ته د تسليمدو پر ځای حللاره لټوي. سپورت د انسان باور پر ځان زياتوي او هغه کسان چې لوړ باور پر ځان ( اعتماد په نفس) لري، له روحي او رواني پلوه تل ارامه وي او ستونزې په اسانۍ ورباندې غلبه نه شي کولای. دغه راز سپورت حوصله او انرژي لوړوي. کوم کسان چې منظم تمرين کوي، تل خوشحاله او مثبت فکر لري د ستړيا، وېرې، خپګان، ځان وژنې احساس ورسره نه وي او نظر له نورو وګړو ژوند ته ډېره هيله لري. سپورت وکړئ چې روغ پاتې شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply