د جنګ له عواملو د طالبانو برداشت څه دی؟

رفیع الله زیار

0 646

په قطر کې د وسله والو طالبانو د مذاکراتي ټیم ویاند په یوه مرکه کې ویلي چې دغه ډله به تر هغو اوربند ونه کړي تر څو چې په افغانستان کې د جنګ عوامل له منځه نه وي تللي. که څه هم د جنګ عوامل ډېر دي خو دوی روښانه، نه کړه چې د جنګ کوم عوامل ښیي.

په اصل کې د جنګ عوامل په خپله طالبان هم دي او نور زیات اړخونه هم موجود دي چې د اوسنۍ جګړې اور یې بل ساتلی دی، خو موږ به پر هغه عامل باندې بحث وکړو چې کېدای شي په راتلونکې کې یې طالبان د خپلو او یا د نورو د اهدافو لپاره په له منځه وړلو ټینګار وکړي.

طالبانو چې څنګه له امریکا سره د جنګ نه کولو تړون لاسلیک کړ، نو په ورته وخت کې یې وویل، چې دوی د افغانستان دولت په رسمیت نه پېژني او د سولې په مذاکراتو کې یې د دولت په توګه نه مني او نه ورسره مذاکرات کوي. د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوي تړون کې مهمه مسئله د ۵۰۰۰ طالب بندیانو ازادول وو. د تړون په دې مهمه برخه کې د دواړو له طرفه افغان دولت له پامه غورځول شوی و، حتی طالبانو ویل چې افغان دولت په رسمیت نه پېژني او له بنده به طالب بندیان امریکایان ور خوشي کوي، خو افغان حکومت هم امریکا او هم طالبانو ته خنډونه ایجاد کړل، ځکه هغه بندیان چې باید د خلاصون پروسه یې په اتو ورځو کې سرته رسېدلي وای، تقریباً شپږ میاشتې وغځېده. د طالب بندیانو د پروسې په ځنډېدو سره هغو طالب مشرانو چې حکومت یې په رسمیت نه پېژانده، کنفرانسونه او علامیې ورکولې چې افغان حکومت د سولې په پروسه کې خنډونه ایجادوي او امریکا هم په دې باندې پوه شوه چې د افغان حکومت له پام غورځول یې تېروتنه وه. 

د پورتني بحث اساسي هدف دا و چې نن طالبان د هماغه افغان دولت له معرفي کړي پلاوي سره د سولې مذاکرات کوي چې په اوایلو کې ورسره حاضر نه وو او په رسمیت یې نه پېژانده. په لومړیو کې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نوم سره یو ډول حساسیت درلود چې نن یې د هغه حساسیت کچه هم تر پخوا راټیټه شوي ده. دوی هڅه وکړه چې په دې توګه افغان لوری تر فشارونو لاندې راولي، خو پوه شول چې له جمهوریت څخه نړیوال ملاتړ کوي او له افغان دولت څخه هم اکثریت افغانان. 

اوس چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې مستقیم مذاکرات پیل شوي، نو د جمهوریت د منلو یا نه منلو او د افغان دولت د رسمیت پېژندلو د بحث پر ځای د طالبانو د مذاکراتي ټیم ویاند په یوه مرکه کې وویل، د جګړې د عواملو له ورکولو وروسته کېدای شي چې اوربند وشي او یا د جګړې شدت راکم کړل شي. وړاندې هم یادونه وشوه چې د جګړې عوامل ډېر دي او حتی طالبان هم یو عامل دی چې جګړه یې روانه ساتلي ده، خو د جګړې له عواملو څخه د طالبانو اصلي هدف څوک دی چې کېدای شي د سولې په پروسه کې هم پر همدې بهانه خنډونه ایجاد کړي. 

د طالبانو لپاره کېدای شي چې د جګړې عوامل د طالب یا که په بل عبارت ووایو، د پاکستان ضد هغه اشخاص وي چې د ننه په نظام کې کار کوي. کېدای شي چې د جګړې له عواملو څخه د طالبانو هدف د ولسمشر اشرف غني، امرالله صالح او نور هغه کسان وي چې پاکستان ورڅخه ویره لري او د سولې د بریالي کېدو په نوم غواړي تر څو دا اشخاص لرې او پر ځای یې داسې څوک راوغواړي چې له هغو څخه پاکستان ډېره ویره نه احساسوي او بل د افغانستان د اساسي پرمختګ مخه هم ورباندې ډب کړي. 

له اشرف غني څخه پاکستان په دې ویره لري چې دا سړی د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ نظریه له ځان سره لري او په دې برخه کې هڅه کوي تر څو د کراچۍ پر بندر په اقتصادي او سوداګریزه برخه او نورو اړخونو کې د افغانستان اړیتا راکمه کړي چې د پانجاب اداره هېڅکله د افغانستان دا خپلواکي نه شي زغملی او نه هم غواړي تر څو افغانان د کراچۍ بندر له مجبوریته خلاص شي. 

بل لورته ولسمشر اشرف غني په تېرو شپږو کلونو کې هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو ظرفیت لوړ کړي او رهبرۍ ته داسې څوک راولي چې هم انرژي، هم نظامي پوهه او نورې وړتیاوي ولري. د افغانستان امنیتي قواووې اوس ددې جوګه شوي چې سل په سلو کې عملیات په خپلواکه توګه کوي. دوی پر ماډرنو وسلو او نورو نظامي تجهیزاتو مجهز شول چې زموږ د پوځ قوت او په پښو درېدل په هېڅ حالت کې هم پاکستان ته د زغم وړ نه دي او نه هم غواړي چې په نظامي برخه کې دې افغانستان قوي او خپلواک شي. دې ته ورته نور ډېر لاملونه هم شته چې پاکستان یې وارخطا کړی دی او اوس هڅه کوي چې د سولې پروسې په نوم ددې ټولو پرمختګونو مخه ونیسي او کېدای شي د جنګ له عواملو څخه د دوی هدف هم همدا اشخاص او مُهرې وي چې دوی به یې نوي بهانه راوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply