جلال اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۹۹) : د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وایي چې افغان ځواکونو په تورخم کې د پاکستانیو ځواکونو لخوا دتاسیساتو جوړولو مخه نیولې ده.
والي ضیاء الحق امر د وږي په ۱۳مه، په ټویټر کې لیکلي، نن ماښام پاکستانیو ملیشو د ټولو اصولو خلاف، غوښتل چې د فرضې کرښې دېخوا د مومندرې ولسوالۍ په غوړګي سیمه کې په تحرکاتو لاس پورې کړي .
ده زیاته کړه : ((زموږ ویښو سرحدي ځواکونو یې په پوره مېړانه مخنیوی کړی او وضعیت تر بشپړ کنترول لاندې دی زموږ میړنيو تل په اتلولۍ د خپلې خاورې دفاع کړې او کوي یې.))
بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي، پاکستانیو لورې د ډېورنډ فرضي کرښې څخه د مومندرې غوړکي سیمه کې دتاسیساتو جوړولو په موخه خپلسري تحرکات وکړل ، چې له امله یې نښته ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، سرحدي ځواکونو د پاکستان لورې د سرغړونو په ځواب کې ځوابي عمل ترسره کړ او په پوره مېړانه یې د خاورې دفاع کړې .
د نوموړي په وینا، اوس وضعیت ارام دی ، خو د سرحدي اتلانو یو سرتیری د خپلې خاورې څخه د دفاع په لار کې شهید او ۳ نور ټپیان شوي .
خوږیاڼي وویل، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو سره لحظه په لحظه په جریان کې دی او د خپلې خاورې څخه د ساتنې په برخه کې د دوی د لوړ مرال ستاینه او د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په تورخم کې ددواړو هیوادونو دځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320