د کابل ښار تایمني سیمه کې نن سهار شاخوا اوه نیمې بجې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان موټر بم برید شوی دی.

د امرالله صالح ویاند رضوان مراد ویلي، برید په ښاغلي صالح شوی دی، خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا سیمې ته د نږدې روغتونونو مسوولینو ویلي، تر اوسه د برید له ځایه یو شمېر ټپیان ور وړل شوي دي.

امنیتي سرچینو رسنیو ته څرګنده کړې، چې د نن سهار موټر بم برید کې د ښاغلي صالح ځینې ساتونکي وژل شوي او ټپیان دي.