احمد شا مسعود نورهم ښه وپیژنی

لیکوال: اتوني مایکل- ژباړن: ودان رحمانیار

0 1,259

د پنجشیر دره د پروان ولایت اړوند غرنۍ سیمه ده چې د هندوکش په یوه ځانګړې برخه کې یې ددې غرنۍ لړۍ سینه څیرلې او تر څوکو یې غځیدلې ده چې روسته له علاقدارۍ په ولسوالۍ بدله شوه. په دې دره کې له څلویښت زرو څخه لږ کورنۍ میشتې وې. سواد کچه پکې ۵٪ وه او د خلکو روزګار یې چندان ښه نه وو. زراعت او مالداري یې د عاید سرچینه وه او په اوړي کې به پنجشیریان د بغلان او کندوز ولایتونو ته سفر کاوو او هلته به د کروندګرو له خوا د کرکیلې د راغونډولو لکه د شولو او غنمو او د میو او نورو تولیداتو د ټولولو په چارو کې بوختیدل.

 د دې کار په بدل کې به دوی ته ځمکه والو وریجې یا غنم ورکول. دوی به بیا دغه غنم او وریجې پنجشیر ته راوړې چې په ژمي کې خوراکي توکي ولري. پنجشیر سخت ژمی لري نو خلک یې مجبوره دي  چې لږ ترلږه پنځه میاشتې د ژمي توښه له مخکې برابره کړي.

پنجشیر د خاوک د پیچومي له لارې د بغلان ولایت له اندراب سره نښلي. په ۱۹۸۴ کال کې  قومندان احمد شاه مسعود هڅه وکړه چې اندراب ته ننوزي خود خپلو سیالانو قومندان محمد ظریف، قومندان جمعه خان اندرابي، قومندان شاه مقصود، قومندان ده ملا صادق، انجینر محمد سلیم او صوفي پاینده له خوایې مخه ونیول شوه. دغه شپږ واړه په خټه تاجک د حزب اسلامي مخور قومندانان وو، ظریف او جمعه خان په اندراب کې،  انجینر سلیم په دوشي کې او صوفي پاینده په خنجان کې وو او د حزب اسلامي د جبهاتو مسولیت يې په غاړه درلوده.

اندراب د مسعود لپاره مهم وو چې پنجشیر د حزب اسلامي له محاصرې وژغوري ځکه له څلورو خواو څخه دحزب اسلامي د جبهاتو شتون دا ویره ډیره کړې وه چې ښايي د پنجشیر ستراتیژیکه او صعب العبوره دره به د حزب اسلامي له خوا تهدید شي او د احمد شاه مسعود له کنتروله به ووځي ځکه په څیرمه ولایتونو لکه نورستان ، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا او بغلان کې د حزب اسلامي جبهات ډیر پراخ وو او د جمعیت فعالیتونه هیڅ نه وو یا بلکل محدود وو.

د  ۱۹۸۸ کال تر پایه د اندراب ولسوالۍ  د حزب اسلامي یو لوی مرکز وو. لسګونو قومندانان یې هلته درلودل چې دغه ولسوالي یې د روسانو له ننوتلو او د  کارمل د ادارې له کنتروله ساتلې وه. له حزب اسلامي پرته په دغه ولسوالۍ کې بل تنظیم نه وو.

د اندراب ولسوالۍ له پنجشیر او فرخار سره نښتې ده، هغه سیمې چې له دې ولسوالۍ راګرځيدلې وې نژدې ټولې يې د حزب اسلامي په واک کې وې. نوپه ۱۹۸۵کې قومندان مسعود د پرچم ډلې د منځګړیتوب له مخې له روسانو سره کیناست او څو معاهدې یې ورسره وکړې چې یوه یې په بغلان او پروان کې د حزب اسلامي پخلاف ګډ عملیات وو.

له دې تړون روسته قومندان مسعود له روسانو څخه ډیر مالي او پوځي امکانات ترلاسه کړل چې د حزب اسلامي په ضد یې ولګوي.

لومړی یې په اندراب کې د حزب اسلامي مخورقومندانان په نښه کړل چې په هغو کې قومندان ظریف، قومندان جمعه خان اندرابي، قومندان شامقصود او د قومندان ده ملا صادق وژل شامل دي. ددې ترورونو موخه داوه چې د اندراب دغه مشران له منځه یوسي او بیايي ولس د قومي تبلیغاتو موخه وګرځوي او د بغلان دغه ستراتیژیکه ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي چې د پنجشیر امنیت خوندي کړي. له روسانو سره اوربند او د حزب اسلامي په وړاندې له یرغلګرو ځواکونو سره په ګډه عملیات ددوی د تړون یو له مهمو توکو څخه وو. کله چې د حزب اسلامي دغه قومندانان له منځه لاړل نو اندراب يې په اسانۍ ونیوه.

روسته يې بیا خپلې موخې پراخې کړې او په نورو سیمو کې يې پر وتلو سیالو څیرو بریدونه وکړل چې په هغې کې د سید کیان له خوا د صوفي پاینده نیول او مسعود ته سپارل وو، مسعود بیا دغه سپین ږیری سیال قومندان تر نژدې لس کلونو په پنجشیر کې بندي کړ. همداراز ده د خپلو نورو سیالانو لکه د قومندان انجینر محمد سلیم وژنه، د قومندان مامور عبدالغیور ترور او په بدخشان کې د مولوي خردمند وژنه، په تخار کې د شهادتیار وژنه هم  د قومندان مسعود او روسانو د تړون روسته ترسره شول، ان په کندوز کې د قومندان امیر چونغه وژنه هم د همدې لړۍ برخه وه چې د دوستم او مسعود په ګډو هڅو ترسره شوه.

ما څو ځلې له مسعود سره کتلي دي، ده به تل د افغانستان د جګړې پړه د هیواد د جنوب او لویدیځ په اوسیدونکو اچوله خو په جګړو به ده پانګونه کوله چې خپل کنټرول پراخ کړي. قومندان مسعود د افغانستان کورنۍ جګړه یو فرصت باله چې خپل سیالان وځپي. احمدشاه مسعود ان رباني ته یو تهدید وو،  د چا خبر يې نه منله.

دده ایډیالوژي پر قومي واکپالنه ولاړه وه چې د نورو قومونو په له منځه وړلو او په ځانګړي ډول پنجشیریانو ته پر کنټرول ولاړه وو. له ده داسې ویناوې پاتې دي چې خپلو وسله والو ته د ځانګړو توکمونو د ځپلو درس ورکوي. دی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په اتمه په تخار کې ظاهرا ددوه خارجیانو له خوا ووژل شو چې دده ملاقات ته ورغلي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply