نوموړي د افغانستان دولت د بېلابېلو ادارو او یادې کمپنۍکاري او تخنیکي غونډو ته په اشارې وویل، تصمیم پر دې دی چې د افغانستان حکومت په بېلابېلو برخو کې لا ښه خدمات وړاندې کړي او دا کمپنۍ د افغانستان حکومت د پنځو لومړیتوبونو پر اساس په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ مسوول ډاکټر اندریو فاریست ویلي، زه له افغان حکومت غواړم په هغه سفر کې له ماسره ملګري شئ چې د افغانستان خلک توانایي او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کوي.

د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس وویل، زه نن د خپلې کمپنۍ په استازیتوب افغانستان ته راغلی یم، غواړم د افغانستان خلکو ته خدمت وکړم او افغانان توانمند کړو چې اقتصادي خپلواکي ولري او له ستونزو څخه راووځي. هغه په ټینګار سره وویل، موږ به له افغانستان سره دوه اړخیزې  همکارۍ ولرو.

جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې استرالیایي پلاوي ته په خطاب کې وویل، مننه چې خپلو همنوعو ته د خدمت احساس لرئ او دوه ورځې مو د افغانستان د بېلابېلو ادارو مسوولینو سره ګډ کار وکړ او دوامدار مشارکت کې مو ونډه واخیسته.

جمهوررئیس وویل، ستاسو په نوښت او هلو ځلو به د افغانستان د انکشاف متفاوت موډل پیل شي او د دغه موډل له برکته به افغانستان ته د سینګاپور، چین او نړۍ د نورو هیوادونو غوندې د د انکشاف دوامدار مسیر پرانیستل شي. همدارنګه اوبه په انرژۍ بدلېږي، زموږ له طبیعي سرچینو ګټه اخیستنه زیاتېږي او افغانستان به دشنې انرژۍ له پلوه پر ځان بسیا شي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، هیله ده چې د دغه مشارکت په پایله کې افغانستان او استرالیا خپلو ځنډنیو هیلو ته ورسېږي.