جمهوررئیس غني: تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخته ځو

0 670
جمهوررئیس غني: تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخته ځو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه په ګلخانې ماڼۍکې ترسره شوه.
په پیل کې تېره اونۍ د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح شوی تروریستي برید وغندل شو او اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې دغه برید په هر اړخیز ډول وڅېړي، عاملین یې تشخیص او په سزا ورسوي.
د اجنډا مطابق د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د عمومي امنیتي وضعیت، د غزني، بلخ او لوګر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو او د امنیتي تهدیدونو په اړه د راپورونو ترڅنګ د هغو د دفع کولو لپاره خپلې امنیتي برنامې وړاندې کړې.
همداراز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي په ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د والیانو د همغږۍ زیاتوالي راپور وړاندې کړ.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش د هیواد د عمومي او امنیتي وضعیت په اړه د خبرو پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او مبارزو ستاینه او پر دې یې ټینګار وکړ چې د هیواد د امنیتي بنسټونو د ښه والي لپاره باید پر مشخصو طرحو کار وشي او د هغوی ظرفیتونه لا لوړ شي.
د جمهوري ریاست مرستیالانو د افغانستان د دښمنانو د بریدونو د دفع کولو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوو ته په اشارې وویل، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د بین المللي ټولنې او حکومت ټینګ ملاتړ له ځان سره لري.
جمهوررئیس غني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله وبلله او وې ویل، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې اراده داسې مخته یوسي چې د جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې، باعزته او داسې سولې لامل شي چې د هر افغان غوښتنې او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.
د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، په امنیتي ځواکونو کې د تغییراتو په اړه د امنیتي بنسټونو وړاندیزونه د تائید وړ دي او د لا زیات ښه والي لپاره یې باید اصلاحي طرحه جوړه شي.
جمهوررئیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لویو لارو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی چې خلکو ته خنډونه او ستونزې جوړوي باید د امنیتي ځواکونو له چوکاټ څخه لیرې شي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې لپاره د حکومت دریځ واضح دی او د افغانستان مذاکراتي پلاوی د متحد افغانستان او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت استازیتوب کوي او حکومت تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخته ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply