نوموړی زياتوي چې د چاپو پرمهال پاکستاني پوځيان خلک په عام محضرکې ربړوي او په خبره يې دغې چارې د ځايي اوسېدونکو ژوند تريخ کړی دی. په سوېلي وزيرستان کې روان وضعيت وروسته تر هغې رامنځته شوی چې کابو ۳ ورځې وړاندې په شکتو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه کاروان وسله وال بريد او بمي چاودنه کې ۳تنه پوځيان ووژل شول. اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير وايي، تر ياد بريد وروسته پاکستاني پوځيانو په سيموکې پلټونکي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې د سيمې سلګونه تنه ځوانان په دې تور چې ګواکې په بريد کې يې لاس دی، نيول شوي دي.
علي وزير له سيحون نيوز سره په ځانګړې مرکه کې زياته کړه، پاکستاني پوځيانو د عملياتو له پيل سره سم په سيمه کې پر هر ډول تګ راتګ بنديز لګولی او اجازه نه ورکوي چې خلک له کورونو دباندې ووځي. نوموړي وويل چې نيول شوي کسان د پوځيانو له لوري په ځايي تعليمي اداروکې برمته ساتل کېږي او په خبره يې زيات وخت ياد کسان د خپلو کورنيو او مېرمنو ترمخ داسې ربړول کېږي چې د ټولو انساني او بشري اصولو خلاف دي.
د يو شمېر هغو مالوماتو له مخې چې د ځايي اوسېدو په وسيله سيحون نيوز ته رسېدلي ويل کېږي چې د جنوبي وزيرستان په شکتو سيمه کې سپين ږيري، ښځې او ماشومان هم د پاکستاني پوځيانو له لوري وهل او ټکول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزير هم دغه قضيه تائيدوي او زياتوي چې تر وسله والو بريدونو وروسته له خلکو سره د پاکستاني پوځيانو زور زياتی معمول دی. نوموړی په دې اړه وايي:
«تا ته پته ده چې په دې سيمه کې سهولتونه کم دي او داسې پېښې په (سوشييل مېډيا) کې ډېرې کمې خپرېږي. هو دا حقيقت دی چې دغلته يې خلک راغونډ کړي او پر زړو سړيو او ښځو يې تشدد کړی دی.»
خو په وزيرستان کې فعال ژونالېسټ مسعود محسود وايي، په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو له لوري له خلکو سره روان ناسم چلند له ۳ مياشتو راپدېخوا پيل شوی چې په خبره يې دا وضعيت نه يوازې دا چې پایته نه دی رسېدلی، بلکې نور هم بد شوی دی. نوموړی وايي، د پاکستاني پوځيانو له لوري د خلکو دا ځورنې تر ډېره په واڼه، ميرانشاء او ميرعلي سيمو کې دوام لري. محسود په دې اړه سيحون نيوز ته زياته کړه:
«له ۳ مياشتو راهيسې پر پاکستاني پوځيانو وسلهوال بريدونه زيات شوي دي چې دوی بيا تر بريدونو وروسته په هره سيمه کې عمليات کوي. دا عمليات بيا د خلکو ځورولو ته ښه پلمه ده.»
د محسود په خبره، دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستاني پوځيانو د ورته اقداماتو پر وړاندې حساسيت ښيي، نو د سيمې خلک هم له دوی سره په يوه خوله د زور زياتيو بندولو په اړه غږ پورته کوي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني خواخوږي د پاکستان رياست دغه زور زياتی جدي بولي او زياتوي چې د ورته زور زياتيو پرمهال په قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه په وزيرستان کې د خلکو کورونه هم وران شوي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږی احمدالله وزير وايي، اړتيا ده چې د خلکو خونديتوب او د پاکستاني پوځيانو له لوري له خلکو سره د تشدد مخنيوي په هدف ځايي اوسېدونکي په يوه خوله شي. نوموړی په دې اړه وايي:
«د پاکستان له لوري په وزيرستان کې له خلکو سره هر وخت سخت ظلم شوی دی. د دوی کورنه يې حتا ړنګ کړي دي. دغلته د پاکستان اصلي هدف د خلکو ځپل دي.»
په وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو له لوري له خلکو سره د روان زور زياتي پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري نن دوشنبه په ټانک کې پراخ لاريون وشو. ټاکل شوې سبا هم په جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځایي اوسېدونکو له لوري لاريون وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320