د فکټ فوکس په نوم یو ویبسایټ معلومات خپاره کړي چې پروېز مشرف په لندن کې د یو کور د اخیستو لپاره د ۲۰۰۹ کال د مې په ۱۳ نېټه شاوخوا ۱٫۳۵ میلیون بریتانوي پاونډه استولي او په همدې موده کې یې بیا په متحده عربي اماراتو کې د نورو جایدادونو د اخیستو لپاره هم همدومره پیسې استولې دي.

د پاکستان د پوځ د مشر دغه لوی فساد هغه مهال افشا شو چې هغه له پوځ او ملکي واکمنۍ څخه تر تقاعد وروسته ایله شل میلیونه پاکستانۍ کلدارې په قانوني ډول ترلاسه کړې، خو د هغه په څو چنده پیسو یې ان تر ۴ سوه میلیون ډالرو پورې په بهر کې جایدادونه اخیستي دي. د دغه نغدي تفاوت او فساد له امله تازه په پاکستان کې غوغا راپورته شوې ده.

د دې ویبسایټ د معلوماتو پر اساس، وړاندې تر دې چې هغه په ۲۰۱۳ کال کې په ټاکنو کې نوماند شي د ټاکنو کمېسیون له لوري یې جایدادونه وارزول شول او هغه په بهاولپور کې ایله پنځوس هکتاره کرنیزه ځمکه لرله، خو په بهر کې یې دغه جایدادونه له کومه کړل؟

دغه راپور په جزیاتو د دغو جایدادونو د اخیستو رازونه افشا کړي دي، خو تر ټولو جنجالي موضوع دا ده چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او استخباراتو د پخوانیو مسوولینو د فساد لویې دوسیې په افشا کېدو دي. دغه دوسیې ښیي چې پوځ او استخباراتو په ترلاسه کړیو امکاناتو کې پریمانه مالي فساد کړی دی.

په افغانستان کې هم د پوځ او استخباراتو برخه کې د پراخ فساد ادعا کېږي، خو تر اوسه یو څېړنیز بنسټ هم نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې یوه هر اړخیزه، شفافه او عادلانه ارزونه وکړي، ترڅو خلکو ته معلومه شي چې په دې سکتور کې فساد څومره بېرته د جګړې د غځېدو او شدید کېدو لامل کېږي.