طالبانو تېره ورځ ټول هېواد کې پر افغان ځواکونو ۱۰۶ بریدونه کړي

0 810

وسله والو طالبانو تېره ورځ چې د افغان حکومت او ددې ډلې تر منځ د مذاکراتو لومړی پړاو و، ټول هېواد کې د افغان ځواکونو په مرکزونو او پوستو ۱۰۶ بریدونه کړي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، ددې بریدونه زیاته برخه په شمال او سویلي ولایتونو کې ده.

د سرچینې په خبره، د طالبانو دې بریدونو کې شاوخوا ۶۰ سرتېرو او ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه وایي، تېره ورځ د طالبانو د بریدونو پر مهال ۲۳ سرتېري شهیدان شوي دي او ځینې نور ټپیان دي، چې دې ملکي وګړي هم موجود دي.

طالبان دا بریدونه په داسې وخت کې کوي، چې تېره ورځ يې له افغان حکومت سره دوحه کې مخامخ مذاکرات پیل کړل.

امنیتي سرچینې وویل، تېره ورځ افغان ځواکونه ټول هېواد کې دفاعي حالت غوره کړی وو او هېڅ ډول عملیات یې نه دي ترسره کړي.

طالبانو تېره ورځ د مذاکراتو پر مهال ویلي، چې اوربند به ددې خبرو اترو یوه برخه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply