د خوشحال، ټپې او رباب ملگری ومړ

لیکوال؛ ممتاز ارمان

0 1,251
نوموتی ډنمارکی شاعر ، تصنيف ليکونکی ، ژباړن او گرځندوی ،اوله ليله لوند Ole Lillelund ، دهغې ناروغۍ له امله چې په دې وروستيو څو کلونو کې يې رنځاوه ، دروان ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په دولسمه ،د نهه اويا کالو په عمر ومړ .
اروا دې يې ښاده او ياد دې تلپاتې وي
فقيد اوله ليله لوند د افغانانو ـ پښتنو ، د هغوی د ژوندود او فرهنگي ارزښتونو سره ځانگړی مينه او خواخوږي درلوده.
کابل ، هرات، کندهار، ننگرهار، مزار، پېښور، سوات او دير ته تللی راغلی او د لروبرافغان هيواد په ډېرو کلو او بانډو کې بلد و.
د افغان شاعر وليکوال عبدالمالک بېکسيار سره يې په لومړۍ ليدنه او پېژندگلو کې يې څرگنده کړې وه چې: ” خوشحال خان، ټپه او رباب پېژنم۰”
فقيد اوله لوند دخپلې مورنۍ ژبې ډنمارکۍ برسېره په انگليسي ، ماليشيايي ، نيپالي او د هغو په ځينو خپلوانو سيمه ايزو ژبو پوهيده.
نوموړي د کوپنهاگن په پوهنتون کې د اسيا په څانگه کې د اسيستانت پروفيسور په توگه کار کړی و. د ډنمارک د ليکوالو او هنرمندانو د دواړو ټولنو خوځنده او نوښتگر غړی و.
د فقيد اوله ليله لولند لاندې اثار چاپ او خپاره شوي دي:
ـ يو دهايکو گانو جونگ ـ په ډنمارکي ژبه .
ـ يوه د تصنيفونو ټولگه ـ په انگليسي ژبه.
ـ د تصنيفونو يو جونگ ـ په ډنمارکي ژبه .
ـ ديارلس د شعرونو مجموعې ـ په ډنمارکي ژبه.
ژباړې:
ـ د شعرونو يو جونگ، له نيپالي څخه ډنمارکي ته.
ـ د ماشوم ادبياتو اړوند يو نثري اثر، له نيپالي څخه ډنمارکي ته.
ـ د افغان شاعر عبدالمالک بېکسيار د شعرونو غورچاڼ چې شاوخوا اويا شعرونه لري، له پښتو ډنمارکي ته. د بېکسياراو اوله گډ کار.
ـ د ډنمارکي ښوونځيو د نصاب دادبياتو دمرستندوی کتاب له پاره د ارواښاد استاد محمدصديق پسرلي او پيرمحمد کاروان دشعرونو ژباړه . دبېکسيار او اوله ليله لولند گډکار.
ـ دشلو تنو پښتو شاعرانو د شعرونو دغورچاڼ ژباړه . دبېکسيار او فقيداوله گډ کار چې دا پروژه د فقيد اوله دناروغۍ له امله نابشپړه پاتې شوه، خو د دغه غورچاڼ ځينې ډنمارکي شوي شعرونه په ځينو ادبي خپرونو کې خپاره شوي دي.
دا لنډه تنگه ليکنه اوس سمدلاسه د فقيد د ژوندوفن د قدرداني په پار ترسره شوې ده ، د هغه د ژوندوکار په باب يوه بشپړه څېړنه نه شي گڼل کېدای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply