د یاد آژانس په وروستي راپور کې چې د خپلو سرچینو په حواله يې خپور کړی ویلي، د طالبانو د دې کار یوه بېلګه پر کندز ښار برید و، چې د دوحې د مذاکراتو په لومړۍ ورځ ترسره شو.

رویټرز وایي طالبان هڅه کوي چې د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې پر لویو یا کلیدي ښارونو بریدونه وکړي، فشار جاري وساتي او ځان فعال وښيي.

د شنبې په ورځ هم ځینو امنیتي سرچینو وویل، چې د مذاکراتو په لومړۍ ورځ طالبانو ټول هېواد کې ۱۰۷ بریدونه ترسره کړي وو.

بلخوا ملي دفاع وزارت بیا خبرداری ورکړی دی، چې په هر ځای کې به د طالبانو بریدوه په شا وتمبوي.