ولسمشر محمد اشرف غني د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني له سولې پروسې، د جمهوریت ارزښتونو او سرتاسري اوربند څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ د اصولي دریځ، مننه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل د جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا او مطلوب هدف لپاره به چې خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، د اروپایي ټولنې دوامداره ملاتړ دوام لري.  

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول وویل، موږ خپل دغه پیغام د طالبانو لوري ته هم ویلی چې له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د راتلونکي ملاتړ ډول په دې هیواد کې د جمهوریت د ارزښتونو ساتنې پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هېواد ته سفر وکړي.