خوږ ژبی سندرغاړی مرحوم ماجتي

د سمیع الدین افغاني لیکنه

0 1,220

ښاغلی ماجتي  د لغمان ولایت  د  پخوانیوو مشهورو خوږ ژبو سندرغاړو په څیر لکه هر یو  ملاگۍ ، گلکۍ ، گلو، پاینده محمد یا پاينده ، ملاشاگل، سلطان عزیز جوشي ، قاري قصـه خوان ،غلام محمد، هفته گل، خانگل، استاد منگل  ،ملنگ باغبان او نورو   له جملو  څخه وو چې د لغمان ولایت او د لغمان په ګاونډ ولسونو په   ښادیو  کې به ئې هارمونیه ترغاړي کړه او خپلو مینه والو ته به ئې

  د بهاړي ، بيرمې ، بياګ ، کستوري ،کليان ، اسا اوجوګ په راګونو کښې  د   مقام ، غزل ، لنډی ، چهار بيتې ، لوبې او بګتۍ په خپل خوږ غږ کې  د مینې سندرې  او نغمې اورولې ٠

 ماجتي چې تل به یې پاکې جامې په تن وې او د پالاوۍ لنګۍ شمله به یې نیغه دروله د موسیقي د ډیرو الاتو لکه هارمونیه، اکاردیون، ماندولین، ګیتار، شپیلۍ او نورسره پوره اشنایي او مهارت درلود، تل به د دغو موسیقي  الاتو څخه یوه ورسره حتمي لیدل کیده۰

 ماجتي به مدام د خوښیو په محفلونوکې خوږې سندرې کولې چې ډیری سندرې یې دمینې اومحبت سندرې وې اوپه ډېر سوز به یې خپلو مینه والوته په هنري مجلسونو او محافلو کې اورولې ۰

له سندروڅخه یې داسې معلومیده چې هغه به چیرته زړه بایللی وي او دچا په پټه مینه کې سوځیږي اوهمدې مینې دی شاعري ته هڅولی  چې په حقیقت کې همداسې هم وو۰هغه به د خپلې پټې مینې اظهار په سندرو کې داسې کوو :۰

 

مین  چې شومه  په  ګل ببو

ستي یې کړمه په سرو لمبو

 

په رښتیا سره د ګل ببو مینې ماجتي ډیر ځوروه ، د هغه دا سندره ډیره مشهوره شوه، چې ورسته بیا په کابل رادیو کې چې هغه وخت په هیواد کې یواځینۍ رادیو وه ثبت او کمپوز شوې وه اوتل به ددې رادیوله لارې اوریدل کیدله۰

ماجتي ورسته د دې کړاونو په پایله کې په ناعلاجه رنځ اخته شوچې دا ناعلاجه مریضي د هغه وخت  دنری رنځ مریضې وه چې هغه یې دمرګ او نابودۍ لورې  ته بیوه ،داسې رنځ چې علاج  ته یې هسې چې  لازمه وه امکان نه وو برابر ۰ماجتي هم د خپل راتلونکي په هکله ښه پوهیده،هغه په یوه بله سندره کې چې شعر او کمپوز یې خپل وو داسې ویل :۰

 

افسوس افسوس زماپه حال چې مې آرمان پاته شو

لکه دګل پــه شان  نازک مـخ  دجــانان پــاته شو

 

د ځنـکدن  اخرسلګۍ دي ترما راشه اشنا

دا دواړه سترګې مې نیولي ستا دیدن لپاره

د رقیــبانوپـــه  لمسون شولې  له ماکناره

په اخرت کې زما لاس ستاپه ګریبان پاته شو

لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

 

زنې مــې وتــړه په لاس دا زمـادی وصیت

رابــاندې وایه څـــو کرتــه کلـمه دشهادت

روح مې دا ستا په انتظاردی رانه غواړي رخصت

زما په زړه کې دا داغونه د هجران پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

 

د جنازی کټ ته مې چیغه کړه چې لاړی اشنا

سبا د وخــته  پـــه مزار کې راته  وکړه دوعا

زما په  شناختې باندې وکـــړه د زړګي تسلا

زماد قـــبرخــاورې تاته یو نشــــان پاته شو

لکه  د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

 

داستا د سترګوپه ګولۍ زړګی زما شوقلم

ترسترګواوښکې تویومه سات په سات دم په دم

که  راتـه راکړې دوایـي دسرولبانوملهم

د ماجتي ځینې اخر دغه جــهـان پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

 

دا سندره زمونږ په کلیو او بانډو کې ډیره مشهوره شوې وه او ورسته ماجتي د ا سندره هم د کابل رادیوپه ستدیو ګانوکې ثبته کړه چې تل به ددې رادیو له لارې اوریدل کیده۰

ماجتي د نری رنځ په نتیجه کې په ځوانه ځواني  ورو ورو خپله روغتیا او صحي حالت له لاسه ورکاوو د هغه څخه په یوهنري محفل کې چا پوښتنه وکړه چې استاده صحت مو څنګه دی ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل چې صحي حالت مې دومره داطمینان وړنه دی خو بیا هم کوښښ کوم ستاسو دخوښۍ په هیله څو سندرې تاسوته واوروم او د خپل دزړه خواله پدې سندرو کې له تاسو سره شریک کړم۰

 په رښتیا سره ماجتي خوږ او دمینې ډک اوازدرلودچې له بده مرغه د ژوند کړاونو او روغتیایې حالت هغه ته نوردا فرصت ورنه کړه چې دهنر په برخه کې څو نور ګامونه اوچت کړي اودخپلې مینـې او ارمانوغوټۍ یې وغوړیږي ۰

ماجتي د نري رنځ په نتیجه کې ومړ، ډیر مینه وال یې جنازې ته راغلي وو، دهغه جنازه یې د لغمان ولایت د چهاردهې سیمې د شاه ګذربابا دتپو ترڅنګ خاوروتـه وسپارله ،نوکله چې خلک دجنازه څخه راوګرځيدل،کلي ته درسیدوسره سم د هغه داسندره چې :    ۰

 

افسوس افسوس زماپه حال چې مې ارمان پاته شو

لکه  دګل  په شان  نازک  مخ  د جـــانان پــاته شو

 

په هماغه شیبه دکابل رادیو له لارې خپره شوه، خلکو دلرې څخه ددې سندرې په اوریدلو نورهم غمجن شول او دحسرت اوتا ثر اوښکې یې تر سترګو تویې شوې، اومرحوم ماجتي یې دخپلوهیلواو ارمانونو سره یو ځای خاوروته سپارلی وو ۰

خدای دې وبښی اوروح دې ښاد اوآرام وي۰

 

 امین یا رب العالمین

منشن ګلدبخ – جرمني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply