د حمید ګل زوی: ټرمپ سره د لیدنې لپاره طالب مشرانو زما پلار سره مشوره وکړه

0 975

د آی اس آی د پخواني مشر جنرال حمید ګل زوی محمد عبدالله ګل وايي، طالب مشران زما پلار ته زیات درناوی لري او دغو مشرانو په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا له جمهور ریس دونالد ټرمپ سره د لیدنې پخاطر هم زما پلار سره دقیقه مشوره کړې وه.

نوموړي له یو پاکستاني چینل سره په خپله تازه مرکه کې ویلي پاکستان په طالب جنګیالیو کنترول لري او د افغان سولې مذاکراتو کې د اسلام آباد رول رغنده دی.

تر دې وړاندې خپلو پاکستاني چارواکیو هم اعتراف کړی وو، چې په طالب جنګیالی واکمن دي او که د دوی مرسته نه وای، امریکا به هېڅکله نه وه توانېدلې چې له طالبانو سره دوحه کې تړون لاسلیک کړي.

بلخوا جنرال حمید ګل هغه کس یادېږي چې افغانستان کې يې له پخوانیو جهادي مشرانو سره اړیکې ښې وې او د افغانستان د جګړې یو عامل هم ورته خطاب کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply