جرمني له افغانستان سره ۲۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

0 763

د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په برخه کې د المان فدرال دولت سکرټر ښاغلي مارټین ویلي، له افغانستان سره د ۲۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

هغه نن د مالیې له سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې ویلي، « د افغانانو نارینه او ښځینه، هلکانو او نجونو ژوند ښه کول د موږ ګډ هدف دی. موږ په ګډه سره هڅه کوو څو دندې رامنځته کړو، د لوږې او بیوزلۍ سره مبارزه وکړو، افغاني ارګانونه پیاوړي کړو او زېربناوې جوړې او ساتنه یې وکړو.» د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري به په سوله ییز او ټول شموله ټولنو، د ښو دندو لپاره روزنې او دوامداره ودې او همداراز د اقلیم او انرژۍ په برخه کې د موږ د سیارې پر مسؤلیتونو باندې تمرکز کوي.

 د مالیې وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سږ کال، د افغان او المان حکومتونو ترمنځ د بودیجې ورکولو دویمه ژمنه ده.

خبرپاڼه کاږي، د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په میاشت کې، المان له پلان څخه وړاندې د ۲۴۰ میلیونه یورو له مجموع څخه ۵.۷۷میلیارده افغانۍ (۶۹.۸ میلیونه یورو) مرستې ژمنه کړې وه ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي چې افغانستان د کورونا ناروغي(COVID19) سره مبارزه وکړي..

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست، عبدالهادي ارغندیوال وویل، «المان د افغانستان لپاره دویم لوی تمویلوونکي په توګه، له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته دوره کې د افغانستان په بیارغونه کې کلیدي رول لوبولی دی. د افغان جرمن همکارۍ  پروګرام د موږ د ګډې پراختیایي اجنډا په پلي کولو کې د پام وړ لاسته راوړنو کې برخه اخیستې ده.

 ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل، «د سولې راوستل د افغانستان د خلکو او حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب دی. د خلکو، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او  نړیوالو همکارانو قربانیو څخه مننه کوم. حکومت د باور جوړونې بې ساري اقداماتو سره سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply