د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو مذکراتي ټېمونو تر منځ د خبرو په طرز العمل موافقه.

خوشال خلیل

0 1,392

د رویټرز په حواله له دوحیې تازه خبر دا دی چې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټیمونه له اوږدو بحثونو او ځنډ وروسته د مذاکراتو د پيل په طرزالعمل هوکړې ته رسېدلي.
که څه هم دا دومره لوی پرمختګ نه دی، خو لږ تر لږه که د سولې مذاکرات لس پړاووه ولري، یو پړاوو مخکې لاړل.
د مذاکراتو د پيل طرزالعمل یعني څه؟
په دې کې اکثره د دواړو غاړو د ناستې تشریفاتي مسائل مطرح دي، چې څوک بر او څوک کوز کېني، څوک قبلې خواته کیني او که د مشرق خواته، په میز د چا بیرغ ایښی وي، غونډه په سرود پیل شي او که په تلاوت، اخر کې به دعا کومه ډله کوي، نوټ به څوک اخلي او کومې خبرې به دباندې باسي او کومې به ځان سره پرېږدي. په دې ابتدايي خبرو توافق یو ګام وړاندې تګ دی.
اوس به څه کېږي؟
اوس به نو دواړه غاړي د نوي طرزالعمل مطابق سره کیني او د راتلونکو ناستو په اجنډا به خبرې کوي چې په کومو کومو مواردو بحث کوي. په اجنډا کې ممکن د اوربند، د کاهش خشونت، د امریکایانو د وتلو څرنګوالی، د طالبانو بېرته ادغام او د واک ویش او داسې نور مسائل شامل وي، چې په اجنډا کې د هرې خبرې شاملول او د مقابل طرف لخوا رد او تاييد یې کېدای شي تر دې زیات وخت واخلي. چې اجنډا ترتیب او په هغې هم توافق وشو، بیا به په هرې یوې موضوع جلا جلا دوامدارې غونډې کېږي او ممکن هره یوه موضوع میاشتې یا اونۍ بحث وغواړي. خو په ټوله کې دا پرمختګ دی او هیله ده چې دا هر څه همداسې نورمال او له جدي خنډونو پرته مخې ته لاړ شي.
پخوا طالبانو فکر کاوه چې دوی د هرې موضوع د ویټو حق لري او که د دوی خوښه وي، هغه به کېږي، خو چې واقعیتونه یې ولیدل چې نه دلته کېسې ډېرې دي او ډېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کې ښکېل دي او د ټولو مخکې هغه څه چې په کلیو کې خلکو ته وايي، هغه دلته کټ مټ خریدار نه لري، یو څه نرم شوي، نو د دوی نرمښت د وطن په ګټه دی، دغه راز د حکومت طرف هم خپل نهایت نرمښت ښودلی او دا نرمښت که د دواړو غاړو روان وي. هیله شته چې یو څه وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply