طالب به کله له جګړې لاس واخلي؟

سید عبدالله پاچا

0 746

هره ورځ خلک قرباني کیږي، هره ورځ خلک طالب ته فریاد کوي، چیغي وهي چې نور جګړه بس کړئ، اوربند وکړئ، تاوتریخوالی کم کړئ، خو طالب برعکس دوه زوره کوي، طالب د دې پر ځای چې د خلکو غوښتنې ومني، د خلکو له ضده تاوتریخوالی زیاتوي او اوربند نه کیدو ته بیلابیلې پلمي لټوي.

تاسو د شنبې ورځ د ننګرهار د غني خیلو برید قربانیان وګورئ چې څوک و، که څه هم طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی، خو دا ښکاره ده چې تیرو نولس کلونو کې دا ډول بریدونه طالبانو کړي دي.

د طالبانو سیاسي دفتر له امریکا سره هوکړه کړې چې موټر بم بریدونه به نه کوي، خو جنګي طالبان دې هوکړې ته ژمن نه دي او نه غواړي چې د سولې خبرې بریالي شي.

له دې برید وروسته د دوشنبې په ورځ سهار د لغمان مرکز مهترلام بابا کې د والي د موټرو په کاروان موټر بم برید وشو چې لسګونه ملکي وګړي یې قربانیان و.

د مالوماتو له مخې په دې برید کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۶ نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.

د غني خیلو برید کې هم ښځې او ماشومان شامل و چې ویډیوګانې او عکسونه یې ټولې نړۍ ولیدل، خو طالب بیا هم دې ډول بریدونو ته توجیه لټوي.

که تاسو فکر کړی وي، هر ځل اوربند کې هیڅ ډول برید نه دی شوی، خو چې اوربند نه وي، هر ډول بریدونه کیږي، له دې ښکاري چې ټول بریدونه او ماین چاودنې طالبان کوي او هغه ډلې چې طالبانو ورته بستر برابر کړی دی، دومره ستر بریدونه نه شي کولی.

له دې سترګې نه شي پټیدلی چې د طالبانو تر څنګ نورې ترهګرې ډلې هم شته چې بریدونه کوي، خو طالبان له دې اصل څخه ځان نه شي خلاصولی چې د دې ټولو لامل طالبان دي.

که طالبانو له امریکا سره هوکړه نه وی کړی، د غني خیلو ولسوالۍ او د مهترلام بابا برید مسوولیت طالبانو په ښکاره منه.

خو دا چې طالبانو سیاسي دفتر یو مجبوریت له امریکا لري او وسله والې ډلې یې بل مجبوریت له پاکستان لري، دواړه لارې ښه درز کې روانې دي.

له یوې خوا یې سیاسي ډله له افغان لوري سره په خبرو بوخته ده او د جګړې د دوام لپاره توجیه لټوي او بله ډله یې په لویو ښارونو او ولسوالیو کې تااوتریخوالی کوي، داسې تاوتریخوالی چې هیڅ مذهب، دین او انسانیت کې نشته.

دا ورځ راتلونکې ده چې طالب به د دې ټولو حساب ورکوي، افغانان هیچا ته خپله وینه نه بخښي، طالبان به د دې ټولو حساب ورکوي، که یې په دې دنیا ور نه کړ، هغه دنیا کې به خدای ترې د دې بې ګنا وګړو د قتل عام پوښتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply