یوولس۱۱ کلن هلمندي ماشوم په ریاضي کې څلوېښت هېوادونه مات کړل

0 1,215

دغه یوولس کلن هلمندی ماشوم وايي،‌ غواړي په راتلونکي کې د زړه جراح ډاکټر شي.

یوولس کلن صبغت الله اوس دولتي او نادولتي ادارو له هلمنده کابل ته ورغوښتی چې قدرونه یې وکړي او ویې ستايي. ده موده مخکې د ریاضي مضمون په یوه سیالۍ کې د څلوېښتو هېوادونو په کچه لومړی مقام وګاټه.

د سږني‌ کانکور اول‌نومره شمسیه علیزاده تر ستاینې وروسته پر خواله رسنیو یو ځل بیا د هلمندي ماشوم صبغت الله د ذهانت خبرونه لاس په لاس شول. بېلا بېلو ښوونيزو بنسټونو او چارواکو یې په ستاینه پر فېسبوک او ټوېټ لیکنې وکړې او د هغه د قدرونې غوښتنه یې وکړه.

صبغت الله څلور زره زدکوونکي‌ مات کړل

‌صبغت الله په اصل کې د هلمند اوسېدونکی دی او د هرات په افغان ـ ترک لېسه کې د څلورم ټولګي زدکوونکی دی.‌

سیالي په کموډيا کې وه چې له بېلا بېلو هېوادوو تر څلورو زرو ډېرو زدکوونکو ګډون پکې کړی و.‌ صبغت الله وايي، ‘د ازموینې ډول له نورو سره توپیر درلود او باید په کم وخت کې ډېر سوالونه ځواب شوي وای’.

صبغت الله د دې نړيوالې سیالۍ یا ازموینې په ترڅ کې په اتو دقیقو کې د ریاضي دوه سوه پوښتنې حل کړې چې په دې توګه دی د امریکا،‌ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د هند په ګډون د څلوېښتو هېوادونو تر خپلو سیالیو زدکوونکو مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

دی د لومړني مقام ګټلو ته خوشاله دی او وايي،‌ ‘زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم’.

پلار: له ډېرې خوشالۍ مې خبرې نشوې کولی،‌ ژړا راتله

محمد ضیاء د صبغت الله پلار او د هلمند په نادعلي کې وېلډېنګ کاري یا فلزکاري کوي.

صبغت الله
د عکس تشریح،

دغه هلمندي ماشوم ته په کمبوډیا کې تر نړيوالې سیالۍ مخکې د افغانستان په کچه هم یوه سیالي ورپه غاړه وه.

د ده په خبره،‌ د هلمند په ښوونځیو کې د زدکړو کېفیت هغومره ښه نه و نو ځکه یې دغه زوی په ګډون خپل درې اولادونه هرات ته په زدکړو پسې په واړه عمر کې مساپر کړل.

‌محمد ضیاء وايي،‌ په سخته د خپلو زامنو د زدکړو لګښتونه برابروي خو په کومه ورځ‌ یې چې د خپل زوی د بریا خبر واورېد نو د خوښۍ انتها یې نه وه.

‘د ډېرې خوشالۍ د لاسه مې بیخي خبرې نشوې کولی، ژړا راتلله’

دغه پلار وايي،‌ د بچیو د زدکړو لګښتونه یې ډېر دي خو له ځانه یې تېروي او په دوی یې لګوي:

‘شپه ورځ یوازې د همدغو اولادونو لپاره کار کوم. ایله د دوی مصارف پوره کړم ځکه چې ډېر دی.‌ موږ خیر دی چې هر څه ګالو،‌ خو که د افغانستان راتلونکی په دوی ښه کېږي،‌ هماغه موږ ته لویه لاس ته راوړنه ده’.

صبغت الله د افغانستان په کچه هم سیالي ګټلې وه

صبغت الله
د عکس تشریح،

صبغت الله: “زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم”.

دغه هلمندي ماشوم ته په کمبوډیا کې تر نړيوالې سیالۍ مخکې د افغانستان په کچه هم یوه سیالي ورپه غاړه وه.

هغه هم دې ته ورته د ریاضي ازموینه وه.‌ صبغت الله په هغې کې هم ګډون وکړ او هلته یې هم لومړی ځای خپل او په نړېواله سیالۍ کې برخه اخیستلو ته غوره شو.

دا د ریاضي د محاسبو د نړیوالو سیالیو ۲۴ پړاو و چې د “یو. سي. مېس” په نوم پېژندل کېږي.

صبغت الله اوسمهال په کابل کې دی او بېلا بېلو دولتي او نادولتي ادارو وربللی چې ویې ستايي خو د ده خپلو درسونو ته وربېړه ده ځکه چې د کورونا له کبله تر شاوخوا شپږ میاشتيني‌ ځنډ وروسته ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

دغه یوولس کلن هلمندی ماشوم وايي،‌ غواړي په راتلونکي کې د زړه جراح ډاکټر شي.

بي بي سي پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply