د وینو سیلاب ته خشونت ویل پخپله جنایت دی ؟

اخترمحمد یوسفی

0 945

د افغانستان د جګړی چلوونکی بهرنی مهندسان او د هغوی مزدورانغواړی چی په افغانستان کښی د خپل بشری ضد جنایتونو د پټولو لپاره د افغان ربړیدلی اولس، د پردیو په جګړو کښی ښکیل مظلوم خلک وغولوی، دوی په خپلوو خبرو کښی هغه نامانوسه اصطلاحات لکه اورکم، د خشونت کموالی او داسی نور خطا ایستونکی تبلیغات کاروی.

د امریکی د متحده ایالاتو د طالبانو سره د مذاکرات استازی زلمی خلیلزاد، د امریکید متحده ایالاتو د کانکرس په ځوابیه غونډه کښی په خپل خبرو کښی وویل چی د امریکی د متحده ایالاتو د مذاکراتو په دواړو غاړو باندی د فشار او کنټرول غښتلیوسایل لری چه د طالبان سره روغه جوړه سر ته ورسوی. اساسی پوښتنه دا ده چی دامریکی متحده ایالاتونه څه وخت د خپلو غښتلو وسایلو څخه د افغان دولت او طالبانو د روغی او جوړی لپاره کار اخلی؟ دا خبره رښتیا نه ښکاریږی، تاسی ګوری چی د امریکی د متحده ایالاتو او طالبانو د هوکړی لیک د لاسلیک کولو څخه وروسته د (۲۰۲۰) کال په اتو میاشتی کښی طالبان او افغان دولت د جګړی لمنه تر پخوا لا ډیر پراخه کړیده.  په افغانستان هره ورځ په لسهاو بی ګناه ولسی وګړی وژل کیږی، مګر د افغان دولت او طالبانو تر منځ د دوحی یوی میاشتنی مذاکراتو په درشل تر اوسه پوری د مذاکراتو لپاره اجندا تصویب شوی نده.

د ګران هیواد افغانستان تور مخی دشمنان غواړی په خپلو خبرو کښی د اصطلاحاتپه ویلو سره لوبی وکړی او د افغانستان د بیګناه اولسونو د سیلاب په شان وینه تویولبی ارزښت وښیی، دوی دا بیځایه اصطلاحات د خلکو د غولولو د پاره استعمال کوی.                    د ولسی خوږ متل دی وایی:

« څوک چی پیلان ساتی د خپل  کلا دروازی لوړی جوړ وی».

که چیری دافغانستان د جګړی چلوونکی بهرنی ځواکونه او د هغوی فاسد او وحشی مزدوران په رښتیا سره په افغانستان کښی سوله غواړی، نو باید و طالبانو او افغان فاسد دولت چی دواړو خواوی د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان لخوا مرستی ورسره کیږی  دوی و استازی ته ووایی چی د جګړی اوربند کړی او په خپلو منځ روغه جوړه وکړی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې د اوربند په پلمه د مذاکراتو نه پيلېدو لپاره بهانه نه جوړوي. ښاغلی کرزی له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وايي، د دې پرځای دې هر هغه اقدام وکړي چې د سولې د راتلو هله پکې وي

نوموړی زیاتوي هر هغه اقدام چې د خبرو او مذاکراتو د پیلېدو چټکتیا پکې وي، تشویق د سولې د راتلو امید پکې وي او ژر تر ژره کېږي، هغه دې ترسره کړي.

د افغانستان اولس د حامد کرزی څخه دا پوښتنه کوی چی په دی دوو لسیزو په افغانستان کښی تاسی د امریکی متحده ایالاتو د ټولو وړادیزونو سره واک  په خپل لاس کښی لری، اشرف غنی هسی د جمهور رئیس په توګه اکټ پرځای کوی، کله تاسی د خپلو انډوالانو پواسطه اشرف غنی ډیر په عذاب کړی نو دی بیچاره په چیغو وهلو باندی پیل کوی.         د افغانستان خلک اوس پدی لوبه ښه پوهیدلی دی چی ستاسی رول پدی سرکس کښی د بهرنیان لخوا د مخه پلان شویدی، ستاسو د خبرو مخالفت د بهرنیانو سره بیکل حقیقت نلری. که چیری د اشرف غنی د ډلی او عبدالله عبدالله د ډلوترمنځ کوم اختلاف پیدا شوی ؤ، سمدلاسه تاسی او رسول سیاف د روغی جوړی مشری په غاړه لری. د افغانستان اوسنی حکومت تاسو پخپلو لاسونو پیچلی او فاسد جوړ کړیدی، تاسی اوس د مذاکرتو ځنډ او خنډ چا څخه شکایت کوی. ددی سرکس ټول لوبغاړی د ګلبدین «اسلامی» ګوند، د جمعیت «اسلامی» د ډلو مخور، د هزاره ګانو خلیلی ډله او طالبان د ډلی مشران ټول سره تاسی ته نژدی اړیکی لری او ستاسو په امر کارکوی. ستاسو په موجودیت سره چی اصلی جمهور رئیس تاسی یاست، نو نباید د سولی په خبرو کښی ځنډ او خنډ وجود ونلری. مګرحقیقت بل شی دی،  تاسی و افغان اولس ته په ښکاره ډول رښتیا نه وایاست.

تاسو پخپله هیواد او حکومت د خپلو شومو ګټو لپاره په ډلو باندی ویشلی دی.  

کرزی صاحب!

تاسو د افغانستان څخه د پردیو د جنایتونو او عبوری حکومتونو لابراتوار جوړ کړیدی.تاسی او ستاسی د «جهادی» بنسټپالو ډلو د طالبانو د غوښتنی سره سم په افغانستان کښی عبوری حکومت غواړی. مګر ستاسو پلاس کښی جوړ شوی د حکومت یوه بله ډله عبوری حکومت نه غواړی. په افغانستان کښی د جګړی چلوونکی بهرنی مهندسان بیله د اوربند څخه د اورکم تش په نامه شعارونه ورکوی، چی اورکم و افغان دولت او جګړه مارو طالبانو ته د عمل په ډګر کښی د جګړی د زیاتوالی شفر دی چی جګړه دوام لری.

د وطن پلورونکو طالبانو او دهغوی د پلویانو جالبه خبرو څخه ښکاره بیلګه داده چی، طالبان په افغانستان کښی اوربند نه کوی، طالبان په هیواد کښی د بیګناه خلکو و وژلو ته دوام ورکوی. طالبان د امریکی و ټاکنو پایلی ته انتظار باسی. لا تر اوسه د امریکی ټاکنو ته تر درو اونی لا زیات وخت پاته دی، تر اوسه پوری دا معلومه نه ده چی د امریکی په ټانکو کښی کوم کاندید د جمهوری ریاست واګ ته رسیږی، طالبانو همد اوسد دونالډ ترمپ د بریالیتوب لپاره اټنونه شروع کړی دی.    

کرزی صاحب !

د افغانستان شریف اولسونه د طالبان او د «جهادی» بنسټپالو ډلو واک ستاسو د فاسد واکداری په شمول نور نه غواړی. ستاسو د اوسنی واک تر شاه د بهرنیانی ۴۴ هیوادونو مالی او نظامی ملاتړ وجود لری، مګر افغان بیچاره جګړی ځپلی اولس هیڅ شی پخپل لاس کښی ستاسو او ستاسو د بهرنی مرستندویانو سره د مقابلی لپارهنلری. د افغانستان د تور مخو دشمنانو ددی جګړو او وینو تویولو هدف معلوم دی، د افغانستان تور مخی دشمنانو توطیه د هیواد پر ضد روښانه ده، دوی په افغانستان کښی غواړی چی لومړی ټول هیواد وران کړی، د افغانستان تور مخی دشمنانو د جګړیوحشت او وینو تویولو ته تر هغه وخته پوری دوام ورکوی، تر څو چی افغان بیچاره او مظلوم اولس مجبور شی چی د «جهادی» بنسټپالو ډلو او د وحشی طالبان واکمنی په افغانستان کښی د زور له لاری ومنی.

پاکستان او ایران د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴ میلادی کلونو کښی د «جهادی» تنظیمونو د واک په خپل منځی خونړی جګړو کښی، د «جهادی» تنظیمونوپواسطه په هیواد کښی هغه بیساری جنایتونه سره ته ورسول،  تر څو چی د افغانستان د جګړو څخه ستړی خلک و دی مجبور شول چی د طالبانوحشی واکمنی ومنی.  پاکستان له همدی لاری وکولای شو چی طالبان په افغانستان کښی واک ته ورسول. ټول هیواد پدی خبرو خبر دی چی په ۱۹۹۶ میلادی کال سپټمبر په ۲۶ نیټه تر طالبانو د مخه د پاکستان د هغه د کورنی وزیر نصرالله بابر د څو پاکستانی جرنیلان او کرنیلانو سره یوځایارګ ته ننوتل، نصرالله بابر د افغانستان د ارګ څخه ځنی انتیک ټوکی د ځان سره پاکستان ته خپل کور ته وړی.  پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply