طالبان؛ هغه څه چې خلکو ته غواړي، ځانته یې نه غواړي

احمد څرک

0 1,041

شل کاله مخکې چې د طالبانو واکمني وه، هغه څه به یې چې د خلکو لپاره غوښتل د ځان لپاره یې نه غوښتل، لامل دا و چې طالبانو هغه څه چې په ځآن نه شو تطبیق کولی، پر خلکو به یې یا تطبیق کول او یا به یې د تطبیق کولو هڅه کوله.

مثلا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډلې به خلک د موسیقې اوریدو ته نه پریښودل او بیلابیل سزاګانې به یې ورکولې، خو خپله به یې موسیقي اوریدله او هغه کیسټې به یې چې له خلکو راټولولې، هغه به یې خپلو ټيپونو کې اوریدلې.

دا یوه بیلګه وه چې ما وړاندې کړه، داسې زرګونه بیلګې شته چې طالبانو به پر خلکو تطبیق کول، خو خپله یې پر ځآن نه شوې تطبیق کولی.

لکه لواطت،

د طالبانو واکمنۍ او له هغې وروسته لسګونه کسان د لواطت په جرم یا وژل شوي او یا یې سخته سزا لیدلي، خو د طالبانو ټولو ادارو او مرکزونو کې هغه وخت او اوس هم لواطت عادي خبره ده او هیڅ یې جرم، ګنا او عیب نه ګڼي.

دا خبره او دا مقدمه مې د څه لپاره ولیکله.

تازه د پاکستان استخباراتو د طالبانو د مذاکراتي ډلې د مشر انځورونه له مالوماتو سره خپاره کړي چې عایشه حکیم د پاکستان په یو پوهنتون کې موډلنګ ویلی او له یوې کمپنې سره د موډلنګ دنده لري.

طالبانو به خپله واکمنۍ کې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو ته اجازه نه ورکوله، خو خپلې لورګانو باندې یې ان غیرې اسلامي زده کړې کړي چې نه زموږ کلتور او نه اسلام سره اړخ لګوي.

داسې به تاسو د طالبانو د نورو مشرانو لورګانې لیدلي وي چې د نړۍ بهترینه پوهنتونونو کې زده کړې کوي او یا به یې زده کړې بشپړې کړي وي.

خو افغانان حتی اجازه نه لري چې په ښوونځي کې زده کړې وکړي، هلک یا نجلۍ یو ټولګې زده کړې وکړي، حتا طالبان ښوونځي سوځوي، ورانوي یې، د جوړیدو مخه یې نیسي او بیا دې ته د جهاد او اسلام نوم ورکوي.

له پاکستان سره د ټولو طالب مشرانو او قومندانانو داسې اسناد شته چې کولی شي هر کله یې پرې وډار کړي.

که هر طالب مشر او قومندان د پاکستان د ګټو خلاف اقدام وکړ، دا ټول بلک میل شوي او یو یو پسې به داسې اسناد او مالومات خپروي.

تراوسه هیڅوک خبر نه و، حتی طالبان خبر نه و چې د مولوي عبدالحکیم مجاهد لور موډلنګ ویلی او د پاکستان له یوې کمپنۍ سره د موډلنګ برخه کې دنده لري، خو دا چې اوس د پاکستان استخباراتو دا موضوع ډاګیزه کړه، حتما تر شا کومه قضیه لري.

طالب اسلام یواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي او بل هیڅ هدف نشته، هغه څه چې اسلام کې نشته، هغه کارونه خپله کوي، خو پر خلکو هغه څه تطبیق کوي چې اسلام یې د اسانه لارو اجازه هم ورکړې، خو طالب یې سختې لارې لټوي چې خلک په ژوند کې تنګ کړي.

تاسو به داسې ډيرې نجونې وګورئ چې د طالب مشرانو د کورنۍ به وي او په نیمه لوڅ لباس کې به نړۍ کې راښکاره شي، طالب دین او جهاد د وسیلې لپاره کارولی او کاروي یې، نور هیڅ کیسه کې نه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply